"د انګلستان غوره لیګ په ټوله اروپا کې تر ټولو شتمن دی"

د عکس سرچینه، AFP
د فوټبال په تړاو یوه کلنۍ سروې ښيي چې د انګلستان غوره لیګ چې پریمیرلیګ یې بولي په ټوله اروپا کې تر ټولو شتمن دی.
خو د جرمني بانډسلیګا بیا تر ټولو ډېر پیسې ګټي.
د انګلستان پریمیر لیګ ستنونزه دا ده چې لوبغاړي یې ډېر لوړ معاشونه اخلي په داسې حال کې چې بانډسلیګا دا محدودوي چې د ترلاسه کړې ګټې څومره برخه یې پر معاشونو لګېدلی شي.
د دې څیړنې له مخې په تېر فصل کې د انګلستان د غوره لیګ عواید ۲۸ سلنه لوړ شوي او پنځه نیم ملیاردو ډالرو ته رسېدلي دي.
نوي تلویزیوني قراردادونه، د خلکو له خوا مالي ملاتړ او د محصولاتو پلورل د انګلستان د غوره لیګ د عوایدو د زیاتیدو علتونه په ګوته شوي دي.
خو ویل شوي چې دا لیګ د خپلو عوایدو ډېره برخه یعني اویا سلنه مصروفوي.
دا په داسې حال کې ده چې بانډسلیګا خپل لګښتونه په دقت سره کنترولوي.
په دې وروستیو کې مانچستر سيټي د ۲۰۱۳ـ ۱۴ فصل په وروستۍ لوبه کې وېسټ هيم ته ماتې ورکړه او په دريو کلونو کې يې د دويم ځل لپاره د پريمير ليګ جام وګاټه.
د اتل کېدو لپاره مانچستر سيټي ته يوازې د لوبې برابرول په کار و، خو دوی په خپل لوبغالي کې مخالفې لوبډلې ته دوه صفر ماتې ورکړه.








