سلطانزوی د ولسمشرۍ وروستي نوملړ کې راغی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ د نوماندانو په وروستي نوملړ کې د محمد داود سلطانزوی نوم اضافه شوی دی.

په دې توګه د نوماندانو په وروستي نوملړ کې د ولسمشرۍ کانديدانو شمېر له لسو ۱۱ ته پورته شو.