"اسلامي دولت" څرنګه اداره کېږي؟

اسلامي دولت ډلې د عراق او سوریې پراخې سیمې نیولې دي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، اسلامي دولت ډلې د عراق او سوریې پراخې سیمې نیولې دي
    • Author, لیکنه: ایدان لیویس
    • دنده, ژباړه: لطف الله لطیف

تېره اونۍ د سوریې په ختیځ کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د اسلامي دولت په نامه ډلې یو مهم غړی ابوسیاف، چې د تیلو او غازو د چارو مسول و، ووژل شو.

امریکایانو غوښتل ابوسیاف ژوندی ونیسي، په دې هیله چې له هغه څخه به د "اسلامي دولت" د کار د طریقو په اړه ځینې معلومات ترلاسه کړي خو د ډزو په ترڅ کې هغه ووژل شو.

د امریکا تر مشرۍ لاندې ایتلاف له خوا د میاشتو میاشتو بمباریو سره سره اسلامي دولت ډلې وکولای شول تېر کال په چټکتیا سره د عراق او سوریې پراخې سیمې ونیسي او ویې ساتي.

آیا د "اسلامي دولت" د جوړښت په اړه او دا چې هغوی تر خپل لاس لاندې سیمې څرنګه اداره کوي څومره معلومات شته؟

د ابوبکرالبغدادي د برخلیک په اړه متضاد رپوټونه ورکړل شوي دي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د ابوبکرالبغدادي د برخلیک په اړه متضاد رپوټونه ورکړل شوي دي

"اسلامي دولت" ویلي هدف یې په ټولې اسلامي نړۍ کې د اسلامي قانون او شریعت له مخې د یوه واحد مشر تر مشرۍ لاندې د یوه خلافت جوړول دي.

د ځینو نورو یاغي اورپکو ډلو برخلاف، "اسلامي دولت" خپلې تر لاس لاندې سیمې له ډېرو اړخونو د یوه عصري دولت په شان اداره کوي.

د اسلامي دولت مشر یا خلیفه، ابراهیم عواد ابراهیم علي البدري السمارايي دی، چې د ابوبکرالبغدادي په نامه هم یادېږي.

هغه د مشورتي شوراګانو او اداري څانګو د جوړښت په سر کې دی. همدغه جوړښت په سیمه ییزو او محلي برخو کې تکرارېږي.

دا جوړښتونه د یولړ دندو او خدمتونو څارنه کوي لکه: امنیت، استخبارات، مالي چارې، رسنۍ، روغتیايي خدمتونه او کورنۍ یا حقوقي شخړې.

ویل کېږي په عراق او سوریې کې د "اسلامي دولت" جوړښت داسې دی چې تر یو مشر لاندې د قوماندې څلور جوړښته لري چې ابوبکرالبغدادي یې په سر کې دی او له هغه نه لاندې ولایتونه او ناحیې دي.

په عمومي توګه د ابوبکرالبغدادي تر مشرۍ لاندې څلور شوراګاني دي: امنیتي شورا، پوځي شورا، مشورتي شورا او شرعي یا مذهبي شورا.

همدا راز په هر ولایت کې د والي تر مشرۍ لاندې همدغه شوراګانې بیا تکراریږي.

د جرمني دیرشپیګل اونیزه مجله په یوه وروستي رپوټ کې وايي د "اسلامي دولت" پلانونه د هغوی د یوه مهم مشر حاجي بکر له خوا لیکل شوي دي.

دیرشپیګل وايي حاجي بکر د نیول شویو ښارونو لپاره د "اسلامي دولت" مفصله ستراتیژي لیکلې چې تر ډېره حده پر څارنې او استخباراتو ولاړه ده او د عراق د پخوانیواستخباراتي مامورینو له تجربو څخه هم په کې کار اخیستل شوی دی.

حاجي بکر د ۲۰۱۴ کال جنورۍ کې د سوریې په شمال کې ووژل شو.

