پېښور کې د افغان سندرغاړو د نیول کېدو خلاف لاریون شوی

- Author, رحمان الله بي بي سي
- دنده, پېښور
يو شمېر افغان هنرمندانو د خیبر پښتونخوا سر ښار پېښور کې احتجاجي لاریون کړی دی.
دوی له ځايي امنیتي ادارو غوښتي چې هلته نیول شوي افغان سندرغاړي خوشې کړي.
دوی دا لاریون د پښتونخوا د هنرمندانو د اتحادیېپه مرسته کړی. لاریونیانو داسې پلاکارډونه لېږدول چې پرې لیکلي یې وو "سندرې مه وژنئ."
دغه لاریون کې د ملتپاله عوامي نيشنل ګوند پر کارکوونکو سربېره، د پښتونخوا د ادبي ټولنو او هنرمندانو د اتحاديو غړو، مشرانو، ليکوالانو او شاعرانو ګډون درلود.
پېښور کې د تاکال پولیسو بي بي سي ته ویلي، چې څلور افغان سندرغاړي يې د فارن ایکټ یا د ناقانونه اوسېدو په جرم نیولي دي.
دغه افغان سندرغاړي د کابل تر سقوط وروسته پېښور ته تللي او او ډېرو نورو په څېر پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د پېښور د تاکال پولیسو تاڼې یوه چارواکي ګوهر د یکشنبې پر ورځ بي بي سي ته ویلي و و چې نیول شوي افغان سندرغاړي ندیم شاه، نورالله، سعیدالله او اجمل نومېږي او څلور واړه په زندان کې دي.

پېښور کې يو افغان سندر غاړي هفته ګل 'بي بي سي' ته وويل چې له بېوسۍ یې پېښور ته پناه وړې خو اوس هلته هم پوليس دوی ځوروي
دی وايي دوی سره دې لږ تر لږه د يو انسان په توګه خواخوږي او چلن وشي.
بل افغان سندرغاړي بيدار بادشاه بي بي سي ته ويلي چې دوی له کوم دولت سره تړاو نه لري او نه هم ورته د چا لخوا معاش ورکول کېږي نو باید وهم نه ځورول شي. هغه وویل له ملګرو ملتونو غواړي چې دوی ته داسې زمينه برابر کړي چې هر چېرته وي، ارام ژوند وکړي.
د افغان او پاکستاني هنرمندانو د اتحاديې يوه مشر راشد احمد خان وويل نوره نړۍ افغان کډوالو ته پناه ورکوي، خو پښتونخوا چې له افغانانو سره د يوې ژبې، کلتور او مذهب ریښه لري، صوبا یي حکومت یې افغان سندغاړي نیسي او بندیانوي.
هغه د پښتونخوا له ایالتي حکومته وغوښتل چې که افغان هنرمندانو ته د ژوند اسانتياوې نشي برابرولی، نو لږ تر لږ د کډوالو په څېر چلند دې ورسره وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ګڼو نورو افغان کدرونو ترڅنګ یو شمېر افغان هنرمندانو هم خپل هېواد پرېښود او د پاکستان په ګډون یې بیلابیلو هېوادونو ته پناه یوړه.
د طالبانو حکومت کې موسیقي او ګڼ نور هنرونه 'حرام' بلل کېږي او راتګ سره یې افغانستان کې پر کنسرتونو او د موسیقۍ په پروګرامونه بندیز لګېدلی دی.
افغان سندرغاړي انګار بي بي سي ويلي افغانستان کې خوندي نه دي او په زور یې له کرښې اړول د مرګ خولې ته ورکول دي.
پښتونخوا کی د خواله رسينو ګڼو کارنو هم له افغان سندرغاړو سره د پاکستاني پوليسو پر چلن نيوکې کړي.









