سومالیا کې د ماشومانو د زده کړو کمپاین پیل شوی
په سومالیا کې چارواکو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یونسف په مرسته کمپاین پیل کړی چې یو میلیون ماشومان ښوونځیو کې شامل کړي.
دغه کمپاین د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو او د سومالیالنډ او پونډلنډ په مهمو ښارونو کې همهاله پرمخ بیول کېږي.
په سومالیا کې له دوو لسیزو جګړو وروسته د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق وايي په سومالیا کې ښوونځیو ته د تلوونکو ماشومانو ګراف خورا ټیټ دی.
د سومالیا له ۱۰ ماشومانو څخه څلور یې په ښوونځیو کې زده کړې کوي.




