کابل چاپ ورځپاڼې، ټاکنې، او امنیتي تړون

د عکس سرچینه، AFP
- Author, احمد ضیاء رحیمزی
- دنده, افغان ورځپاڼه لیکونکی
د کابل نن (چارشنبه - سلواغه ۱۶/فبروري ۵) چاپ ورځپاڼو پرټاکنو د بهیر او ټاکنیزو کمپاینونو سربېره د امنیتي تړون په اړه د ناټو د سرمنشي راسموسن څرګندونې او پدې اړه شته غبرګونونه څېړلي دي او تبصرې یې پرې کړې دي.
سرنوشت ورځپاڼه له بي بي سي راډیو سره د ناټو د سرمنشي د مرکې او له طالبانو سره د ولسمشر حامد کرزي د پټو خبرو اترو په اړه د لویدیزو رسنیو راپوورنو ته پاملرنه لري او په دې نظر ده چې په افغانستان کې د امريکا، ناټو او په ځانګړي ډول د برتانوي ځواکونو تېروتنې او ان قصدي جنايتونه او جرمونه له هېڅ چا پټ نه دي.
دا ورځپاڼه وړاندې بیا له یوې انګریزي ورځپاڼې سره د ولسمشر کرزي د مرکې په تړاو دا نظر لري چې که د برتانوي ځواکونو پر ماموريت خبرې کېږي، نو په کار ده چې د دغو جنايتونو، جرمونو او تېروتنو يادونه هم وشي.
د سرنوشت په وینا، نه يوازې برتانوي ځواکونو، بلکې د نوروهېوادونو ځواکونو هم په افغانستان کې خورا زيات جنايتونه کړې دي او دا د تاريخ داسې برخه نه ده چې د راسموسن په څرګندونو او يا هم د څو لوېديځ مشرانو په خوښۍ او ناخوښۍ سره پټه شي.
همدارنګه تحولورځپاڼه چې په دې وروستیو کې ولسمشرۍ ته د نوماند یوه ټیم له خوا یي خپرېدل پیل شوي دي، د امنیتي تړون په اړه د ناټود سازمان د سرمنشي څرګندونو او له طالبانو سره د حامد کرزي د پټو خبرواترو په اړه په لویدیځو رسنیو کې خپرو شویو رپوټونو ته پاملرنه کوي او پدې باور ده چې د امنیتي تړون د لاسلیک یا نه لاسلیک په اړه باید مخامخ خبرې وشي.
تحول ورځپاڼه په دې نظر ده چې د امنیتي تړون پرسر د افغان حکومت، امریکا او نړیوالې ټولنې ترمنځ روانې ناندرۍ د ټاکنو پر روان بهیر اغېز درلودای شي.
هېواددولتي ورځپاڼه هم په خپله سرمقاله کې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي او دفاعي سند مهم ګڼي خو د تحول ورځپاڼې په څېر په دې نظر ده چې په دې برخه کې رامنځ ته شوې ستونزې د انتقادونو له لارې نه بلکې د خبرو له لارې حل کېدی شي.
د هېواد د سرمقالې لیکوال هم د امنیتي تړون د نه لاسلیک په اړه ولسمشر حامد کرزي ته د ناټو د سرمنشي اندرس راسموسن خبرې یادوي چې که دا تړون لاسلیک نه شي نو افغان ځواکونه به له نړيوالو مرستو بې برخې شي خو سپارښتنه کوي چې دواړې خواوې پر یو بل د انتقادونو او فشارراوړلو پرځای د خبرو او تفاهم له لارې دې ستونزې ته حل لاره پیدا کړي.
افغانستانورځپاڼه هم د امنیتي تړون د لاسلیک یا نه لاسلیک په تړاو د افغان ولس اندېښنې څېړي او په دې باور ده چې د امنیتي تړون د لاسلیک په اړه له حامد کرزي د ټولنې د بېلابېلو وګړو د غوښتنې سره سره، د امریکا او نړیوالې ټولنې په وړاندې د ولسمشر لهجه لا هم تونده شوې ده.
د افغانستان ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال په دې اند دی، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو خړپړتیا ګټه نېغ په نېغه وسله والو مخالفینو او ان پاکستان ته رسېږي او لیکي چې د امنیتي تړون د نه لاسلیک په صورت کې باید اوسنی حکومت د راتلونکو ځینو مسایلو لکه فقر، فساد او نا امنیو مسؤولیت هم په غاړه واخلي.

