نړیوال جام او د افغانستان لومړۍ بریا

د سمیع شینواري او دولت ځدراڼ تر سوځېدو وروسته لوبه د افغانستان توپ اچونکو حمید حسن او شاپور ځدراڼ ته پاتې شوه.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د سمیع شینواري او دولت ځدراڼ تر سوځېدو وروسته لوبه د افغانستان توپ اچونکو حمید حسن او شاپور ځدراڼ ته پاتې شوه.
    • Author, امان الله جمالزی
    • دنده, کابل مېشتی کریکټ مینه وال

افغانستان د خپل کرېکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، په نړیوال پنځوس اوریز جام کې بریا خپله کړه.

افغان لوبډله، چې د لومړي ځل لپاره یې د پنځوس اوریزو سیالیو په نړیوال جام کې ګډون کړی، له دوو پرله پسې ماتو وروسته یې نن (پنجشنبې/ فبروري ۲۶) د ماتو بهیر مات کړ او له سکاټلنډ سره یې له یوې سختې او اوږدې لوبې وروسته لومړۍ بریا خپله کړه.

که څه هم افغان لوبغاړي د تل په څېر د توپ وهنې په برخه کې له ستونزو سره مخامخ وو، خو یوازینی سمیع الله شینواری و، چې هېڅ ډول فشار یې قبول نه کړ او له یو اوږده مقاومت وروسته یې افغان لوبډله د بریا څلي ته ورسول.

په لوبه کې افغان کپتان نبي عیسی خېل پچه یا ټاس وګاټه او د تل په څېر یې په خپلو توپ اچوونکو باور وکړ او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه، افغان لوبغاړو بهترینه توپ اچونه وکړه، او د سکاټلنډ لوبډله یې له پوره ستونزو سره مخامخ کړې وه.

داسې برېښېده چې ښایي سکاټلنډ به تر یو سل او پنځوسو منډو هم افغان توپ اچوونکو ته طاقت نشي، خو تخنیکي لوبې او وروستۍ ملګرتیا سکاټلنډ لوبډله تر دوه سوو هم واړوله.

سکاټلنډۍ لوبډله د پنځوسم اور په وروستي بال په ۲۱۰ منډو ټوله وسوځېده او افغان لوبډلې ته یې د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره شاپور ځدراڼ څلور، دولت ځدراڼ درې او حمید حسن، نبي عیسی خېل او ګلبدین نایب یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

شاپور ځدراڼ او حمید حسن په یوه یوه منډه جوړولو سره هدف راټیټ کړ او په وروستي اور کې یې یوازې پنځو منډو ته اړتیا پرېښوده، چې شاپور ځدراڼ په څلوریزه وهلو سره د افغانستان بریا یقیني کړه.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، شاپور ځدراڼ او حمید حسن په یوه یوه منډه جوړولو سره هدف راټیټ کړ او په وروستي اور کې یې یوازې پنځو منډو ته اړتیا پرېښوده، چې شاپور ځدراڼ په څلوریزه وهلو سره د افغانستان بریا یقیني کړه.

د افغانستان لپاره نوروز منګل او جاوېد احمدي د لوبې پیل وکړ، چې دواړو ښه چټکه لوبه پیل کړه، خو نوروز منګل له لومړۍ نیمه سلیزې وړاندې خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

که څه هم ۲۱۱ منډې هدف لوی هدف نه دی، خو افغان لوبغاړو له احساساتو نه کار واخیست او لوبغاړي یو پر بل پسې وسوځېدل.د افغان لوبډلې پیلوونکي لوبغاړي جاوېد احمدي په زړه پورې لوبه وکړه، خو د نیمه سلیزې له پوره کېدو سره سم یې خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

افغانستان د سمیع الله شینواري ویکټه په داسې حال کې له لاسه ورکړه، چې ۱۹ منډو ته یې په ۱۹ توپونو اړتیا درلوده او شینواری هم نهم لوبغاړی وو چې وسوځېد.
د عکس تشریح، افغانستان د سمیع الله شینواري ویکټه په داسې حال کې له لاسه ورکړه، چې ۱۹ منډو ته یې په ۱۹ توپونو اړتیا درلوده او شینواری هم نهم لوبغاړی وو چې وسوځېد.

د جاوېد احمدي له سوځېدو سره سم د افغان لوبډلې پښه وښویېده او د کپتان په ګډون یې لوبغاړي یو پر بل پسې وسوځېدل، خو سمیع الله شینواری یوازینی افغان توپ وهونکۍ و، چې له لومړي سر نه یې د افغانستان بایللې لوبې ته د بریا قسم کړی و، حوصله یې و نه بایلله او خپل مورال یې ټیټ نه کړ، چې له یوې بشپړې آرامې لوبې نه یې په ورو ورو د لویو شاټونو هڅې پیل کړې، چې په پای کې یې یوه ناممکنه بریا ممکنه کړه.

افغانستان د سمیع الله شینواري ویکټه په داسې حال کې له لاسه ورکړه، چې ۱۹ منډو ته یې په ۱۹ توپونو اړتیا درلوده او شینواری هم نهم لوبغاړی وو چې وسوځېد.

شاپور ځدراڼ او حمید حسن په یوه یوه منډه جوړولو سره هدف راټیټ کړ او په وروستي اور کې یې یوازې پنځو منډو ته اړتیا پرېښوده، چې شاپور ځدراڼ په څلوریزه وهلو سره د افغانستان بریا یقیني کړه.

افغان لوبډلې د پنځوسم اور په دریم توپ د نهو لوبغاړو په سوځېدو د سمیع الله شینواري د ارزښتناکو ۹۶ منډو په مټ ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ او د سکاټلنډ لوبډله یې د یوې نه مننونکې ماتې په دایره کې ایساره کړه.

افغان لوبډلې د پنځوسم اور په دریم توپ د نهو لوبغاړو په سوځېدو د سمیع الله شینواري د ارزښتناکو ۹۶ منډو په مټ ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، افغان لوبډلې د پنځوسم اور په دریم توپ د نهو لوبغاړو په سوځېدو د سمیع الله شینواري د ارزښتناکو ۹۶ منډو په مټ ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