ټوکې او ټوکیان

د عکس سرچینه، AFP
- Author, اسدالله غضنفر
- دنده, لیکوال
په ژویو کې یوازې انسان ته د خندا چل ورځي. په اوسنۍ زمانه کې چې د خندا صحي ګټې معلومې شوې دي، خلک په مختلفو طریقو خندلو ته هڅول کېږي.
یوه لاره یې دا ښودل شوې ده چې که څه خبره هم نه وي، وخاندئ او په کټ کټ وخاندئ، ځکه خندا زړه سپکوي، غم غلطوي او ذهن اراموي.
البته، بشر له ابتدا څخه د خندلو یوه ډېره کامیابه طریقه را ایستلې ده چې ټوکه یې بولي. ټوکه په ولسي ادبیاتو کې د لنډ روایت یو ډېرعام او منلی صنف دی.
نامتو ارواپوه زیګمند فرویید وایي، ټوکه د انسان د ځپل شویو او په لاشعور کې بندي شویو احساساتو د راوتلو یوه ذریعه ده او هره ټولنه چې احساسات پکې ډېر ځپل کېږي، ډېره د ټوکو پلوۍ ده.
زموږ په کلیو او بانډو کې چې له بېوزلۍ او بندیزونو سره سره ټوکې او د کټ کټ خندا ډېره اورېدل کېږي، علت یې د فرویید په نظریه کې پیدا کولی شو.
زموږ د تاریخ ډېر مشهور ملا، اخوند دروېزه، په خپل کتاب، تذکرة الابرار و الاشرار، کې د هندوستان له ملایانو او طالبانو شکایت کړی دی چې خندل به یې او بې تکلفه خبرې به یې کولې.

د عکس سرچینه، Youtube
خو ایا اخوند دروېزه یا نور وتوانېدل چې خندا کمه کړي؟ نه، او بلکې برعکس بندیزونه ممکن زیاتوالی پکې راولي. د مکتب د قهرجن معلم درسي ساعت زموږ ټولو په یاد دی چې د خندا ایسارول به پکې خورا سخته شول.
له ټوکو او خنداګانو سره مخالفت بې دلیله هم نه دی. ځینې ټوکې بداخلاقي بللی شو. هغه کسان چې په بل پورې خاندي، سم کار نه کوي.
په بل چا یا بل اجتماعي ګروپ پورې خندل کینې زیاتوي او د انتقام لمبې بلوي.
هغوی چې د ټوکې او توهین فرق نه کوي، تېروتلي دي. په بل پورې خندل د بري یو کاذب احساس رابخښي چې د څو شېبو خوشحالۍ په بیه مو ممکن په دوامداره روحي ناروغۍ مبتلا کړي او یو څوک په لوی لاس د ځان مخالف ګرځول خو یې لا یو بل تاوان دی.
دغه راز په قومونو او اجتماعي ګروپونو پورې ټوکې که د سپکاوي سبب شي، اجتماعي بدمرغۍ پیدا کوي.
نن سبا چې د انټرنیټ له برکته هر لوستونکی په لیکونکي بدلېدلی شي، پکار ده اجتماعي آدابو ته لا زیات پام واړوو او هغه ټوکې ونه لیکو چې په ټولنه کې کینې او اختلافونه زیاتوي.
ځینې کسان، خصوصا د قدرت او ثروت خاوندان، یو نیم داسې څوک ساتي چې په ځان یا نورو پورې خاندي او ټوکې کوي. دغه صاحبان بس دې ته خوشحاله وي چې تر خپل مسخره ځان دروند او هوښیار ورښکاره شي. دوی له دې هم خوند اخلي چې په مسخره باندې نور وځوروي.
د نورو د ځورولو په وخت ممکن په خپل مسخره سترګې برګې کړي او ورته ووایي: شل ځله مې درته ویلي دي چې چټیات مه وایه، د آب وعزت خلک پېژنه!
ځینې پلرونه په کورونو کې د ټوکو مخالفت کوي.

