د پښتو معاصر ادب مخکښ ليکوال طاهر اپریدی د ۸۲ کالو په عمر وفات شو

د عکس سرچینه، Social media
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
د پښتو داستاني ادبیاتو مشهور لیکوال طاهر اپریدی د ۸۲ کالو په عمر د پاکستان کراچۍ کې مړ شوی.
طاهر اپریدی له څه مودې راهیسې ناروغ و او په دا وروستیو کې یې د کورنا وېروس معاینه مثبته راوتلې وه.
ښاغلي اپریدی چې اصلي نوم یې ترکستان و، د ادم خېلو درې، حسن خېلو د بوړه نومي کلي اوسېدونکی و او په ۱۹۶۰ کلونو کې د کاروبار لپاره کراچۍ ته تللی و، چې بیا د عمر تر پایه همالته پاتې شو.
په چارسده کې د باچا خان پوهنتون پښتونخوا څېړنیز مرکز پروفیسر محب وزیر بي بي سي ته وویل، طاهر اپریدي په خپل کلي کې لومړنیو زدکړو وروسته په کراچۍ کې همدې ۱۹۶۰ کلونو کې د شخصي کاروبار تر څنګ پښتو لیک او لوست هم پیل کړل، چې د عمر تر پایه ورته ژمن پاتې شو.
د طاهر اپریدي د ټولو چاپ شویو کتابونو شمېر نژدې ۲۰ ته رسېږي.
د هغه په اثارو کې ناولونه، لنډې کیسې، راپورتاژونه، نقد او یونلیکونه شامل دي.
د افغانستان د علومو اکاډيمۍ مشر څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکېب د هغه د ژوند او آثارو په اړه بي بي سي ته وویل:
'' ښاغلی اپریدی په پښتو معاصرو لیکوالو کې د ځانګړي نوم څښتن و، د پښتو ژبې ادب ته یې خورا ښې او په تول پوره لنډې کیسې ډالۍ کړې دي. ''
ښاغلی شکېب زیاتوي چې ښاغلي اپريدي بچیان نه درلودل او یوازې پام وړ آثار ترې پاتې شوي دي.
نوموړي په اردو ژبه هم د لنډو کیسو دوې ټولګې لیکلې او چاپ کړې دي.
د خپلې لیکوالۍ تر څنګ ښاغلی اپریدي د جرس ادبي ټولنې په نامه د کراچۍ مېشتو پښتنو لیکوالو او شاعرانو یوه ټولنه هم رامنځته کړه، چې د عمر تر پایه یې مشر پاتې شو.
دغه راز نوموړی د جرس په نامه د یوې ادبي مجلې مسوول مدیر و، چې تر کلونو پورې یې په شخصي لګښت چاپوله.
د جرس مجلې غزل او نظم شمېرې په ځانګړي ډول په کتابي بڼه چاپ شوې چې د معاصر پښتو شعر خورا پرېمانه شعري زېرمه پکې خوندي شوې ده.








