کابل ورځپاڼې، سلواغه ۲۰، ټاکنيز کمپاين او ملکي مرګ ژوبله

د عکس سرچینه،
- Author, احمد ضیاء رحیمزی
- دنده, افغان ورځپاڼه لیکونکی
د کابل چاپ ورځپاڼو نن (د سلواغې ۲۰مه) د انتخاباتو د موضوعاتو ترڅنګ په پراخه توګه د ملګرو ملتو سازمان له خوا په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي په اړه خپور شوی راپور څېړلی او بېلابېلې تبصرې یې پرې کړې.
د یادونې وړ ده چې پرون په کابل کې د ملګرو ملتوسازمان په خپل راپور کې ویلي و چې په ۲۰۱۳ کال کې په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله د ۲۰۱۲ کال په پرتله ۱۴ سلنه لوړه شوې ده او د دې کال په ترڅ کې د تاوتريخوالي په پېښو کې نژدې ۳۰۰۰ تنه ملکي وګړي وژل او شاوخوا ۵۶۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
سرنوشت ورځپاڼه د همدې راپور په تړاو پوښتنه کوي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوى به څوک کوي؟ او وړاندې بیا په داسې حال کې چې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتو سازمان له خوا خپرو شویو راپورنو ته پاملرنه کوي په دې اند ده چې دا رسمي شمېرې دي او خلک پوهيږي چې د ملکي وګړومرګ ژوبله تر دې زياته ده.
سرنوشت همدارنګه ددې مرګ ژوبلې لاملونه هم څېړي او پداسې حال کې چې اټکل کوي په روان ۲۰۱۴ کال کې شاید دا شمېرې نورې هم زیاتې شي ، پدې اند ده چې لا هم د ښکېلو اړخونو له لوري داسې څه نه تر سترګو کيږي چې د ملکيانو په وژنه کې کموالى راشي.
یاده ورځپاڼه پر وسله والو مخالفینو هم غږ کوي چې بايد ومني چې ملکيان يې وژلي او د رپوټونو د رد پر ځاى بايد ژمنه وکړي چې له دې وروسته د ملکيانو ژوند ته پام کوي.
هشت صبح ورځپاڼه هم په خپله سرمقاله کې د ملګرو ملتو سازمان دهمدې راپور په تړاو لیکي چې د خلکود ژوندانه له حق څخه ساتنه وکړئ او پدې نظر ده چې متاسفانه لکه چې لازمه ده بېلابېل اړخونه د افغانستان د خلکو د ژواندنه حق ته جدي پاملرنه نده کړې.

دغه ورځپاڼه په داسې حال کې چې په یاد راپور کې د امنیتي ځواکونو له اړخه د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې باندې ټېنګار کوي، پدې نظر ده چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو وژنه،له یوې خوا د هېواد والو د ژوندانه حق تر پښو لاندې کېږي، بل اړخ ته هم وسله والو طالبانو ته دخلکو په منځ کې محبوبیت ورکوي.
همدارنګه ماندګار ورځپاڼه په همدې تړاو لیکي چې ارګ ماڼۍ او وسله وال مخالفین د ملکي وګړو په وژنه کې سره شریکان دي او په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه له افغانستان څخه په وتو ده، ددې ډول شمېرو خپرېدل وحشتناکه دي.
ماندګار ورځپاڼه دې ته په پاملرنې سره چې د ملګرو ملتو سازمان په راپور کې ویل شوي دي چې ددغه ملکي مرګ ژوبلې اتیا سلنه د وسله والو طالبانو له خوا را منځ ته شوې ده، د ولسمشر حامد کرزي له اړخه له بګرام زندان څخه د طالب بندیانو د خوشي کولو پر سیاست هم ګوت نیونه کوي او لیکي چې د ولسمشر کرزي سیاستونه هم په خپل وار پدې ډول عامه وژنو کې اغېز درلودونکي دي.
محور ورځپاڼه هم د ملکي مرګ ژوبلې د کچې د لوړېدو په اړه د ملګرو ملتو سازمان خپور شوی راپور ارزوي او د ملکي مرګ ژوبلې بیلابېل اړخونه څېړي.
دغه ورځپاڼه پدې باور ده چې په اوسني حساس وخت کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په موضوع کې نوی اړخ دادی چې په نړیوال اړخ کې به یې زور له امریکا سره د امنیتي تړون ته ووځي او په کورني اړخ کې به راتلونکې ټاکنې حتمي ننګوي.
د جامعه باز یا پرانیستې ټولنې په نامه ورځپاڼه هم په همدې تړاو لیکي چې ملکي مرګ ژوبله په هېڅ ډول د توجیه وړ نده او د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د ملګرو ملتو سازمان خپاره شوې راپور ته په پاملرنې سره پدې نظر ده چې هغه څه چې ددې تاوتریخوالي د دوام سبب شوی دی او د وګړو بشري حقونوته ارزښت نه ورکوي، هغه د بشري حقونو پراخو تر پښو لاندې کولو ته او پدې تړاو د نړیوالو کنوانسیونونو نه مراعاتول دي.
دغه ورځپاڼه هم د څو نورو تېرو ورځپاڼو په څېر وسله وال مخالفین پدې تورنوي چې د ملکي مرګ ژوبلې تر ټولو لویه برخه ددوی له اړخه ترسره کېږي او پدې ټکي ټېنګار کوي چې باید د بشري حقونو ټول تر پښو لاندې کونکي په یوه کچه او یو ډول تر قانوني پوښتنې ږروېږنې لاندې راشي.

افغانستان ورځپاڼه بیا په خپله نننۍ سرمقاله کې لیکي چې ماشومانو ته نه پاملرنه، د هېواد راتلونکې ته د نه پاملرنې په معنا ده.
دغه ورځپاڼه په افغاني ټولنه کې د ماشومانو او ښځو د ژوند وضعیت څېړي او په دې باور ده چې ښځو او ماشومانو زموږ د ټولنې د سنتي او کلتوري جوړښت له امله، په هره زمانه کې د ستونزو تر ټولو ستر بار پر اوږو وړی دی او د افغانستان حکومت له دې امله ګرم ګڼي چې لکه څه ډول چې تمه کېده د ښځو او ماشومانو د بشري حقونو وضعیت ته یې سمه پاملرنه نه ده کړې.
او په پای کې د ملي باور ورځپاڼه بیا ټاکنیز کمپاینونه او امنیتي ستونزې څېړي او په سرپل ولایت کې د یوه نوماند د کمپاین د ټیم د یوه کارکوونکي د وژل کېدو پېښه یې ارزولې ده او پدې اند ده چې د ولسمشریزو ټاکنو د ټاکنیزو منډو ترړو په تړاو دا ډول خبرونه خپرېدل عادي خبره ده او د ورځپاڼې په کرښو د هېواد شرایطو ته په پاملرنې سره ددې ډول پېښو تمه هم کېده.
یاده ورځپاڼې وړاندې بیا ددې تاوتریخوالي لاملونه له خپل لید لوري په ګوته کوي او د نوماندانو له خوا په ولایتونو کې د کمزورو کمپاینرانو ټاکنه، امنیتي وضعیت،پخوانۍ خپل منځي ستونزې،د ټاکنیزو شکایتونود اورېدو کمیسیون د ولایتي څانګو نشتوالی، قومي او سیمه ییز تعصبونه او ګڼ نور مسایل ددې ستونزې اصلي لاملونه ګڼي.








