هستوي فاضله توکي

د هستوي فاضله توکو حوض یا لنډمهاله زېرمتون
د عکس تشریح، د هستوي فاضله توکو حوض یا لنډمهاله زېرمتون
    • Author, محمد تنها
    • دنده, د المان د هانور پوهنتون علمي غړی

په طبعیت کې د فزیکي خواصو له اړخه دوه ډلې عناصر موجود دي چې یوه یې مستقر او بله یې راډیو اکټیف عناصر دي.

تر اوسه پورې نږدې ۱۱۹ عناصر شته چې د ۳۰۰۰ په شاوخوا کې بېلا بېلې هستې جوړوي. د دغو هستو له ډلې نږدې ۳۰۰ یې مستقرې او نورې یې راډیو اکټیف دي.

راډیو اکټیف هستې چاپیریال ته په خپل سر راډیواکټیف وړانګې یا په بل عبارت انرژي خپروي خو مستقرې هستې بیا په خپل سر چاپیریال ته د انرژي خپراوي وړتیا نه لري.

د طبعیت ژورنال په ۲۰۱۲ کال یوه ګڼه کې راځي چې د هستوي فزیک او هستوي کیمیا ساینسپوهان په دې لټه کي دي چې د عناصرو دوريي جدول تر ۱۱۹ هم لا زیات پراخ کړي.

د نوموړي ژورنال ۲۰۱۱ کال اپریل ګڼې په یوې بلې مقالې کي راځي چې دمګړۍ ساینسپوهان په دې توانېدلي چې شاوخوا ۶۵۰۰ هستې را منځ ته کړي چې ځیني یې د ډېر کم عمر له امله په آسانۍ د اندازه کولو وړ نه دي.

دغه عناصر په طبیعیت کې د موجودو عناصرو هستو ته د نیوترونونو او پروتونو تزریق په پایله کې را منځ ته کیږي.

د راډیواکټیف عناصرو په لړ کې ځینې داسې درندې هستې شته چې د نیوترونونو تزریق په پایله کې چوي.

دا هستې چې په مختلفو درجو بډای شوي یورانیم، توریم او پلوټونیم دي چې د نړیوال اټومي انرژي آژانس لخوا د هستوي عناصرو یا موادو په نامه نومول شوي دي.

د دغو توکو، تولید، پروسس، لیږد او مالکیت د دولتونو په کچه ځانګړو قوانینو او اجازه لیکونو ته اړتیا لري.

د هستوي فاضله توکو ذخیره
د عکس تشریح، د هستوي فاضله توکو ذخیره

په عامه عبارت ټول هستوي توکي راډیو اکټیف دي خو ټول راډیو اکټیف توکي هستوي نه دي.

هستوي توکي په ریکټورونو کې د سون توکو په بڼه کارول کېږي، د هستوي ریکټورونو سون توکي له ۱۲ میاشتو تر ۲۴ میاشتو په اوږدو کې یو ځل بیا نوي کېدو ته اړتیا لري چې د بدلون دا فریکونسي د هستوي ریکټور په ډول پورې تړلې ده.

د کارول شویو هستوي سون توکو پاتي شونو یا فاضله توکو ته هستوي فاضله توکي یا نوکلیر وېسټ وايي.

د نړیوال اټومي انرژي آژانس لخوا هستوي فاضله توکي په شپږ ډلو وېشل شوي دي چې دا وېش د توکو راډیو اکټیفیټي، عمر او چاپیریال ته د زیانون درجې پربنسټ ګروپ بندي شوي دي:

  • د لوړې سویې هستوي فاضله توکي
  • د منځنۍ سویې هستوي فاضله توکي
  • د ټیټې سویې هستوي فاضله توکي
  • د کم عمر لرونکي هستوي فاضله توکي
  • د ډېرې ټیټې سویې هستوي فاضله توکي
  • د معافیت وړ هستوي فاضله توکي

د لوړې سویې هستوي فاضله توکي په ریکټور کې د سوځېدلو هستوي توکو هغه پاتي شوني دي چې د سون توکو د نوي کېدا په ترځ کې اضافه پاتې شوي.

