د فوټبال نړیوال جام به څوګ وګټي؟

د فوټبال تر ټولو سترې سیالۍ د فوټبال نړیوال جام لوبې د جون پر ۱۲مه نېټه په برازیل کې پیلېږي.
د نړۍ له لر او بره په کې ۳۲ لوبډلې برخه لري چې په اتو ګروپونو وېشل شوي دي.
دلته د بي بي سي د ټلویزیون او راډیو د فوټبال ځینو کارپوهانو نظرونه ولولئ چې د دوئ په آند کومه لوبډله به سږنی جام وګټي.
ګیري لېنیکر:
زما په آند دا نړیوال جام د ارجنټاین دی، میسي به په دغو لوبو کې خپله ټوله وړتیا وښيي او ایسارول به یې ګران وي.
منم چې دفاع یې یو څه کمزورې ده، خو د الیاندرو سابېلا په څېر روزونکی او د نړۍ غوره بریدګر لوبغاړي لري.

د عکس سرچینه، Getty
د دوی ګروپ هم اسان دی او په اسانۍ به وکړای شي دوهم پړاو ته ولاړ شي.
کرېس ویډل:
دی وایي اسپانیا او ارجنټاین به ډیر ښه ولوبېږي، داسې به ښکاري چې نړیوال جام به دوی وګټي خو په وینا یې اتلولي به د برازیل په برخه شي ځکه ډیره پیاوړې لوبډله لري.
که یې ونه ګټي نو ښایي وړتیا یې تر پوښتنې لاندې راشي ځکه لا له وړاندې ډیری برازیلیان د نړیوال جام په کوربه توب خوښ نه دي.
د دوی په آند دا د پیسو ضیاع ده.
ایلن شیئرا:
زما په آند اتلولي به برازیل وګټي. دوی د کنفېډریشن کپ اتلولۍ هم ګټلې وې.
د لویز فلېپ او نیمار په څېر لوبغاړي لري. که دغه دوه لوبغاړي ښه ولوبېږي نو زه باوري یم چې برازیل به اتلولي وګټي.
فېل نیوېل:
زما په آند دا ځل هم د لاتینې امریکا لوبډلو چانس ډیر دی.
زه فکر کوم ارجنټاین یې ګټي، ځکه ډیره متوازنه لوبډله او د میسي په څېر اتل لوبغاړی لري.
پيئټ نیون:
که لوبې په سویلي امریکا کې ترسره کېږي نو اروپایي لوبډلو ته په دې مانا ده چې د خپلې لوبې بڼه به بدلوي.

د عکس سرچینه، VIPCOMM
اسپانیې د برازیل پر وړاندې د کنفېډریشن کپ په پایلوبه کې په اروپایي انداز لوبه وکړه چې ورته بې ګټې وه.
که دوی غواړي اتلولي وګټي نو د خپلې لوبې بڼه باید بدله کړي. زما په نظر برازیل یوه ښه لوبډله ده او دا چې دوی په کور کې لوبېږي دا به ورته ډیره ګټه وکړي.
روبی سیويج:
زه د ارجنټاین پلوی یم، یوازې په دې نه چې مېسي ورسره دی.
دوی سره د سرګیو اګوېرو په څېر یو بل تکړه بریدګر لوبغاړی هم شته. دفاع یې هم بده نه ده.
برېډ فریډېل:
ماته خو له برازیل پرته بله کومه لوبډله نه ښکاري. برازیل یوه ډیره پیاوړې لوبډله ده، له چاپېریال او اقلیم سره هم بلد دي.
د بېلا بیلو لوبو لپاره له یوه ښاره بل ښار ته تګ به هم دوئ ته ستونزمنه نه وي.








