"اسلامي دولت ډلې سره جګړې لپاره نور ځواک ته اړتیا ده"

اسلامي دولت سره څنګه جګړه وشي؟ دا هغه پوښتنه ده چې نړیوال مشران یې بوخت کړې دي.

د استرالیا لومړی وزیر ټوني ابټ د ختیځې اسیا پر هېوادونو غږ کوي چې د دې ډلې ماتولو لپاره سره یو ځای شي.

په عین حال کې، امریکا اعلان کړی چې ۳۴۵۰ سرتېري به عراق ته لېږي چې د حکومتي ځواکونو په روزولو کې مرسته وکړي.

سپینه ماڼۍ وايي عراقي لومړي وزیر ترې دا غوښتنه کړې وه.