د ولسمشرۍ وروستي نوملړ کې يو کس اضافه شوی
د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو د اوريدو کمېسيون وايي چې د ولسمشرۍ کانديدانو په وروستي نوملړ کې يو کس بيرته اضافه شوی دی.
کمېسيون د اضافه شوي احتمالي کانديد نوم ونه ښود.
د دغه کمېسيون مشر عبدالستار سعادت وايي وروستی نوملړ يې د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته استولی دی.
کمېسيون وايي د دوی د څېړنو له مخې د ولايتي شورا د ۷۶ نوماندانو نومونه هم په وروستي لست کې ور زيات شوي دي.




