خندا او کومېډي په ژوند او ټولنه کې څه ونډه لري؟ د "هم کلا ده هم بلا" لړۍ

حاجي کامران

د عکس سرچینه، YouTube

د عکس تشریح، حاجي کامران چې مسکو ته کډوال شو په خپلې ډرامې کې یې چې روسۍ "نتاشه" یې هم یوه برخه وه، د کډوالۍ کړاو په کومیډي ژبه تر خلکو ورساوه.
    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن

د دې مطلب لوستلو پرمهال لطفاً خوشحاله واوسئ، او اوس د یوې شېبې له پاره پر نن ورځ فکر وکړئ چې له سهار راهیسې مو څو ځلې خندلي؟ چې له زړه مو خندلي وي! په ژوند کې مو څو داسې کسان شته چې آن په لیدو یې تاسې ته خندا درشي؟

فرق نه کوي چې د نړۍ په کوم هېواد کې وي، دا که په یوه محفل کې یوه جالبه کیسه نورو ته کوئ او یا هم د چا د غم لېرې کولو له پاره مودبه شانې ټوکه کوئ، د نورو خوشحالول او خوش طبعي د انسانانو له اغېزمنو عادتونو یو دی. دا د ټولنې له ورځنيو پېښو او ژوند سره اوبلی شی دی. او دا هم نه چې تر بنډارونو او مجلسونو محدود دی، بلکې آن د دین، کلتور او دود د پیغام رسولو کې هم ترې کار اخیستل شوی.

خوش طبعي له عامي تر مُلا

بجلي ګر ملا د پښتنو او اردو ژبو ترمنځ پېژندل شوی کس دی چې د کومېډي انداز له پاره به یې زرګونه خلک وینا ته ناست ول. هغه چې به غوښتل له خپلو دیني او شخصي باورونو سره په ټکر کې افراد وځپي، نیوکې او ښکنځل به یې د ټوکو ټکالو او مسخرو په تار وتړل، حریف به یې پرې وځاپه او حاضرین به یې قانع کېدو ته هڅول.

بجلي ګر

د عکس سرچینه، Youtube

د عکس تشریح، بجلي ګر مُلا د ټوکو ټکالو او کومېډي په انداز کې وعظ او نصیحت کاوه چې پر ډېرو خلکو یې اغېز پرېووت.

په داسې حال کې چې په سیمه کې تر بجلي ګر ملا ډېر پوه دیني فصیح عالمان شته، خو د ده شهرت تر ډېره د کومېډي انداز له برکته و.

کومیډي او ټوکې ټکالې نه یوازې د عامو خلکو د عادي ژوند برخه ده بلکې د انسانانو ترمنځ اړیکو کې د یوه بشپړوونکې برخې په توګه یې له پېړیو راهیسې د مفکرینو پام ځان ته ور اړولی دی.

په پښتنو کې لږترلږه ښايي کومېډین اسماعیل شاهد او حاجي کامران د میلیونونو افغانانو زړونو کې ځانګړی ځای ولري او یوازې د یوه عکس لیدل یې هم خوشحالي ور وبخښي.

په پرمختللو هېوادونو کې د خندولو او خندېدلو پر اسبابو او ظرافتونو پوهېدل یو له مهمو بحثونو دی. په انګریزي یې Sense of humor بولي، یا د ځینو هېوادونو وګړي په عمومي ډول ځانونه د خوش طبعۍ په شعور کې تر نورو ښه بولي، خو دا شعور یا حس په هرځای کې خپل ډول، معیار او حدود لري.

لوېدیځو هېوادونو کې مشهوره کومېډي

په لوېدیځو هېوادونو کې Stand up comedy يا په ولاړه کومېډي تر هر بل ډول کومیډي ډېر مینه وال لري.

په لندن کې د اړنست اېنډ ینګ د نظارت او تفتش مدیر محمد اکبر چې له مینه والو یې دی stand up کومیډینان د لویدیځې ټولنې اغېزمن غړي بولي. دی وايي "سټنډاپ کومېډي د لوېدیځ فرهنګ یوه مهمه برخه ده چې خورا ډېره تنوع او تاریخ لري."

