پاکستان پر ټویټر لګولی بندیز لیرې کړ
پاکستاني حکومت د ټويټرد ټولنيزې رسنۍ پر ويبپاڼې لگول شوى بنديزڅو ساعتونو کې بيرته ليري کړى.
پرويبپاڼې د بنديز د لگولو دليل نه دى څرگند اوسپيناوى يې هم نه دى شوى.
خو خبريالانو وويل، داسې ښکاري چې دغه بنديز له هغه پيغام سره تړلى وي چې په ٢٠١٠ کال ، د فيسبوک په يوه سيالۍ کې له کاروونکو غوښتل شوې وه چې د حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) انځورونه وړاندې کړي چې دا اسلام ته سپکاوى بلل شوى و.