د "اسلامي دولت" د جوړښت په اړه نور معلومات او د ځینو مسولو کسانو نومونه د هغو اسنادو له مخې څرګند شوي چې نیول شوي یا په یو ډول بهر ته راوتلي دي.

سوریې کې زېږېدلی ابومحمد العدناني د اسلامي دولت ډلې رسمي ویاند دی

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، سوریې کې زېږېدلی ابومحمد العدناني د اسلامي دولت ډلې رسمي ویاند دی

ایمن التمیمي چې د منځني ختیځ په اړه د امریکا په یوې څېړندویه موسسې کې کار کوي د "اسلامي دولت" د عملیاتي اسنادو یو ارشیف جوړ کړی او تراوسه یې په کې څه باندې ۱۲۰ سندونه راټول کړي دي.

په دې اسنادو کې د هر څه په اړه لارښونې شته لکه د ماشوم د واکسین کولو لپاره سختې سزاګانې، د کب نیونې حقونه، د لارۍ موټرو چلونکو لپاره حکمونه چې د "اسلامي دولت" جنګیالي باید په خپلو موټرو کې یوسي.

دا سندونه او حکمونه تر ختیځې لیبیا پورې د`اسلامي دولت` ولایتونو ته استول شوي دي. ښاغلی التمیمي وايي د دغو سندونو له مخې د "اسلامي دولت" په اړه ډېر معلومات ترلاسه شوي دي.

هغه وايي کله چې د ۲۰۱۴ کال جون کې د موصل د ښار له نیولو وروسته د عراق او سوریې په نیول شویو سیمو کې اسلامي خلافت اعلان شو، د هغوی سازماني جوړښتونه نور هم روښانه شول، سندونه رسمي تره او مرکزي ښکارېدل.

د اسلامي دولت ډلې ظالمانه تکتیکونو په نړۍ کې وېره اوغوسه راوپاروله

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د اسلامي دولت ډلې ظالمانه تکتیکونو په نړۍ کې وېره اوغوسه راوپاروله

د "اسلامي دولت" د جوړښتونو یوه بېلګه د هغوی د رسنیوعملیات دي چې په ټولو نیول شویو سیمو کې یو شان ترسره کېږي او داسې ښکاري چې په دقت سره همغږي کېږي.

"اسلامي دولت" ته د نایجریا د بوکوحرام ډلې د بیعت نه وروسته یو لړ ویډیوګانې خپرې شوې چې د بېلابېلو ځایونو په سړکونو کې د خلکو د ویناګانو له مخې جوړې شوې وې او هغوی د دې بیعت ملاتړ کاوه.

په دې وروستیو کې په یو لړ نورو ویډیوګانو کې د "اسلامي دولت" تر لاس لاندې روغتونونو او روغتیايي خدمتونو په اړه تبلیغاتي خپرونې کېږي.

يوه بله بېلګه دا وه چې د ۲۰۱۴ کال دسمبر کې د دې ډلې عمومي مشورتي شورا ټولو کارکونکو ته امر وکړ چې د یوې میاشتې په ترڅ کې خپل د جي پي اس (نړیوال موقعیت موندنې) ټول وسایل غیرفعاله کړي.

دا حکم ځکه شوی و چې د "اسلامي دولت" جنګیالي د هوايي بریدونو هدف و نه ګرځي. همدا راز کله چې د دې ډلې پر ضد نړیواله مبارزه ګړندۍ شوه، دوی هڅه کوله د خپلو عملیاتو او کسانو په هکله معلومات پټ وساتي.

د اسلامي دولت ډلې د رسنیوعملیات پېچلي او پرمختللي دي، داسې ښکاري چې په دقت سره همغږي کېږي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د اسلامي دولت ډلې د رسنیوعملیات پېچلي او پرمختللي دي، داسې ښکاري چې په دقت سره همغږي کېږي

"اسلامي دولت" د خپل مشرتابه په اړه ډېر نه غږېږي، او د ابوبکرالبغدادي او د هغه ویاند ابو محمد العدناني پرته د هغوی د نورو مشرانو د هویت او رول په اړه ډېر معلومات نه شته.