کومېډي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لي یفْانز (منځنی) د لوېدیځ یو له تر ټولو بریالیو کومېډینانو دی چې پر سیاسي او ټولنیزو مسلو ډېرې نندارې وړاندې کوي.

یوویشتمې پېړۍ کې کومیډي ډېر تغییر کړی، په بېلابېلو ډولونو او رسنیو خپرېږي چې ډېری مهال او په ډېرو هېوادونو کې یې موخه یوازې دا نه ده چې خلک ورته یوه خوله خندا وکړي. په لوېدیځ کې کومیډي د ټولنیزو ناخوالو په اصلاح کې لویه ونډه لري. محمد

اکبر وایي "کومېډینان نه یوازې دا چې خلک خندوي، بلکې په ټولنه کې ډېرې مهمې موضوعګانې له روغتیا، اقتصاد، مذهب او ساینس سره تړاو لري مطرح کوي." د ښاغلي اکبر په وینا په کوم ډول چې یې دوی وړاندې دومره جذاب وي چې خلک په لېوالتیا ورته غوږ وي او شک نشته چې پر دوی ژور اغېز کولی شي.

په افغاني ټولنه کې د کومېډي مخینه

ژورنالست او لیکوال عبدالنافع همت چې له پېژندلو شویو طنزلیکونکو دی وايي، کومیډي په افغاني ټولنه کې هم ژورې تاریخي ریښې لري او له پخوا، په کلیو او بانډو کې به کومېډینان ول چې خلک به یې خندول. نه یوازې نارینه بلکې داسې ښځې به هم وې چې محفلونه به یې رنګېنول او په ټوکو ټکالو به یې د خلکو وخت ښه تېراوه.

ښاغلی همت وايي، ځینې کومېډینان په ښارونو کې ډېر پېژندل شوي ول، د بېلګې په ډول "په کندهار کې د آدم په نامه یو و. لویه خیمه به یې درولې وه او خلکو ته به یې ننداره وړاندې کوله. چې د باندې به وې تا به ویل چې ګڼ کسان ننداره وړاندې کوي، خو په اصل کې به دا ټول غږونه آدم اېستل. ده به ډېر رولونه په یوازې اجرا کول."

کومېډي

د عکس سرچینه، Social Media

ښاغلی همت وایي داسې کومېډینانو ته به خلکو "ناټکیان" ویل، یا به یې "پېښه ګر" بلل او ځینو به بیا "ممثلین" بلل.

د کابل راډیو کومېډين

هغه چا چې بیا په لومړي ځل د افغانستان له لومړنۍ غږیزې رسنۍ ملي‌ راډیو خلکو ته کومیډي وړاندې کړه حضرت باز و، چې له درناوي یې د خلکو ترمنځ د لالا لقب خپل کړی و. دی یو له کمسارو کمیډیانو و چې د کومیډي په قالب کې یې پر سیاست او ټولنیزو ناخوالو نیوکې، نندارچیان د کلیو له پارچالونو نیولې د ښار تر چمنونو خندول.

حضرت باز "کاکا" په محفلونو کې سندرې هم ویلې چې په هغو کې به هم طنز پروت و. دا مشهوره خندوونکې سندره هم د حضرت باز ده چې وايي "چرګ مې حلال کړی سینه وخوره پتون پرېږده."

استاد ګل زمان یې له نژدې ملګرو و او وايي "ده به په محفل کې یوه ټوکه کوله بیا به یې یوه سندره وویله او د خلکو خولې به له خند نه ټولېدې. د محفل په مینځ کې به ودرېد، یو لرګی یا لکړه به یې په لاس کې وه او د نندارې په شان به یې تمثیل کاوه."

حاجي کامران

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، حاجي کامران یو له ډېرو پېژندل شویو افغان کومېډینانو دی.

د نژدې لسیزو کومېډینانو کې اسماعیل شاهد، حاجي کامران، سید رحمن شینو، آصف جلالي، عمرګل، مزراقلم (امان اشکرېز)، خورشید جهان، زلمی آرا او ځینې نور یادولی شو، خو په دوی کې هم ډېرو ښايي د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي حالاتو، مسلکي کمزورتیاو او نورو ملحوظاتو له کبله د کومېډي ژانرونه په هغه ډول چې ښايي، نه وي پلي کړي.