د عکس سرچینه، AFP
دوی ګومان کوي چې اولاد به یې په ټوکو نه کولو سنګین ښکاره شي، حال دا چې ټوکه، خندا او ظرافت د اجتماعي ژوند د مالګې حیثیت لري او د ټوکو په چل پوهېدل په اجتماعي ژوند کې د پرمختګ سبب ګرځي. دا متل خو هسې نه دی شوی چې مېړو په خندا موندلې ده.
ښې ټوکې د متلونو غوندې د ژوند د پخو تجربو زېږنده وي او د ظلم، ریا یا حماقت په شان ناخوالو غندنه پکې کېږي خو د سپکو کسانو ټوکې ممکن څه مثبته معنا ونه لېږدوي. هغه ټوکې چې د وګړیو په رنګ، په ونه یا جسمي عیب پورې کېږي، منفي معنا لېږدوي او د یوې شېبې خندا په بدل کې په ټولنه کې د ظلم او جهالت زړي کري.
د ځينو کسانو ټوکې په اخلاقي لحاظ عیبجنې نه وي خو بې خونده وي او مجلس ورسره بې مزې شي. تکراري ټوکې بیا بیا کول، خپلې ټوکې ته پخپله خندل، د ټوکې ځای نه پېژندل او ټوکه، خصوصا هغه اصلي جمله یې اوږدول، د هغو کسانو کار دی چې په ټوکو نه پوهېږي.
په سبکي لحاظ ټوکه موجزه وي، د اضافي کلمو ګنجایش نه لري او خصوصا اصلي جمله یې،چې د خندا سبب ګرځي، تر وسه وسه لنډه وي.
مشهوره ټوکه ده چې وږي ته چا وویل دوه، دوه څو کېږي؟ ده وویل: څلور ډوډۍ. دلته که د ( څلور ډوډۍ ) په ځای مثلا ولیکو: څلور ښې غټې ډوډۍ؛ ټوکه کمزورې شوه.
ټوکه په اصل کې د هغه څه چې انتظار یې کوو او هغه څه چې پیښ شوي دي تر منځ د فاصلې پیداوار ده. موږ انتظارکاوه چې پوښتېدلی به یوازې یو عدد یاد کړي خو ده څلور ډوډۍ وویل، او دغه تفاوت ټوکه جوړه کړه. کله چې وایو په پلاني داسې ټوکه شوې ده، منظور مو دا وي چې د انتظار خلاف څه ورپېښ شوي دي.
ځينې ټوکې د ژور تخییل پیداوار وي، ځینې نورې بیا د حاضر ځوابو کسانو یا واقعي پېښو زېږنده وي. د یو چا له قاضي سره کار بند و. ملک یې کور ته ورواستاوه.
قاضي چې په چایو پسې کور ته لاړ، ملک د رشوت پیسې تر توشک لاندې کېښودې. قاضي چې راستون شو،ملک ورته مشکل بیان کړ. قاضي ورته وویل: سبا راشه! ملک ورته وویل: سبا تر توشک لاندې ده!

د عکس سرچینه، AFP
دا قصه د تخییل پیداوار نه ده بلکې شپېته، اویا کاله پخوا چې بغلان د قطغن مرکز و، د یوه قاضي په کور کې پېښه شوه.
ملک د کندوز و او ډېر حاضر ځوابه کس و. ملک د رشوت ورکولو وسیله کېدل، د بډې اخیستونکي کور ته یې تګ راتګ او یا مثلا پیسې په لاس کې نه بلکې یو بل ځای ورته کېښودل،
د تر پردې لاندې اجتماعي ژوند څو شیبې دي او د دغسې شېبو خوندي کول مو د اجتماعي تاریخ په لیکلو کې پکارېدای شي.
ټوکې چې د ټولنې په خپل کلتور کې ریښه لري او ډېر ځله د ژبنیو لوبو مثلا تجنیس، ایهام یا مرسل مجاز په مرسته جوړېږي، معمولا په ترجمه کې مري یا نیم ژواندې کېږي.
د ټوکو ژبنی اړخ دومره مهم دی چې ډیر ځله ممکن د یوې لهجې ټوکه په بله لهجه کې بې خونده غوندې شي.
دغه راز د ټوکمار د ویلو خپل انداز او تمثیل، چې د ټوکې په ښکلا کې یې لویه برخه ده، نه ترجمه کېږي.
مطلب دا چې د ټوکو واردولو ته باید چندان زړه ښه کړو، بلکې پکار ده خپلې ټوکې راټولې کړو او نه یوازې مشهورې شوې ټوکې بلکې هغه هم راټولې کړو چې د کلیو، بانډو خوش طبعه او حاضر ځوابه کسان یې جوړوي یا خلکو ته په عملي ژوند کې ورپېښېږي.

د عکس سرچینه، AFP
هیله ده چې استادان او محققان مو د اخوند دروېزه ونه مني او "بې تکلفه" خبرې له خپل شان سره نامناسې ونه ګڼي. محصلان د وطني ټوکو په راټولولو او د ټوکیانو په معرفي کولو کې ښه برخه اخیستلای شي.
ټوکې کلتور غني کوي، په اجتماعي تحقیقاتو کې پکارېږي او لا مهمه دا چې ژوند اسانه کوي. کورونا چې ووېرولو، ټوکې مو ورته جوړې کړې چې تشویشونه را کم کړي. په لنډیو کې اورو:
خدایه دا خپل همزولي راکړې
که نیستي راغله په خندا به یې تېروونه
معمولا همزولي او د سره ورته تجربې کسان له یو بل سره ښې ټوکې کولای شي.








