کابل ورځپاڼې، سلواغه ۱۹، ټاکنیز کمپاین او سوړ ژمی

تازه واورو د افغانستان بېلابېلو برخو کې نژدې پنځوس کسان ووژل.
د عکس تشریح، تازه واورو د افغانستان بېلابېلو برخو کې نژدې پنځوس کسان ووژل.
    • Author, احمد ضیاء رحیمزی
    • دنده, افغان ورځپاڼه لیکونکی

د کابل چاپ نننیو (شنبه/ سلواغه ۱۹) ورځپاڼو بیا هم خپله اونۍ د ټاکنو او ټاکنیزو مسایلو په څېړنه پیل کړې، خو ترڅنګ یې د سړې هوا او واورې ورښت له امله په ځينو ولایتونو کې د خلکو مرګ ژوبله او د امنیتي تړون اړوند مسایل هم څېړل شوي دي.

ماندګارورځپاڼه د ژمي موسم او د هغې تکرارې غميزې یادوي او له پېښو سره د مبارزې ادارې له خولې لیکي چې په تېره اونۍ کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د واورې او بارانونو له امله شاوخوا پنځوسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

یاده ورځپاڼه په دې باور ده چې افغانستان یو غرنۍ هېواد دی چې د ‌‌طبیعي پېښو له اړخه لکه د سیلاب راوتلو، واورې ښویېدنې، د غرونو او ډبرو ښویېدنې له اړخه تل زیان منونکی دی او کلونه کلونه کېږي چې طبیعي افتونه د زرګونو تنو ژوند اخلي، خو د ورځپاڼې په کرښو له دې پېښو سره د مبارزې لارې چارې هېڅکله نه دی سنجول شوې.

دغه ورځپاڼه وړاندې بیا له حکومت نه ددې پېښو د مخنیوي په اړه په جدي توګه د ګام نه اخیستلو شکایت لري او په دې نظر ده چې که حکومت غوښتلی د تېرو دوولسو کلونو په پرله پسې نړیواله مرستو سره یې کولای شول تر یوه بریده ددې ډول افتونو او پېښو تلفات را کم کړي.

خو محورورځپاڼه بیا د ټاکنیزو منډو تړرو په درشل کې په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو کاندیدانو د ملاتړو او کمپاینرانو په نښه کېدل څېړي او په دې باور ده چې دا ډول کارونه د کاندیدانو او خلکو ترمنځ بې باورۍ ته زمینه برابروي.

د محور ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال یوې خواته د هېواد له استخباراتي ادارو تمه لري ترڅو ددې ډول پېښو تر شا عامل لاسونه شنډ کړي، خو بل لوري ته له نوماندانو هم تمه لري چې هغه کمزورۍ ژر تر ژره له منځه یوسي چې د ورځپاڼې په کرښو د منفي رقابت له مخې یي په یو شمېر سیموکې په نورو سیالانو پسې د ترسره کولو له امله نننۍ حالت را مخ ته شوی.

یاده ورځپاڼه په دې اند ده چې نور د 'مرده باد' او 'زنده باد' وخت تېر شوی، ولس د ټولو نوماندانو خبرې اوري او تګلارې یې ارزوي او څوک هم په چا پسې په پټو سترګو نه ځي.

سرنوشتورځپاڼه هم د نوماندانو د ژمنو عملي کېدل ارزوي او لیکي چې د ټاکنيز کمپاين په بهير کې له کانديدانو داسې ژمنې اورېدل کيږي چې د عملي کېدو له اړخه ستونزې لري.

د ولسمشرۍ نوماندانو کمپاینونو کې د ښځو کمر رنګي احساسېږي.

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د ولسمشرۍ نوماندانو کمپاینونو کې د ښځو کمر رنګي احساسېږي.

دغه ورځپاڼه د ټاکنیرو کمپاینونو په ترڅ کې د بېلابېلو نوماندانو له اړخه ترسره شوې ژمنې ارزوي او هغوی ته سپارښتنه کوي چې له خلکو سره دې ګونکې او غير عملي ژمنې نه کوي، ځکه د سرنوشت ورځپاڼې له نظره که څوک رښتيا غواړي چې خلک ورته رايه ورکړي، نو بايد ژمنې يې روښانه وي او دغه راز کومې ژمنې چې کوي، هغو ته د رسېدو لپاره بايد داسې لاره ولري چې هم عملي وي او هم نور زيانونه ونه لري.