ولې په افغانستان کې کومېډي وروسته پاتې ده؟

نورې نړۍ ته په کتو په افغان ټولنه کې کومېډي وروسته پاتې ده، اصلاً یې له نړۍ سره پرتله کولی نه شئ، نه یې لامل یو دی، نه هم ملامت.

ژورنالست او لیکوال عبدالنافع همت چې له پېژندلو شویو طنز لیکونکو دی وايي، "د وروسته پاتې والي یو علت کمېډین ته په سپکه کتل دي. بل دا چې ځینې کومیډینان ځان د طنز په پوښ کې نغاړي ځکه طنز یو ډول ټولنیز رسالت لري. " دی زیاتوي، د هنر د نورو ډګرونو په څېر کومېډي په افغان ټولنه کې ښه نه ده ځلېدلې او افغان کومېډنان نه دي توانېدلي چې دا هنر په ډېرو خلکو وپېژني.

د ښاغلي همت په وینا، یوه ستونزه دا ده چې تر اوسه پخپله "افغان کومېډینان د طنز، کومېډي، حجو او حظر تفکیک نه شي کولی او سره یې ګډوي. په داسې حال کې چې دا جلا جلا هنري کورنۍ دي. سره له دې چې خندا په ټوکه، کومېډي، طنز، حظر او حجو کې شته، خو د هر یوه موخه جلا ده او د وړاندې کولو ډول یې توپیر لري."

اسماعیل شاهد

د عکس سرچینه، Youtube

د عکس تشریح، اسماعیل شاهد او شاه جهان د پښتو کومېډي بریالۍ جوړه ده.

د ښاغلي همت په وینا په افغان ټولنه کې هره پورتنۍ هنري کورنۍ ځان ته مینه وال لري خو افغان کومېډينان یې په تفکیک پېژندلو کې پاتې راغلي.

د ښاغلي همت څرګندونو ته په کتو، لامل یې همدا دی چې په افغان ټولنه کې ډلبندي شوي مینه وال نشته. لکه په ځینو پرمختللو هېوادونو کې چې طنز، په ولاړې کومېډي، حجو او حظر ځان ځان ته مینه وال لري.

کومېډي د حساسو مسلو د سپړلو وسیله ده

کلونه څېړنو ښودلې چې د کومیډي ځینې ډولونه لکه په مهارت جوړېدونکې طنزیه ټوټې چې ورځ تر بلې مینه وال مومي، ډېر اغېزمن دي. د بېلګې په توګه پر هغو مسلو بحث راپورته کوي چې خلک خبرې پرې نه کوي او په انګریزي یې ټابو مسلې بولي، او یا دا چې واکمنان اړباسي چې حساب کتاب ته کښېني.

د بېلګې په توګه په برتانیا کې لي یفْانز یو له ترټولو مشهورو کومیډیانو دی. دی پر کډوالۍ، اقتصاد، کورنی ژوند، سکس، نزاکتونه او داسې نورو مهمو او کله کله هم نازکو مسلو غږېږي.

کومېډي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لوېدیځ کې سټنډ آپ کومېډي کې ښځې هم ونډه اخلي چې تر ډېره پر هغو ښځینه مسلو، د ښځو له زاویې بحث کوي.

مثلاً په یوې نندارې کې يې په رستورانتونو کې پر ناپاکۍ او بې نظافتۍ غږېږي چې له نازک خیالیو ډک دی او د مسلې ډېر کوچني جزیات یې راسپړلي او خندوونکي کړي یې دي. په زرګونو کسان ورته ناست دي او د خبرو تایید یې په خنداوو او چکچکو کوي. ښاغلی اکبر وايي، دا چې خلکو د لي یفْانز استعداد او مهارت وکاته او تشویق یې کړ اوس په پېژندل شوي سینمايي ستوري تبدلی شوی.