د منځنۍ سویې هستوي فاضله توکي هغه پیپونه، فلټرونه او نور آلات دي چې د ریکټور فعالیت پر مهال کارول شوي او په هستوي توکو ککړ دي.

همدارنګه د ټیټې سویې هستوي توکي هغه کاري آلات او لباسونه لکه پلاس، پېچکښ، امبور، لباس او لاس ماغاوګان دي چې د هستوی ریکټور فعالیت په بهیر کې د کارکوونکو لخوا کارول شوي.

د لوړې، منځنۍ او ټیټې سویې هستوي فاضله توکي د ټولو فاضله توکو له ډلې په ترتیب سره ۹۵ سلنه، ۴ سلنه او ۱ سلنه راډیو اکټیفیټي او ۳ سلنه، ۷ سلنه او ۹۰ سلنه کتله جوړوي.

په دې مانا چې د لوړې سویې هستوي توکي ډېر فعال خو ډېر کم تولیدېږي او د ټیټې سویې هستوي توکي ډیر کم فعال خو ډېر زیات تولیدېږي.

د لوړې سویې هستوي فاضله توکي د تولید په لومړیو کې د لوړې راډیو اکټیفیټي تر څنګ ډېر تاوده هم وي.

نو مخکې له دې چې دا هستوي توکي د هستوي فاضله توکو اوږدمهاله ذخیرې ته ولېږدول شي، ریکټور ته څېرمه جوړ شوي حوض یا لنډ مهالې ذخیره کې له یوه تر شلو کالو پورې ساتل کېږي چې ساړه شي.

که د هستوي پاتې شونو اوږدمهاله ذخیره نه وي چمتو نو دا لنډمهاله حوض کېدای شي تر ۵۰ کلونو پورې د هستوي فاضله توکو زېرمتون په حیث وکارول شي.

اوسمهال داسې ټکنالوژي هم رامنځ ته شوې چې د لوړې سویې هستوي فاضله توکي بیا پروسس کړي او له هغو څخه د کار وړ یورانیم او پلوټونیم د یو ځل بیا کارونې لپاره بیل کړي.

دا چاره له یوې خوا د هستوي فاضله توکو کچه را کموي او له بلې خوا د نوي هستوي توکو برابرولو له لګښت څخه مخنیوي کوي.

هستوي فاضله توکي چې کله له سړېدا څخه وروسته له حوض څخه وویستل شي نو بیا په ځانګړو بېرلونو کې ځای په ځای، انتقال او تر ۳۰۰ مترو پورې ژور تر ځمکې لاندې د اوږده مهال لپاره خښېږي.

تراوسه پورې د هستوي فاضله توکو خوندي کېدو لپاره تر دې بل غوره بدیل ندی وړاندې شوی.

د څېړنو له مخې که چېرې د ځمکې لاندې په کافي اندازه ژوره او له وړانګو د ځان ساتنې له اصولو سره برابره ذخیره جوړه شي نو همدا بدیل هم په اوږدمهال کې چاپیریال نه زیانمنوي.

تر اوسه پورې په نړۍ کې د لوړې سویې هستوي فاضله توکو لپاره ۲۱ اوږدمهاله ذخیرې په ۱۳ هیوادونو کې جوړې شوې چې یوه یې په ارجنټاین، یوه بلجیم، دوه په کاناډا، یوه چین، درې یې فینلنډ، یوه په فرانسه، څلور یې جرمني، یوه په جاپان، یوه یې کوریا، دوه یې سویډن، یوه یې سویس، یوه یې برتانیه او دوه یې آمریکا کې موقعیت لري.

هر هغه هېواد چې د هستوي فاضله توکو لپاره اوږدمهاله ذخیرې نه لري، خپل تولید شوي هستوي فاضله توکي نوموړو هېوادونو ته لېږي چې د کتلې او اکټیفیټي په تناسب نوموړو هیوادونو ته د ساتنې لپاره پیسې ورکوي.

د دې چارې لپاره باید هر هېواد هستوي توکو د ټرانسپورټ قوانین او مقرارت ولري.

