د بلوچستان راتلونکی، د پښتنو زيارت او د پاکستان د جناح کور

- Author, خان زمان کاکړ
- دنده, کوټه
نن سهار وسله والو د بلوچستان په پښتني سيمه غوڅکۍ (زيارت) کې د جناح کور په نخښه کړ، څلور چاودنې وشوې، له دېوالونو پرته نژدې ټول څه سوځول شوي، يو پوليس سرتېری هم وژل شوی.
د دې پېښې پړه بلوڅ خپلواکي غوښتونکي وسله وال سازمان بلوچستان لبرېشن آرمي په غاړه اخيستې، د جناح له کور څخه يې د پاکستان بېرغ کوز کړی او هلته يې خپل بېرغ درولی دی.
د دې پېښې ګڼ اړخيز پېغام دی، چې درې نکتې په کې ډېرې مهمې او د شننې وړ دي.
لومړی: بلوڅو وسله والو دا کار د پښتنو په سيمه کې وکړ.
دويم: زيارت د سيل يو مهم مرکز دی، دې پېښې د مقامي آبادۍ معيشت، کولتور او نړېوال ربط زيانمن کړ.
دريم: د بلوچستان نوي حکومت ته يې ګواښ وکړ، د اخ و ډب د يوې نوې سلسلې پېل وشو.
دا پېښه په خپل نوعيت کې ډېره ځانګړې ده، د اندېښنې وړ خبره دا ده چې که اوس پاکستان د خپل جناح د کور مقدمه دايروي، پښتانه به د خپلې سيمې زيارت په هکله ضرور کومه رايه ورکوي.
په نتيجه کې وېره دا ده چې د دوو قامونو تر منځ فاصلې به زياتېږي او دا به نوي حکومت ته يو لوی ګواښ وي چې د دې ټول منظرنامې د جوړېدلو مخنيوی وکړي او حکومت به داسې کوم يو پلان ولري چې بلوڅ او پښتون د يو او بل خلاف له سنګر نيولو څخه وژغوري؟
له کله چې بلوڅان او پښتانه بېلو بېلو سنګرونو ته تللي، دواړو قامونو زيان ليدلی دی او کله هم چې پر داسې دسيسه او پروژه د کار کولو هڅه شوې چې بلوڅ او پښتون د يو او بل خلاف سنګرونه ونيسي نو د دواړو قامونو د عام انسان ژوند متاثره شوی دی.
پاکستاني رياست له ډېره وخته په دې هڅه کې دی چې دنيا ته دا تاثر ورکړي چې په بلوچستان کې يوازې بلوڅ تناظر موجود نه دی بلکې يو فرقه یيز تناظر هم شته او بلوڅ بمقابله پښتون تناظر هم کېدی شي. د دې دوه موخې دي.
يوه دا چې د بلوچستان مساله يوازې په بلوڅ سوال پورې محدوده او مربوطه نه ده بلکې دلته نور سوالونه هم شته او بله دا چې مساله ايالتي او داخلي ده. رياست په دې طريقه ځان او پنجاب له ټولې مسئلې څخه مبرا ګرځول غواړي.
د همدې پروژې د تر سره کولو په جريان کې دا ځل نوازشريف د خپل ګوند د عددي اکثريت باوجود په بلوچستان کې حکومت د بلوڅو او پښتنو دوو قام پرستو ګوندونو ته وسپاره.
ډېری خلکو دې ته د نوازشريف سخاوت او جمهوري رويه وويله خو ماته دا مساله دومره آسانه نه ښکاري.
له دې فېصلې وروسته د بلوچستان د ايالتي سياسي او ټولنيز منظرنامې تشکيل د بدلون په لور روان ښکاري. د بلوڅو قام پرستان به په خپل منځ کې د يو شديد افتراق او نفاق ښکار شي او هم به يې له پښتنو سره اړیکې کړکېچنې شي. پر جناح ريزيډنسي باندې د بي ايل اې د يرغل ښکاره مقصد خو دا کېدی شي چې دوی په بلوچستان کې د رياست دا څلی ورانول غوښت خو بلوچستان داسې متحد حقيقت خو نه دی، دا څلی د پښتنو په سيمه کې وران شو، د پښتنو سياست او معيشت د دې څلي ورانېدل څومره زغملی شي؟
بلوڅ وسله وال که خپلو فعاليتونو ته د پښتنو په سيمه کې دوام ورکړي نو پښتانه به کومه تګلاره خپلوي؟
د دې پېښې دويم اړخ ډېر زيات مهم دی. زيارت د سېل يو ډېر مهم مرکز دی، دا په سوېلي پښتونخوا کې يوازينی ځای دی چې د خپلې فطري ښکلا، ماحول او سړښت په وجه يې پښتانه له نورو قامونو سره په ربط کې ساتلي، سرمايه کارۍ او تجارت ته يې لار خلاصه کړې.
له دې پېښې وروسته به څوک سېلانۍ د غوڅکۍ په سېل وتلو ته په آسانه زړه ښه نه کړي. بد امني د سېل د مرګ اعلان کوي.
په پاکستان کې د روانې نا امنۍ له کبله سېل ته سخت زيان رسېدلی او له بده مرغه د سيل هغه مرکزونه سخت زيانمن شوي چې د پښتنو د وطن د ښکلاګانو استازيتوب کوي.
په تېرو څو کلونو کې تر ټولو زياته بربادي په سوات کې وشوه او جنتي سوات يې په دوزخ بدل کړ.
دلته سيل ته يوازې توندلارو زيان نه دی اړولی بلکې واکمنو هم ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې. په پاکستان کې د سيل وزارت په ۲۰۰۴م کال کې جوړ شوی.
په دې نژدې لس کلنه موده کې ترهګرو زموږ د وطن د سيل له مرکزونو او ښکلاګانو سره هر څه وکړل خو دوی هېڅ هم و نه کړل.
دا هغه ساعت وي چې يو محکوم قام په کې د خپل قامي رياست اړتيا محسوسه کړي. په اوسنۍ نړۍ کې د قامي رياست په نشتوالي کې ګرانه ده چې څوک دي د خپل وطن ښکلاګانې خوندي وساتي.
د لوی افغانستان د غميزې په تسلسل، په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې په تېرو لسو کلونو کې پر ښکلاګانو قاچاق شوی دی، رياست قاچاقبرو ته پناه ورکړې.
خو د غوڅکۍ دې پېښې ته موږ ټولټال په هغه تناظر کې نه شو کتلی چې په افغانستان او پښتونخوا کې د جنګ او ترهګرۍ اوږدې څپې قايم کړ، د دې پېښې نوعيت بدل دی، خو منفي اغېزې يې هم هغومره کېدی شي کومې چې د پښتنو پر نورو سيمو پرېوتي دي.
بلوچستان اوس يو نوي پړاؤ ته داخلېدونکی دی، د غوڅکۍ له پېښې څو ساعته وروسته په کوټه کې د ښځينه پوهنتون په بس کې چاودنه شوې چې په کې تر لس زياتې زده کوونکې وژل شوي او همداسي په بولان درملتون کې يوې چاودنې هم مرګ ژوبله اړولې. د بلوچستان نوی حکومت به په کوم منطق او پلان پر دې حالاتو کابو ساتي؟ اوس د دې په هکله د يو ژور سوچ ضرورت دی.








