له خپل ځان سره واده؛ د هندۍ مېرمنې پرېکړې ناندرۍ راپارولې دي

Kshama Bindu

د عکس سرچینه، Kshama Bindu

د عکس تشریح، کشما بیندو د هند لوېديځ کې یوه بلاګره ده
    • Author, ګیتا پنډي
    • دنده, بي بي سي نیوز، ډیلي

سولوګامي هغه مراسمو ته ویل کېږي چې یو کس خپل ځان سره واده کوي.لوېديځ کې دا دود وروستیو کلونو کې مخ پر زیاتېدو دی او اوس د هند تر سواحلو هم ورسېد.

کشما بندو د هند دودیزو مراسمو له مخې خپل واده کوي.

د هغې د واده مراسم به د جون په ۱۱ ماښام کې د هند ګجراب ایالت ودودارا ښار په یوه معبد کې جوړېږي.

آغلې بندو بي بي سي سره په تیلېفوني خبرو کې ویلي، د خپل واده په سرو جامو کې به د نکریزو په سرو لاسونو د هند دودیز مراسم ترسره کوي او د اور ګرد چاپېره به اووه دورې وهي.

د بندو په وینا، د واده د ورځې په پیل کې به د هالدي (هغه دود چې پر ناوې کورکمن موښي) او سینګیت (موسیقي او نڅا) په ګډون د هند ټول دودیز مراسم جوړېږي او له واده وروسته به د دوو اونیو لپاره ګوا ته ماه عسل لپاره ځي.

په واده کې به یوازې د زوم کمی وي او نور هر څه به د عادي ودونو په شان کېږي او ټول مراسم به پکې ترسره کوي، دا ځکه چې آغلې بندو پرېکړه کړې چې خپل ځان سره به واده کوي او دا به هند کې لومړنی کس وي چې خپل ځان سره یې د واده کولو پرېکړه کړې.

د ټولنپوهنې پوهنځي دا ۲۴ کلنه محصله وايي: "ډېری خلک راته وايي ته ډېره ښه يې، خو زه ورته وايم ما خپل ځان موندلی".

هغه وايي ځان سره په واده کولو به خپل ځان سره د مینې کولو فرصت ولري.

بندو زیاتوي: "خپل ځان سره واده کول ځان سره د اوسېدو ژمنتیا ده، خپل ځان سره ژوند کول او په خپله خوښه ځان ته ژوند برابرول تاسې ته د پرمختګ او ودې فرصتونه برابروي او تاسې په یوه ژوندي، ښکلي او په ځان بسیا انسان بدلوي چې لا زیات وځلېږئ."

Kshama Bindu's wedding card

د عکس سرچینه، Kshama Bindu

نوموړې وايي: "په دې کار زه ځان ته دا ثابتوم چې د خپل وجود هر څه منلو ته حاضره یم، ټولې نیمګړتیاوې یې منم هغه که فزیکي وي یا عاطفي، ان هغه څه چې زما په زړه او خوښه هم نه وي."

مېرمن بندو وايي، کورنۍ یې هم په دې کار راضي ده او د واده په مراسمو کې به یې له ملګرو سره یو ځای کورنۍ هم ګډون کوي.

کشما بندو وايي، په پیل کې یې مور او پلار د دې خبرې منلو ته راضي نه وو، خو وروسته یې نظر بدل شو او ویي ویل: "څه چې تا خوشالوي زموږ خوښه ده."

خپل ځان سره د واده کول شل کاله مخکې هغه مهال د خبرونو سر ټکی شو چې په یوه امریکايي فلم کې د (کري برد شاو) په نامه کرکټر ځان سره د واده کولو تمثیل کړی و.

له هغې وروسته ګڼ داسې رپوټونه خپاره شوي چې سلګونه کسانو خپل ځان سره واده کړی او دا کار تر ډېره د ښځو له خوا شوی دی.