ویساورځپاڼه هم په همدې تړاو د انتخاباتي کمپاینونو مشترک ټکي ارزوي او په دې اند ده چې تر اوسه چې د نوماندانو له خوا د تګلارو او لومړیتوبونو په باب څه ویل شوي دي، دوولس اصلي غوښتنې په کې محوري ټکی دی.

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې لیکوال په دې باور دی، چې د را روانو ټاکنو یوه ځانګړتیا داده چې د حکومت د لېږد یوه نوې تجربه به وي او د ورځپاڼې په کرښو د تېرو ۱۳ کلونو په موده کې د نظام او چارواکو ستونزو ته په کتو باید هغه د راتلونکې په اړه ټولو ته یوه ښه تجربه شي.

هشت صبحورځپاڼه بیا د نوماندانو له اړخه د طالبانو د جوت او کره تعریف پر نه وړاندې کولو ګوتنیونه کوي او لیکي چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو په خپله لومړنۍ تلویزیوني مناظره کې د طالبانو په اړه هېڅ کره او مشخص تعریف وړاندې نه کړ.

دا ورځپاڼه وړاندې بیا د تېرې اونۍ په تلویزیوني مناظره کې د ولسمشرۍ د هر نوماند له خوا د طالبانو د تعریف په اړه ورکړل شوی ځواب ارزوي او په دې اند ده چې دا نوماندان ګومان کوي چې طالبان ماتې نه خوري او باید له هغوی سره سوله وشي، خو د ورځپاڼې له نظره له داسې یوې ډلې سره چې نه مشخص تعریف ولري او نه یې ستراتیژیکې غوښتنې څرګندې وي، سوله او خبرې نه شي کېدای.

چراغورځپاڼه هم د ټاکنو او امنیت موضوع څېړي او په دې نظر ده چې ددې دورې د ټاکنو اهمیت دومره دی چې نېغ په نېغه د افغانستان پر راتلونکې اثر غورځولای شي او کولای شي د میلیونونو وګړو برخلیک وټاکي.

یاده ورځپاڼه د ټاکنو د امنیت په تړاو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو دوولس کلن شتون هم یادوي او لیکي چې دلته تر یوې لسیزې زیاته موده بهرني ځواکونه مېشت وخو بیا هم د ټاکنو په درشل کې د امنیت موضوع تر خپل حد زیات ځان را ښکاروي. همدارنګه چراغ ورځپاڼه په دې اند هم ده چې که چېرې د ټاکنیزو سیالیو په پړاو کې امنیت سم ټېنګ نه شي، یوازې د رایي ورکونې په ورځ د امنیت ټېنګښت کومه ګټه نه لري.

د تحولپه نوم نوې ورځپاڼه بیا په ځینو سیمو کې د ځینو کاندیدانو د پلویانو له خوا د پیسو په بدل کې له خلکو د رایو وروکولو د کارتونو ټولول ارزوي او په دې باور ده چې دا تر ټولو لومړۍ اندېښنه ده.

تحول ورځپاڼه په داسې حال کې چې په دې تړاو د خلکو اندېښنو یادونه کوي په دې نظر ده چې دغه را غونډ کړای شوي کارتونه په هغه صورت کې د یوه کس له خوا کارېدای شي چې د ټاکنو کمیسیون د کارکونکو له خوا ورته زمینه برابره شي او په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ځینو زورورو له خوا له جعلي رایو څخه د رایي ورکونې د صندقونو ډکول هم یادوي.

او په پای کې بیا افغانستانورځپاڼه بیا د امنیتي تړون د نه لاسلیک په اړه شته اندېښنې څېړي او په دې باور ده چې د ولسمشر حامد کرزي له اړخه د امنیتي تړون نه لاسلیک، افغانستان یوې خطرناکې لوبې ته ورټېل وهلی دی.

یاده ورځپاڼه په داسې حال کې چې د امنیتي تړون پرسر را پورته شوې ناندرۍ، له امریکا سره د پاکستان د اړیکو ښه کېدل، له ځینو طالبانو سره د ولسمشر حامد کرزي پټ تماسونه او داسې نور اړوندې پېښې او موضوعات یادوي له دې هم وېره لري چې کېدای شي ددې ټولو پېښو تر شا ډېر ژور مسایل وي، چې موخه یې د افغانستان او امریکا د اړیکو لازیات خرابېدل او د امنیتي تړون نه لاسلیک ته د ولسمشر حامد کرزي تشویق او هڅونه وي.