سختې زلزلې ایران، پاکستان او شاوخوا سیمې ولړزولې

د ایران د تهران پوهنتون جیوپولیتیک څانګه وايي یوې سختې زلزلې د دغه هېواد د بلوچستان او سیستان ایالتونه لړزولي دي. د امریکا د زلزله پېژندنې ادارې د دې زلزلې کچه اووه اعشاریه اته درجې بللې ده.

رپوټ کې ویل شوي، چې د دې زلزلې مرکز له سراوان ښاره ۸۱ کیلومتره لېرې او د ځمکې له مخه ۱۸ کیلومتره ژور و.

د تفتان اور غورځوونکی غر دې سیمې ته نژدې پروت دی.

پاکستان کې د بي بي سي خبریال وايي زلزله د پاکستان په کوټه او کراچۍ ښارونو کې هم زلزله محسوسه شوې ده.

بل لور ته د ایران په بندرعباس او کرمان ښارونو کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شوي. بل لور ته د نړیوالو خبري اژانسونو په رپوټونو کې ویل شوي، چې په نوي ډیلي، دوبۍ او ابوظبي کې هم د زلزلې ټکانونه محسوس شوي او خلک له کورونو بهر ته ووتل.

دم ګړۍ د زلزلې له امله د رامنځ ته شوي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.