ورځپاڼې، سلوغه ۲۸، ټاکنیز مرکزونه

سرنوشت ورځپاڼه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د مشر هغه څرګندونه یادوي، چې وایي ‎ ګواکې ولسمشر حامد کرزي ځينو واليانو او ولسوالانو ته ويلي، چې د يوه ځانګړي کانديد په ملاتړ کمپاين وکړي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، سرنوشت ورځپاڼه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د مشر هغه څرګندونه یادوي، چې وایي ‎ ګواکې ولسمشر حامد کرزي ځينو واليانو او ولسوالانو ته ويلي، چې د يوه ځانګړي کانديد په ملاتړ کمپاين وکړي.
    • Author, احمد ضياء رحيمزی
    • دنده, افغان ورځپاڼه ليکونکی

د کابل چاپ ورځپاڼو نن دوشنبه (د سلواغې ۲۸) د ټاکنو اړوند بېلابېل موضوعات څېړلې او تر ډېره بریده یې د کورنیو چارو وزارت هغه اعلان ارزولی دی چې وایې د رایې ورکونې ۲۴ نور مرکزونه یې پرانیستي دي او په دې اړه هرې ورځپاڼې خپل نظر څرګند کړی.

د یادونې وړ ده چې پرون د کورنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې په درېيو ولايتونو کې تر امنيتي ګواښ لاندې د رايې ورکونې د ٢٤ مرکزونه یې بيا پرانيستي دي او څرګنده یې کړه چې له دغو مرکزونو ١٩ مرکزونه په غور، درې مرکزونه په کاپيسا او دوه نور مرکزونه په بدخشان ولايت کې بيا پرانيستل شوي دي.

هشت صبح ورځپاڼه د ټاکنو په ترڅ کې د پلان شوې او سازمان شوي تقلب څخه اندېښنه لري او په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت له خوا د رایې ورکونې د ۲۴ نویو مرکزونو د بیا پرانیستنې په اړه د کورنیو چارو وزارت له اعلان پدې تړاو یو ښه خبر ګڼي، له حکومته غواړي چې د سیاسي بې باورۍ روانه فضا هم له منځه یوسي.

یاده ورځپاڼه لدې اندېښنه لري چې د رایې ورکونې کوم مرکزونه یوه ورځ نا امنه اعلان شي او بله ورځ امن، په هغه کې د رایې ورکولو صندوقونه له جعلي رایو ډک نه شي او لیکي چې په تېرو ټاکنو کې همداسې وشول او په ډېرو مرکزونو کې قومي مشرانو او مخورو صندوقونه خپلو کورنو ته یوړل او ډک یې کړل.

هشت صبح په داسې حال کې چې د ټاکنو په اړه تر ټولو ستره اندېښنه په ځینو سیمو کې له جعلي رای پاڼو د صندقونو ډکول ګڼي، په دې نظر ده چې باید دې ستونزې ته له همدا اوس نه پاملرنه وشي او باید ټول شیان د رایي ورکونې ورځې او تر هغې وروسته احتمالي شکایتونو ته پرې نه ښودل شي.

تحول ورځپاڼه هم د ټاکنو د امنیت څخه ډاډمن توب څېړي او په دې اند ده چې شاید د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه شته امنیتي اندېښنې دومره جدي نه وي،خو د ورځپاڼې په کرښو ددې روانې اغېزې به په ټاکنوکې د خلکو پر ګډون منفي تاثیر ولري.

یاده ورځپاڼه هم د هشت صبح په څېر د رایې ورکونې د ۲۴ مرکزونو د امنیت په اړه د کورنیو چارو وزارت اعلان ته پاملرنه وکړي، او په داسې حال کې چې دا خبر د ټاکنو د سرتاسري کېدو په لار کې مثبت ګام ګني، په دې باور هم ده چې د ټاکنو د ترسره کېدو تر ورځې پورې دا لړۍ نوره هم پراخه شي.

