ستاسې غږ: افغان ځواکونو ته لوړه مرګ ژوبله د زغم وړ ده؟

- Author, شيراقا کريمي
- دنده, لندن
ايا افغان امنيتي ځواکونو ته په يوه اوونۍ کې د اټکل تر مخې د سلو تنو پولیسو مرګ ژوبله د زغم وړ ده؟
افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان وايي اوس مهال افغان امنيتي ځواکونه هره اوونۍ په اوسط ډول سل تنه تلفات لري.
ده خبردارى ورکړى چې په دې کچه تلفات به د اوږد مهال لپاره ورته د زغم وړ نه وي.
جنرال جوزېف ډانفورد د برتانيا د ګاردين ورځپانې سره په يوه مرکه کې ويلي وړاندې تر هغه چې افغان امنيتي ځواکونو ته بشپړ امنيتي مسووليت وسپارل شي لږ تر لږ د پنځو نورو کلونو لپاره د خپلو لوېديځ متحدينو ملاتړ ته اړتيا لري.
ناټو او افغان قومندانان، طالبانو سره په نښتو کې د افغان امنيتي ځواکونو په دې کچه مرګ ژوبلې په وېره کې اچولي دي.
غواړو له تاسو واورو چې افغان امنيتي ځواکونو ته په اوونۍ کې د سل تنو مرګ ژوبله د تحمل وړ ده؟
او که فکر کوئ د لوېديځ ځواکونو اوږد مهاله مرسته له وضعيت سره مرسته نه شي کولى؟ نو ستاسو په اند د افغان امنيتي ځواک د پياوړي کولو او په خپلو پښو درولو لپاره څه کول پکار دي؟
د ستاسو غږ په دې اوونۍ کې همدا موضوغ څېړو. که نظر يا پوښتنه لرئ سر له اوسه يې د برېښناليک او يا د خوالۀ د رسنيو له لارې راسره شريک کړئ.
د بي بي سي پښتو فېسبوک، دبي بي سي پښتو ټوېټر او يا هم د بي بي سي پښتو برېښناليک Pashto@bbc.co.uk له لارې مو نظر او پوښتنو ته سترګې په لار يوو.
خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنګ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹
د لنډ تيلیفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸
ستاسې غږ د پنجشېنبې په ماښامنۍ راډيويي خپرونه کې ژوندى خپرېږي، خپرونه د افغانستان پر وخت د ماښام پر اووه بجې او ۲۰دقيقې چې د لندن د ماسپښين درې بجې کېږي، په خبرونو پيلېږي او وروستۍ نژدې ۴۰ دقيقې ستاسو غږ ته بېلې شوې دي.