د نړیوال اټومي انرژي آژانس غړي هیوادونه په دې مکلف دي چې د خپلې لوړې سویې تولید، صادر او وارد شویو هستوي فاضله توکو اندازې او اکټیفیټي کلنی رپوټ دې ادارې ته ورکړي.

د منځنۍ او ټیټې سویې هستوي فاضله توکي هم د هستوي فاضله توکو مخصوصې ذخیرې ته لېږدول کیږي خو دا ذخیرې ترځمکې لاندې نه بلکې ډېری وخت د ښاروالۍ فاضله توکو ذخیرې ته ورته د ځمکې په سر او یا هم لږ په ځمکه کې خښه جوړېږي.

د ډېرې ټیټې سویې او کم عمر لرونکي هستوي فاضله توکي هم د ټیټې سویې هستوي فاضله توکو ته ورته توکو په ذخیره کې ساتل کيږي خو د کم عمر لرونکي هغه یې د لس نیمايي عمر په تېرېدا سره له دې ذخیرې لرې او د ښار عامه خزلځای ته اچول کېږي.

همدا راز د معافیت وړ هستوي فاضله توکي هغه دي چې د تولید په وخت یې لا د اکټیفیټي کچه دومره ټيټه وي چې هستوي توکو د تنظیم قوانینو کې مجاز حد ته ونه رسېږي.

د هستوي فاضله توکو تنظیم لپاره د نړیوال اټومي انرژي آژانس لخوا د غړیو هیوادونو په مشوره یو لارښود لیکل شوی دی.

خو هر هیواد دا حق لري چې خپلو چاپیریالي، امنیتي، اقتصادي، ټولیزو او کلتوري شرایطو ته په پاملرنې سره د هستوي فاضله توکو تنظیم خپل ځانګړي اصول، قوانین او مقرارت وضع کړي.

هستوي فاضله توکي یوازې د هستوي ریکټورونو له خوا نه تولیدیږي، د هستوي ریکټورونو تر څنګ په هستوي طبابت، هستوي څېړنو، د نفتو استخراج صنعت، زراعت او خورا نور هستوي تخنیکونو کې هم په بېسارې ډول زیات هستوي فاضله توکي تولیدېږي.

خو له هستوي ریکټورونو څخه تولید شوي فاضله توکي ځکه خورا مشهور او د بحث وړ دي چې یو خو د لوړې اکټیفیټي لرونکي دي او بل په سیاسي ډګر کې کله کله د غیر مسلکي او غیر تخنیکي کسانو لخوا یې د سیاسي شهرت لپاره په اړه بحث کېږي.

دا په دې مانا نه ده چې هستوي فاضله توکي انسان، ژویو او چاپیریال ته زیان نه رسوي خو که چېرې په تخنیکي ډول له هستوي فاضله توکو څخه متوقع زیانونه له نورو تخنیکونو څخه ممکنه زیانونو سره پرتله شي نو دا ستونزه به تر ډېره حده حل وي.

د بېلګې په ډول که چېرې له سکرو، تېلو او نورو فوسیلو منابعو څخه د انرژي تولید تخنیک چې په شېبه کې په زرهاوو ټنه کاربندای اکسایډ تولیدوي او یا هم د لمریزې انرژي تخنیک چې هره ذخیروي بېټرۍ یې له خرابېدا وروسته چاپیریال ته د تیزابو او نورو مضرو کیمیاوي توکو لوړه کچه خپروي پرتله شي، هستوي انرژي او هستوي تخنیک تر ټولو مصؤون، وړیا او د باور وړ هغه ثابتېږي.

په پایله کې ویلی شو چې د هستوي فاضله توکو تنظیم اصولو، د چاپیریال ساتنې اصولو، د وړانګو څخه د ځان او چاپیریال ساتنې اصولو او عصري انجنیري تخنیکونو په پاملرنې سره د هستوي فاضله توکو ستونزه چې په عامه ذهنیت کې د هستوي انرژۍ استعمال ترټولو ستره ننګونه بلل کېږي په تخنیکي لحاظ د حل وړ ده.

د هستوي انرژۍ او نورو انرژیو منابعو په اړه به په راتلونکي کې مفصلې خبرې وشي.