ستاسې غږ: اورګاډي پټلۍ څومره اقتصاد غوړولی شي؟

د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان تر منځ اورگاډي نوې ليکه يا پټلۍ به افغانستان د نړۍ د اورگاډو له سيستم سره ونښلوي.
د دغې پټلۍ ٨٥ کيلومتره د ترکمنستان له خاورې او له ٣٠٠ کيلومترو زياته برخه يې د افغانستان په شمال کې له يوشمېر ولايتونو تېرېږي او بيا به د شير خان بندر له لارې تاجکستان ته رسېږي.
خو لا د پټلۍ د هغې برخې چې د افغانستان له خاورې به تېرېږي دقيقه سروې نه ده شوې.
د يوه اټکل له مخې به تر ٣٥٠ ميلونو پورې لگښت پرې راځي، چې د اسيا پرمختيايي بانک به يې پرې کوي.
دغه پټلۍ به په حيرتان بندر کې د مزارشريف د اورگاډو له ليکې سره هم نښلي.
د مزارشريف دغه ٧٥ کيلومتره اوږده پټلۍ د حيرتان بندر او د مزارشريف تر هوايي ډگره پورې غځيدلې ده.
دا اونۍ ستاسو غږ پروگرام کې له تاسو درنو اوريدونکو غواړو واورو چې د اورگاډو دغه پروژه به افغانستان سره د سولې او اقتصاد په برخه کې څومره مرسته وکړي؟
که په دې اړه نظر يا پوښتنه لرۍ، د بريښنا ليک يا فيسبوک له لارې يې راسره شريکولى شئ خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنگ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹
د اېس اېم اېس يا لنډ ټيلې فوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ
۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸
او د برېښنا ليک لپاره مو پته ده :Pashto@bbc.co.uk








