ستاسې غږ: سوريه کې احتمالي پوځي ګام ته څنګه ګورئ؟

- Author, عنايت الحق ياسيني
- دنده, لندن
د سوريې په جګړه کې د کيمياوي وسلو د کارونې عاملينو ته د ځواب ورکولو په اړه امريکا او اروپا کې تودې خبرې روانې دي. په دې بريدونو کې سلګونه کسان وژل شوي دي.
د برتانيا حکومت د يوه پرېکړه ليک مسوده امنيت شورا ته وړاندې کوي چې د مسودې په ټکو د ملکي وګړو خونديتوب لپاره لازم ګامونه واخيستل شي.
روسيې چې د سوريې نژدې ملګرى هېواد دى، ويلي دي لومړى بايد د وسله پلټونکو پلټنه بشپړه شي بيا امنيت شورا کې په دې خبرې پکار دي.
د متحدو ايالتونو د دفاع وزير، چک هېګل، وايي هر وخت چې ولسمشر اوباما د بريد امر وکړي د امريکا پوځ ورته چمتووالى لري.
خو د سوريې لپاره د ملګروملتو ځانګړي استازي اخضر ابراهيمي ويلي کيمياوي بريدونو ته هر دول پوځي ځواب هغه وخت شونى دى چې د ملګرو ملتو د امنيت شورا يې اجازه ورکړي.
له تاسې اورو چې تاسې سوريې کې پوځي ګام په اړه څه نظر لرئ؟ په سيمې په ځانګړې توګه پر افغانستان به يې اغېز څه وي چېرې چې امريکا له وړاندې ښکېله ده. دغه راز نړيواله ټولنه د دې کړکيچ په هواري کې څه ډول مرسته کولى شي؟
د ستاسو غږ په دې اوونۍ کې همدا موضوغ څېړو. که نظر يا پوښتنه لرئ سر له اوسه يې د برېښناليک او يا د خوالۀ د رسنيو له لارې راسره شريک کړئ.
د بي بي سي پښتو فېسبوک، دبي بي سي پښتو ټوېټر او يا هم د بي بي سي پښتو برېښناليک Pashto@bbc.co.uk له لارې مو نظر او پوښتنو ته سترګې په لار يوو.
خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنګ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹
د لنډ تيلیفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸
ستاسې غږ د پنجشېنبې په ماښامنۍ راډيويي خپرونه کې ژوندى خپرېږي، خپرونه د افغانستان پر وخت د ماښام پر اووه بجې او ۲۰دقيقې چې د لندن د ماسپښين درې بجې کېږي، په خبرونو پيلېږي او وروستۍ نژدې ۴۰ دقيقې ستاسو غږ ته بېلې شوې دي.