انیسدولتي ورځپاڼه هم په خپله سرمقاله کې همدې موضوع ته پاملرنه کوي او د رایي ورکونې د څو مرکزونو د بیا پرانیستنې په اړه د کورنیو چارو وزارت وروستی اعلان، د ټاکنو د امنیت د ټېنګښت په تړاو ښه زېری ګڼي.

انیس ورځپاڼه پدې تړاو د افغانستان د امنیتي ځواکونو له فعالیت او سرښندونو څخه خوښي څرګندوي او د هېواد له وګړو هم تمه لري چې د ړنو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو په لار کې خپله ونډه ترسره کړي.

سرنوشت ورځپاڼه بیا د ټاکنو په پروسه کې د حکومتي چارواکو له مداخلې اندېښنه ښکاروي او په دې نظر ده چې د کانديدانو په ملاتړ د دولتي چارواکوهلې ځلې د راتلونکو ټاکنو د روڼوالي پروړاندې ستره ننګونه ګڼل کېږي

یاده ورځپاڼه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د مشر هغه څرګندونو ته هم پاملرنه کوي چې وایي داسې ناتاييد شوي اطلاعات و رسېدلي، چې ګواکې ولسمشر حامد کرزي ځينو واليانو او ولسوالانو ته ويلي، چې د يوه ځانګړي کانديد په ملاتړ کمپاين وکړي.

سرنوشت ورځپاڼه که څه هم دا نه مني چې په دغه چاره کې به ولسمشرپه خپله ښکېل وي، خو دا اندېښنه لري چې ځیني لوړ پوړي دولتي چارواکي به له نوماندانو سره د خپلو شخصي اړیکو پر بنسټ د ولسمشر کرزي له نامه په استفادې دا کار کړی وي.

ویساورځپاڼه هم د سولې په اړه د ولسمشرې د نوماندانو ژمنې یادوي او ددې نوماندانو ترمنځ په رسنیو کې ترسره شوې مناظرې څېړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي د رای ورکولو ۲۴ نور مرکزونه یې پرانیستي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د کورنیو چارو وزارت وايي د رای ورکولو ۲۴ نور مرکزونه یې پرانیستي.

یاده ورځپاڼه پداسې حال کې چې د ملي ټلویزیون او آزادۍ راډیو له خوا په ګډه ترسره شوې مناظره کې د ولسمشرۍ د څو تنو نوماندانو خبرې څېړي پدې نظر ده چې پدې ډول مناظرو کې نوماندان، دهغوی مرستیالان او د کمپاین کونکو ټیمونو غړي هڅه کوي ډېر لوی مسایل ظاهراً ډېر ساده وښیي.

د ویسا د سرمقالې لیکوال پنځه کاله وړاندې د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې د سولې په اړه د ولسمشر حامد کرزي ژمنې هم یادوي او پدې نظر ده چې د ولسمشر کرزي د واک موده په پای ته رسیدو ده خو د ورځپاڼې په کرښو نوموړي ولس ته ورکړې خپله ژمنه په دې اړه پوره نشوای کړای.

ملي باور ورځپاڼه هم کاندیدان او بې توپیره کړنلارې څېړي او د ویسا ورځپاڼې په څېر دا ورځپاڼه هم په رسنیو کې د ولسمشرۍ د نوماندانو مناظرې اوکمپاینونه ارزوي.

ملي باور ورځپاڼه په داسې حال کې چې په دې نظر ده چې په رسنیو کې د نوماندانو تر منځ ترسره کېدونکې بې پرې مناظرې د تلې په شان ګڼي او په دې نظر ده چې ددې مناظرو په ترڅ کې د نوماندانو وړتیا، پوهه، پلان اوپروګرام په ښه بڼه خلکو ته رسېږي.

دغه ورځپاڼه هم په دې اند ده چې دغه مناظرو ته په پاملرنې سره ښکاري چې کاندیدان په ډېرو برخوکې سره ورته کړنلارې او پروګرامونه لري.