د عکس سرچینه، AP
یاده ورځپاڼه په داسې حال کې چې په دې نظر ده چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به اوسني لوړپوړي چارواکي چې ددې تړون د لاسلیک مخالفت کوي په کور دننه پاتې نه شي، لیکي چې د شخصي او قومي ګټو پر بنسټ ترسره شوي احساساتي پرېکړې هېڅکله نه شي کولای د افغانستان امنیت او ژغورنه تضمین کړي.
هشت صبحورځپاڼه بیا د ولسمشرۍ د ټاکنو د نوماندانو ترمنځ د یوه شخصي ټلویزیون له اړخه جوړه شوې مناظره څېړي او په داسې حال کې هغه یوه معیاري مناظره ګڼي په دې نظر ده چې د ټاکنو د نوماندانو ترمنځ جوړه شوې مناظره کولای شي د ټاکنو بهیر ته شور او زوږ ور وبښي.
یاده ورځپاڼه په دې باور ده چې د هېواد استوګن کولای شي د هېواد په لر او بر کې او ان د هېواد تر پولو ورها خوا د نوماندانو لیدلوري واوري او د هغوی په اړه قضاوت وکړي، همدارنګه نوماندان هم فرصت پیدا کوي تر چې ددغو مناظرو په اړه خپل لید لوري په ټولو برخو کې له خلکو سره شریک کړي.
دغه ورځپاڼه همدا رنګه په دې باور ده چې دغه مناظرې له خلکو سره مرسته کوي چې له لازیاتې پوهې او درک سره د رایي صندوقونو په لوري ولاړ شي او نوماندان هم په دې ډول مناظرو کې خپل توان په ډاګه کولای شي.
د جامعه باز یا پرانیستې ټولنېپه نامه ورځپاڼه بیا د ټاکنیزو کمپاینونو درې تېرې ورځې یادوي او په دې نظر ده چې د نوماندانو د کمپایني غونډو په ترڅ کې دوه ټکي ډیر مهم و چې لومړی یې د ددې سترو غونډو مصنوعي زیب او زینت چې د ورځپاڼې په کرښو د خلکو د جذب له واقعي ځواک څخه تش و او دویمه موضوع هم پدې ډول کمپایني غونډو کې د ښځو د فزیکي حضور نشتوالی و.
ددې ورځپاڼې د سرمقالې لیکواله د ټاکنیزو سیالیو په ترڅ کې د ښځو د ونډې کموالی د یوې نیمګړتیا په توګه یادوي او په دې اند ده چې دا ډول کړنې انتخابات اوټاکنې زورواکو ته د قدرت د لېږد په معنا راڅرګندوي نه خلکو ته د واک د اصلي څښتنانو په توګه د واک انتقال ته.
ملي باور ورځپاڼه هم د خپلې نن ورځې په سرمقاله کې د امنیتي تړون د نه لاسلیک له امله د ناټو د سرمنشي اندرس راسموسن هغه څرګندونې یادوي چې ویلي یې دی ولسمشر په دې اړه له اور سره لوبې کوي او همدارنګه په دې اړه د لوېدیځو رسنیو هغه راپور ته هم پاملرنه کوي چې وایي ولسمشر کرزي له طالبانو سره پټې خبرې اترې ترسره کړي دی.
ملي باور ورځپاڼه په دې نظر ده چې له طالبانو سره د ولسمشر حامد کرزي پتې خبرې کېدای شي، د جګړې ختمولو لپاره وروستۍ هڅې وِي.
خو ویساورځپاڼه په اروپايي هېوادونو کې د فساد د پراخ شتون په اړه د رسنیو راپورنو ته پاملرنه کوي او په دې نظر ده چې په اصل کې دا اروپایي هېوادونه د فساد قهرمانان دي.
دغه ورځپاڼه په دې نظر ده چې په دې اړه د افغان چارواکو هغه نظر سم ښکاري چې وایي په افغانستان کې د فساد د دومره لویې کچې په رامنځ ته کولو کې د لوېدیځوالو لاس دی.