ویل شوي چې البغدادي دوه مرستیالان لري، ابوعلي الانباري په سوریه کې او ابو مسلم الترکماني په عراق کې.

خو تېره اونۍ د عراق دفاع وزیر ادعا وکړه چې د یوه هوايي برید په ترڅ کې د "اسلامي دولت" د مشر یو مرستیال، عبدالرحمان مصطفی محمد یا ابو علا العفاري، وژل شوی دی.

عراقي سرچینو وویل دا هماغه سړی دی چې عبدالرحمان مصطفی القادولي نومېږي او د امریکا متحدو ایالتونو یې د نیولو لپاره ۷ میلیون ډالره انعام ټاکلی و.

عراقي سرچینو عبدالرحمان القادولي د اسلامي دولت د مشر د مرستیال په توګه پېژندلی دی

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، عراقي سرچینو عبدالرحمان القادولي د اسلامي دولت د مشر د مرستیال په توګه پېژندلی دی

په جهادي ټولیزو رسنیو کې ویل شوي چې العفاري او الانباري دواړه یو کس دی، خو دعراق د ادعا په اړه ېې هم شک ښودلی دی.

د هغو کسانو چې غواړي د "اسلامي دولت" د کړو وړو په اړه معلومات ترلاسه کړي، یوه ستونزه دا ده چې د دې ډلې په لیکو کې مخالفتونه او بغاوتونه نسبتا لږ څرګند شوي، او له دې امله په انټرنیټ او استخباراتي بهیر کې د هغوی آزادې خبرې اترې ډېرې نه دي راوتلي.

یوه بله ستونزه هم دا ده چې مستعار نومونه ډېر کارول کېږي، امریکايي سرچینو ویلي چې یوازې القادولي ۱۲ مستعار نومونه لري.

د دیرشپیګل په رپوټ کې د قومندانۍ د پېچلو موازي جوړښتونو په اړه خبرې شوې چې اضافي قومندانان او چارواکي په کې کار کوي.

د هغو کسانو په کتار کې چې په تېر وخت کې څرګند شوي، یو دیني عالم ترکي البینالي او دوه پوځي قومندانان عمر شیشاني او شاکر وهیب الفهداوي شامل دي.

خو د دغو کسانو د اغېز د رښتیانۍ کچې یا رسمي رول په اړه ټول څېړونکي په یو نظر نه دي.

ښايي د اصلي کسانو د پټ ساتلو لپاره ځینې کسان ظاهرا مهم ښودل شوي وي چې وروسته یا وژل شوي او یا له اهمیته لوېدلي دي.

تار خان باتیرا شویلي، چې د عمر شیشاني په نامه هم یادیږي، د سوریې په شمال کې د جګړې یو قومندان دی

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، تار خان باتیرا شویلي، چې د عمر شیشاني په نامه هم یادیږي، د سوریې په شمال کې د جګړې یو قومندان دی

څېړونکی التمیمي وايي عمومي ستونزه دا ده چې موږ نه پوهیږو څوک په منځني مقام او څوک په لوړ مقام کې دی. دا کسان د دې لپاره ټاکل شوي چې د اړتیا په وخت کې یې پر ځای نور کسان وټاکل شي.

د ابو سیاف ښځه، چې د اوم سیاف په نامه پیژندل شوې اوس په عراق کې تر پلټنې لاندې ده. ویل شوي چې هغه د عملیاتو په ترڅ کې یوازې او د یو زیات شمیر الکترونیکي معلوماتو سره نیول شوې ده.

استخباراتي مامورین به هیله کوي چې دا وروستي معلومات د "اسلامي دولت" د پرېکړه کونکو مقامونو اوسني جوړښت او لوړ پوړو کارکونکو په اړه ارزښتمنه رڼا واچوي.