ستاسې غږ: د سړي تښتونې پېښو مخنيوى څرنگه شونى دى؟

د افغانستان او پاکستان په ډېرو سيمو کې د روانو ناکراريو له امله د بېلا بېلو ښارونو پر امنيت هم ناوړه اغېزې شوې چې په پايله کې يې د تاوان او سياسي هدفونو لپاره د سړي تښتونې پېښې هم زياتې شوې دي.
افغانستان کې د دې لړۍ تازه پېښه په غزني کې شوې چې د ولسي جرگې يوه غړې په کې تښتول شوې ده.
که څه هم افغانستان کې د تښتول شويو کسانو په اړه دقيقې شمېرې نشته خو په پاکستان کې اعلان شوې شمېرې ښيي چې د روان کال لومړيو شپږو مياشتو کې له ٩ زرو زيات کسان تښتول شوي دي.
دا اوونۍ ستاسې غږ پروګرام کې په دې خبرې کوو چې دواړو هېوادو کې يو ځل بيا د سړي تښتونو پېښو د زياتېدو علت څه دى او په څه ډول يې مخنيوى شونى دى؟
په پروګرام کې به پر همدې او نور پوښتنو وغږېږو.
خپرونې کې گډون لپاره د پنجشنبې ماښامنۍ خپرونې پر مهال پر دې شمېره زنګ وهلی شئ: ٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩
دغه راز پر دې شمېره ايس ايم ايس يا لنډ پيغامونه هم راستولى شئ:
٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨








