کریکټ: افغانستان نړیوال جام کې لومړۍ بریا خپله کړه

سکاټلنډي لوبغاړي په لږو لږو منډو وسوځېدل، تر ټولو ډېرې منډې د مت مچان او ماجد حق وې چې ۳۱ یې وکړې.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، سکاټلنډي لوبغاړي په لږو لږو منډو وسوځېدل، تر ټولو ډېرې منډې د مت مچان او ماجد حق وې چې ۳۱ یې وکړې.
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, کابل

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۵ کال کرېکټ نړیوال جام سیالیو په لړۍ کې خپله دریمه لوبه تر یوې سختې او په زړه پورې سیالۍ وروسته وګټله.

دغه لوبه د نیوزیلنډ په ډنیډن ښار نړیوال لوبغالي کې وشوه، چې دا د کریکټ نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ بریا وه.

په ب ډله کې د افغانستان د منډو اوسط تر انګلستان او سریلانکا دواړو اوچت دی.

پچه یا ټاس افغانستان وګاټه او سکاټلنډ ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

سکاټلنډي لوبغاړو ښه پیل نه درلود او خپل لومړی لوبغاړی یې ډېر ژر له لاسه ورکړ. شاپور ځدراڼ د لسو اورونو په ترسره کولو څلور لوبغړي وسوځول او یواځې ۳۸ منډې یې سیالې لوبډلې ته ورکړې. دولت ځدراڼ درې سیال لوبغاړي وسوځول، محمد نبي، ګلبدین نایب او حمید حسن هم یو یو لوبغاړي له مخې لېرې کړل.

د عکس سرچینه،

خو د سکاټلنډ دوو وروستیو لوبغاړو یو څه لوبه تیزه کړه او منډې یې ۲۱۰ ته ورسولې.

سکاټلنډي لوبغاړي په لږو لږو منډو وسوځېدل، تر ټولو ډېرې منډې د مت مچان او ماجد حق وې چې ۳۱ یې وکړې.

د افغان لوبغاړو پیل ډېر ښه وو او د اووم اوور تر پایه یې کوم لوبغاړی نه وو سوځېدلی. خو کله چې نوروز منګل په ۷ منډو وسوځېد نو ورپسې اصغر ستانکزی هم په څلورو منډو اووټ شو.

جاوید احمدي چې د لوبې له پیله ولاړ وو وتوانېد ۵۱ منډې جوړې کړي. تر هغه وروسته محمد نبي، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب او افسر ځاځی ډېر ټینګ نه شول چې په څلور کسانو یې یواځې پنځه منډې جوړې کړې.

لوبه تر ډېره د سکاټلند په ګټه روانه وه. خو دا سمیع الله شینواری وو چې لوبه یې تر ډېره په خپله ګټه وڅرخوله. سمیع وتوانېد چې د پنځو شپږیزو او ۷ څلوریزو په مټ ۹۶ منډې جوړې کړي.

په وروستي اوور کې لوبه ډېره حساسه وه په څلور توپونو څلورو منډو ته اړتیا وه، چې د شاپور ځدراڼ په شاټ پوره شوې.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، په وروستي اوور کې لوبه ډېره حساسه وه په څلور توپونو څلورو منډو ته اړتیا وه، چې د شاپور ځدراڼ په شاټ پوره شوې.

له هغه سره دولت ځدراڼ ښه ملګرتیا وکړه. دولت په پنځوس توپونو یواځې نهه منډې وکړې خو دا هغه وخت وو چې باید له سمیع شینواري سره باید یو لوبغاړی ملګرتیا وکړي. چې دا هم د دوی د لوبې یو هنر او د تجربې ښه نښه وه.

د سمیع شینواري او دولت ځدراڼ تر سوځېدو وروسته لوبه د افغانستان توپ اچونکو حمید حسن او شاپور ځدراڼ ته پاتې شوه. دوی دواړو په توپ اچونه کې خپل مسؤلیت ترسره کړی وو، خو په توپ وهنه کې هم پاتې رانغلل.

د عکس سرچینه، BBC World Service

حمید حسن هم تر پایه سیالې لوبډلې ته تسلیم نه شو او د ۷۵ توپونو مخه یې ونیوله.

په وروستي اوور کې لوبه ډېره حساسه وه په څلور توپونو څلورو منډو ته اړتیا وه، چې د شاپور ځدراڼ په شاټ پوره شوې.

سميع الله شينوارى ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د عکس سرچینه، BBC World Service

افغانستان خپله لومړۍ لوبه بنګله دیش ته او دویمه سریلنکا ته بایللې.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service