د پاکستان نوی پارلمان او د پښتنو د سر د بقاء سوال

- Author, خان زمان کاکړ
- دنده, کوټه
په پاکستان کې د نوي پارلماني سېټ اپ په رامنځ ته کېدلو تر ټولو زيات هغه خلک اندېښمن دي چې پر سيمه يې د ترهګرۍ د اور لمبې جسماني او معنوي ژوند په تورو ايرو بدلوي.
په حقيقت کې هم پښتانه، د خپل تاريخ، د يو ډېر حساس او نازک پړاؤ څخه تېرېږي، د سر دبقاء سوال يې سر ته پروت دی.
د نوازشريف ډلې نوی حکومت په خپلو لومړيتوبونو کې د دوو کارونو ذکر کوي، اداري فساد ختمول او د انرژۍ پر بحران کابو ساتل ..... دا دواړې هغه دعوې دي چې په پنجاب کې خلکو ته زيات اپيل کوي، ځکه چې پنجاب ته د امنيت کومه ستونزه راجع نه ده.
په ټولټاکنو کې د نوازشريف مسلم لیګ ته رايه په پنجاب کې ورکول شوه او هم د پنجاب د رايې پر اساس يې د ټول ملک واکمني تر لاسه کړه.
اداري فساد او د انرژۍ بحران که هر څو په ملک کې د مېشتو ټولو قامونو پر ژوند تباه کوونکې اغېزې لري خو د پښتنو بنيادي مسئله اداري فساد او انرژۍ بحران نه بلکې د خپل سر د بقاء سوال دی.
د پښتنو خاوره د يو بدترين جنګي ناورين په ولکه کې ده.
د دې د مخنيوي په هکله نه يوازې دا چې پاکستاني رياست او د هغه نوی مرکزي حکومت کومه پاليسي نه لري بلکې د اندېښنې خبره دا ده چې هم رياست، هم د مرکزي حکومت جوړونکي او هم د پښتونخوا ايالتي حکومت داسې دريځ لري، چې د مسئلې د هوارولو پر ځای د مسئلې د پراخولو باعث ګرځي.
د پاکستان د ستراتيژيکي ژورتيا پاليسۍ له ۳۰ کلونو د افغانستان د غميزې طوالت يقيني کړی او په تسلسل کې يې اوس د ډيورنډ د کرښې دې غاړې ته هم پښتانه د ژوند او مرګ په بريد درولي دي.
د جنګي اقتصاد او ستراتيژيکې مورچې د ګټلو په پاليسۍ کې، نه يوازې د افغانانو د هديرو پراخول روا وګرځول شول بلکې د ټولې دنيا امنيت ته يې هم خطر پېښ کړ.
نن دنيا پوهېږي، چې د افغانستان او د دنيا امن ته خطر له کومه ځايه راجع دی. هم دا هغه ټکی دی چې ډرون بريدونو ته جواز ورکوي.
پاکستان د ډرون بريدونو خلاف احتجاج کوي خو ډرون چې پر چا کېږي، د هغوی په هکله پټه خوله پاتې دی.
عوامي نېشنل ګوند دا دريځ لري، چې پاکستان د ډرون خلاف احتجاج کوي ځکه وايي دا د دوی د فضايي حدودو خلاف ورزي کوي خو چې کوم ترهګر، ازبک، تاجک، چېچن، عرب، پنجابيان او نور په قبايلي سيمو کې د خپلې برخې رياست اداره کوي، هغوی د ځمکنيو حدودو خلاف ورزي نه کوي؟
پاکستان ته ولې خپل ځمکني حدود مهم نه دي؟ تر څو چې په ځمکنيو حدودو کې د ترهګرو اوسېدل روا ګنل شوي وي، تر هغو د فضايي حدودو په هکله احتجاج څه جواز نه شي پېدا کولی، يعنې هم دا ځمکني حالات دي، چې ډرون ته د راتللو جواز ورکوي.
عوامي نېشنل ګوند ته د دې دريځ سزا ورکول شوه. د ترهګرو په زور يې يو مخ له ټولټاکنيز کمپاين څخه بهر وغورځوله او داسې فضاء يې ورته جوړه کړه، چې په نتيجه کې ټولټاکنې ګټل خو پرېږده، په خپل وطن کې د اوسېدنې او استوګنې ګنجايش هم ورته ختم کړل شو.
اوس په پښتونخوا ايالت کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت دی. څوک چې د ترهګرۍ د ټولې مسئلې بنياد په ډرون کې ويني، او وايي طالبان د ډرون په غبرګون کې بمي چاودنې او ځانمرګي بريدونه کوي.
حال دا چې ډرون بېخي تازه پرمختګ دی، ترهګري تر ډرون بريدونو ډېره وړاندې پېل شوې.
ډرون بريدونه په قبايلي سيمو کې کېږي، د پښتونخوا ايالت د سولې د بربادولو څه دليل دی، په ښارونو، جوماتونو او مکتبونو کې د چاودنو څه منطق دی؟
بل دا چې قبايلې سيمې د مرکزي حکومت تر نګراني لاندې راځي، د ترهګرو تر ټولو زيات زور د پښتونخوا د تېر ايالتي حکومت خلاف ولې استعمال شو؟
پاکستان بالکل په دې هکله د خپلې پاليسۍ د څرګندولو ضرورت نه محسوسوي او غواړي د خلکو توجه د ډرون خوا ته واړوي او خپل ځان د ټول کېس څخه مبرا کړي او هم طالبانو ته خوندي لار او اخلاقي جواز ورکړي.
مسلم لیګ نواز، تحريک انصاف او جماعتِ اسلامي د واک د اخيستلو او حکومت جوړولو په پروسه کې طالبانو ته د مزاکراتو وړانديز کړی و خو په ډرون حمله کې د پاکستاني طالبانو د مشر ولي الرحمان له وژل کېدلو پس نه يوازې طالبانو د مزاکراتو وړانديز رد کړ بلکې حکومتي ډلو هم د خپلې ملکي سلامتۍ د خلاف ورزۍ ماتم پېل کړ.
د پاکستان رياست، سياست او رسنيو هر وخت په دې ډول ماتمونو کې د خلکو وينه هېره کړې او بې قدره کړې ده.
دوی همداسې د اسامه خلاف د عملياتو په غبرګون کې کړي و. د دوی خودمختارۍ ته د اسامه موجودګۍ هيڅ نقصان نه و رسولی خو د امريکا د ۴۰ دقیقو عملياتو د دوی خودمختاري ذرې ذرې کړه.
په ماضي کې د نواز شريف د افغانستان په هکله ډېر ورانونکی دريځ پاته شوی دی.
د همدې سړي د حکومت پر مهال د پنځمې صوبې د بودجې د منظورولو دعوه شوې وه او هم دا سړی و چې د افغانستان د ملي اردو د ختمولو کرېډت يې ځانته په عامو ولسي غونډو کې ورکاوه.
د ۲۰۱۴ء وروسته چې د سيمې کومه نوې سياسي منظرنامې تشکيلېدونکې ده، د هغې په تناظر کې، د ډېری شنونکو په نظر، چې د کوم نوعيت مرکزي او د پښتونخوا صوبايي سېټ اپ رامنځ ته شو، دا د يوې پراخې پاليسۍ، د پاکستان د راتلونکې افغان پاليسۍ برخه ښکاري.
زه ډېرې سختې ورځې په مخ کې وينم، موږ ته به په حېث د قام جدي او بېداره اوسېدل وي.