ساینس او کومېډي

لیکوال او د ادراکي عصب ساینسپوه سکات وییمز وايي، کله چې زه د خوش طبعۍ او ټوکو ټکالو په اړه فکر کوم، دا زموږ د تکامل بهیر کې تر ټولو ښه لار ده چې اړ نه یو، یو بل په لرګویو ووهو. همدا ده چې د ډېرو انساني توپیرونو منل آسانوي.

ښاغلی وییمز په خپل کتاب کې چې ha! The science of when we laugh and why (د دې علم چې موږ کله او ولې خاندو) نومېږي علمي څېړنو ته کتنه کړې. په هغو کې دا هم و چې د خندوونکي شي سره د مخامخېدو پر مهال د مغزو کومه برخه غبرګون ښيي. نو په خپل کتاب کې ښاغلی وییمز د دې تیورۍ استدلال سم بولي چې، اساساً ټوکې ټکالې او خوش طبعي ارواهپوهنیز بهیر دی، د مجادلې هغه تګلاره ده چې له انسان سره مرسته کوي کړکېچنو او متضادو پیغامونو ته غبرګون وښيي. هغسې ټوکې ټکالې یې هم بېلګه بولي چې د یو شمېر کسانو پر بد وضعیت وي، خو د خندا وړ. ډېر وخت داسې ټوکې او خندوونکې کیسې شته چې په کې یوچا ته زیان یا درد رسېدلی دی خو نورو ته د خندا وړ وي.

له دې چې د ټولو کومیډینانو نیت به په ټولنه کې د بدلون راوستو نه وي او یوازې به ځان مطرح کوي او خلک به خندوي، خو کومیډي زموږ طرز د فکر او عمل بدلوی شي، که په تېره بیا چې تاسې ته متوجه وي. پر سیاستوالو او ناوړه دودونو ټوکې ټکالې خپل اغېز درلودلی شي.

څوک شته چې ومو خندوي؟

په افغانستان کې سر بېره پر دې چې د کومیډي بېلابېلې بڼې کمې دي په تېره بیا په ولاړې اجرا کول او ډېرې راډیو ګانې، ټلویزیونونه، یوټیوب چینلونه، د خواله رسنۍ کارن او د محفلونو تنظیموونکي هڅه کوي کومېډي وړاندې کړي، خو ټول ډېر زیار نه باسي چې په ښه او عالي معیار یې جوړ یا وړاندې کړي.

یوازې تر نورو رسنیو بهتره، پر خصوصي ټلویزیون طلوع یوه ننداره شته چې د ځینو تنده پرې ماتېږي،او ویل کېږي چې چارواکي یې هم ګوري، چې ځینې به په کې د ځان کرکټر لټوي. 'شبکه خنده' یو له بریالیو ټلویزیوني پروګرامونو ده چې آن له هېواده بهر هم کتونکي لري. د نورو رسنیو مینه وال بیا ډېر معدود دي.

پاینده څرګند
د عکس تشریح، بختورې هغه ټولنې دي چې د غمونو او فشارونو کمولو له پاره د خلکو خندولو ته خوشحاله کومېډینان لري، او له خندا ډکې خولې لري.

خو په مجموع کې په خواشينۍ سره چې د افغانستان په شان ټولنه کې چې له زړونو او ذهنونو د جګړې د دوړو او غُبار له منیځه وړلو ته د کومېډي او خندا سخته اړتیا ده، دا هنر ناصیقل شوی پاتې دی. که د ناخوالو له کبله د وطن مېشتو زړه زور نه اخلي، لږترلږه بهر مېشتي افغانان خو پرې کار کولی شي.

کومیډینه جوسي لانګ وايي، دا چې خبرونه ورځ تر بلې خرابېږي، نو کومیډي باید لا ښه شي. له دې سره به د بدو خبرونو فشار کمېږي چې دا پخپله پر ټولنې تر ټولو مثبت اغېز دی.

نو بختورې هغه ټولنې دي چې د غمونو او فشارونو کمولو له پاره د خلکو خندولو ته خوشحاله کومېډینان لري، او له خندا ډکې خولې لري.

Presentational grey line

د دې لړۍ نور رپوټونه: