د پښتو وتلی لیکوال او د ولسي ادب استاد سیال کاکړ ومړ

سیال کاکړ

د عکس سرچینه، Social Media

پوهاند ولي محمد خان چې په سيال کاکړ مشهور و، په کوټه ښار کې د ۸۷ کلونو په عمر مړ شو او په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

نوموړی له څو کلونو راهیسې ناروغ و.

پښتون شاعر او د ولسي ادب استاد پوهاند سيال کاکړ تر دې دمه د پښتو شفاهي ادبياتو ځلانده ستوری ګڼل کېده.

پوهاند ولي محمد خان په ۱۹۳۵ م کال د پښين په سرانانو کې زېږېدلى دى.

لومړنۍ زدکړې يې په خپل کلي او پښين کې ترسره کړې او وروسته یې پارسي، پښتو او اردو ژبو كې د ماسترۍ تر کچې لوړې زدکړې کړې.

د کابل پوهنتون پښتو څانګې استاد سمیع وحدت د ښاغلي کاکړ په اړه وايي: "سیال کاکړ سوېلي پښتونخوا کې د پښتو ادبیاتو څانګه پرانېسته. لیکنې یې دوه ځانګړې پېرزوینې لري یو دا چې د پښتو فلکلور یې پښتنو او نورو ته ورمعرفي کړ. بل دا چې تذکره لیکنه کې یې لوی لاس درلود.' د کسې د لمنې پښتانه ليکوال' اثر یې یوه ښه بېلګه ده."

ښاغلی وحدت زیاتوي، پوهاند ولي محمد خان یو ښه شاعر هم و چې په پښتو او پارسي یې شاعري کړې ده.

"سیال کاکړ تخلیقي ادبیاتو کې ځلانده نوم لري، دی هم ښه خلیق او ښه محقق و. د پښتنو په ځمکو ډېر ګرځېدلی دی او تر بل هر چا یې د پښتنو فلکور ښه را ټول کړی دی او دا یې حق دی چې پښتانه یې تل په یاد ژوندی وساتي."

دی وايي، ښاغلي کاکړ د افغانستان اکا‌ډمي ته ۴۵۰۰ ټوکه کتابونه ورکړي وو چې په دې کې ۱۳۳ یې قلمي نسخې وې.

سیال کاکړ

د عکس سرچینه، Social Media

لیکوالان وايي، د افغانستان پلازمېنه کابل په اکاډیمۍ کې د نور محمد سیال کاکړ کتابتون په نوم یوه بېله څانګه شته.

پوهاند ولي محمد خان پر پښتو سربېره پارسي، اردو، براهوي، انگرېزي او پنجابي ژبې هم زده وې.

نوموړي ولسي پښتو ادبياتو ته بې سارى خدمت کړى.

سيال کاکړ له ژوبه تر بورى او دغه ډول له سيوۍ تر کندهار د ولسي ادبياتو ورکه شاعري را ټوله کړې او خپلو اثارو کې یې د تل لپاره خوندي کړې.

د سیال کاکړ فولکلوریک جواهر اثر چې د پښتو ادبیاتو په لنډیو ، کاکړیو او ضرب المثلونو کې د ښځیو ونډه په ډاګه کوي دی یې په اړه وايي: "دلته باید دا خبره څرګنده کړو، چې پښین او کندهار په کلتوري لحاظ دومره نژدې موارد لري، چې فولکلوري مواریث يې کله نشي سره بېلېدلای".

پوهاند ولي محمد خان د پښتو پر فولکلوري ادب او دغه ډول نورو ادبي برخو کې تر ۳۶ ډېر کتابونه ليکلي دي.

د پوهان سیال کاکړ ځینې اثار او کتابونه:

  • •پښتني افكار (پښتو كيسۍ)
  • •سپېڅلي گايونه (متلونه)
  • •چيغيان (د پښتني فولكلور يو ډول)
  • •گراني ملغلري (شعري ټولگه)
  • •پښتني جام (شعري ټولگه)
  • •پښتني فولكلور
  • •ملي دردونه (شعري ټولگه)
  • •غورځنگ (شعري ټولگه)