تکیه کلام کارول؛ لکه "بالا- اتي- وپوهېدې" څه ګټه او تاوان لري؟

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن

یادښت: دا ځانګړی رپوټ د "هم کلا ده هم بلا" رپوټونو لړۍ برخه ده چې د بي بي سي خبریال پاینده څرګند له خوا چمتو شوي. د دې رپوټونو غږیزه بڼه پر بي بي سي راډیو هم اورېدلی شئ!

دې YouTube پوسټ نه تېرشئ
ایا له Google YouTube نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ YouTube پای

--

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې له سرو انارو د ډکو 'درختو' په منځ کې یو 'کاکو' چې تکیه کلام یې دی "مانا"، له یوه خبریال سره خبرې کوي. ښکلې ځواني یې ده.

خومارې تورې سترګې ، برېتور، په ونه جګ، توره لنګوټه پر سر، تور کالي پرتن او تور څادر پر اوږه، پایڅې پورته او موچڼې په پښو، د طلوع تلویزیون خبریال مجیب عارض سره، مانا، له بارانه شکایت کوي چې انار یې خراب کړي.

د کندهار اشرافزاده ګانو ادبیات یې دي او له صمیمیته ډک روغبړ کې وایي، 'خدای مو راوله … درجې دې بلندې سه، عُمر دې ډېر سه'.

د لوی کندهار په پسته لهجه کې تکیه کلام داسې په جمله کې اوبل کېږي لکه اصلي برخه چې یې وي او احمد باچا هم روان او ښکلی لګیا دی وروسته له هرو څو کلمو یوه "مانا" کاروي.

د انارو یوه ښکلې ګېډۍ یې په لاس کې ده او هغه هم پر ښاغلي عارض چې د احمد باچا په معیار "ښکلی ځوان دی" پېرزو کوي.

احمدباچا

د عکس سرچینه، Tolo

د عکس تشریح، د 'مانا' تکیه کلام دومره پرې غالب دی چې کله مجیب عارض ترې پوښتنه کوي چې 'نوم دې څه دی'؟ لنډشانې مکس کوي او وايي: "نوم مې، مانا، دغه دئ... احمدباچا دئ."

د 'مانا' تکیه کلام دومره پرې غالب دی چې کله مجیب عارض ترې پوښتنه کوي چې 'نوم دې څه دی'؟ لنډشانې مکس کوي او وايي: "نوم مې، مانا، دغه دئ... احمد باچا دئ."

د احمد باچا عادت ډېر کسان لري، خو نور داسې لفظونه یا کلیمې هم کاروي لکه، سر دې خلاص شو، زیاتي، څه سر به دې خوږوم، والله، مطلب دا چې… او نور څه ووایم.

علم او ژبپوهنه یې په اړه څه وايي؟

تکیه کلام د انګریزي په ګډون چې catch phrase یې بولي په ډېرو ژبو کې شته. تکیه کلام د فولکلور او ولسې ژبې برخه ده چې خلک یې ورځنیو خبرو کې کاروي او ډېر لاملونه لري. خو خلک یې معمولاً‌ هغه وخت کاروي چې د ځینو مفهومونو لپاره لفظ لټوي او غواړي‌ سوچ کولو ته وخت خپل کړي.‌

دلته به یې پر رواني‌ لاملونو بحث وکړو او دا چې د ژبپوهنې په رڼا کې تکیه کلام څه دی او ولې یې کاروو. او ښايي هغه جالبې بېلګې مو خوښې شي چې د سم او ناسم تکیه کلام کارولو ته مو پام وراړوي.

پاینده څرګند
د عکس تشریح، د تکیه کلام په تعریف کې مهم ټکی دا دی چې وايي، دا چې په تکرار او بې ربطه کارول کېږي نو د متکلم خبرو ته کوم اضافي‌ مفهوم نه وربخښي.

لیکوال او ژورنالست عبدالنافع همت وايي، د ژبپوهنې له پلوه تکیه کلام ته چې عربي توري یې هم ورته معنا لري، د "ژبې بالښت" وايي چې مُتکلم یا غږېدونکی پرې ډډه لګوي، لکه په ستړیا کې چې دمه جوړوو.

دی وايي: "تکیه کلام درې ډوله دي. یو ډول یې ناخپلواکه کلمه یا لفظ دی چې په یوازې سر بشپړ مفهوم نه رسوي لکه بالا او مړه، بل ډول یې خپلواکه کلمه وي او مستقله معنا ورکوي لکه زوی مړی او مطلب، او درېم یې بشپړه جمله وي لکه غوږ دې دی او سر دې خلاص شو."

همت

د عکس سرچینه، Hemat

د عکس تشریح، د پښتنو ترمنځ تکیه کلامونه خورا ډېر دي او د ښاغلي همت په وینا یو شمېر یې د استاد محمدګُل نوري په زیار راټول شوي دي.

د تکیه کلام په تعریف کې مهم ټکی دا دی چې وايي، دا چې په تکرار او بې ربطه کارول کېږي نو د متکلم خبرو ته کوم اضافي‌ مفهوم نه وربښي. که یو کس په خپلو خبروکې هر څومره د ، مړه، وپوهېدې، یا بالا وکاروي، موږ ته کوم اضافي معلومات نه راکوي. که دا لفظونه له جملې لرې کړو، هېڅ فرق یې په مفهوم کې نه راځي.‌

خو چا چې ډډه پرې لګولې وي کېدای شي په اصطلاح بې موازنې شي، داسې لکه د یوه چا له څنګله چې بالښت لرې کړئ.‌

ایا تکیه کلام ګټه هم لري؟

ارواپوه او د پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي وايي، تکیه کلام انسان ته ګته هم رسوي، ځکه د ځینو "هورمونو ترشح راکموي او پر موږ پروت فشار کمولی شي. همدارنګه به زموږ وېره اضطراب کم کړي. ځینې تکیه کلامونه ژبه خوږوي او ځینې کېدای شي له موږ سره مرسته وکړي ښه تمرکز وکړو. ځینې کېدای شي موږ جذاب او کارېزماتیک وښيي."

د ځینو تکیه کلامونو یوه ښکاره ګټه دا هم ده چې کیسه یا روایت روان ساتي او اورېدونکي ته یې پرلپسې ښيي.

د پکتیا اوسېدونکی تایب شاهین د ، اتي، لفظ ډېر کاروي او چې کیسې ته یې غوږ نیسې روان لګیا وي، د 'اتي' په مرسته پرلپسې جملې یې مرسته کوي د ده له کیسې سره پاتې شې.

عظیمي

د عکس سرچینه، Azimi

د عکس تشریح، ښاغلی عظیمي وايي د دې ترڅنګ چې تکیه کلام کارول عادت ګرځي " ترشا يې ځینې ارواهي او لاشعوري لاملونه پراته دي. ځینې یې کېدای شي چلند او دود او فرهنګ پورې اړه ولري."

ژبپوهان په دې اند دي، چې تکیه کلام د ولسې ژبې خوږوالی دی او څرنګه چې د یوې او بلې سیمې ترمنځ لهجه یا ګړدود توپیر لري، کېدای شي ځانګړي تکیه کلامونه هم ولري.

په پکتیا کې د بي بي سي خبریال نصرت الله تسل وايي لاندیني تکیه کلامونه په لویه پکتیا کې عام دي؛ ماته ګوره، سر دې خلاص شو، ما ګله ورورجانه، غوږ دې دی، ته وا ښه، اورې، سوچ دې ده، صحیح ده، وشه او داسې نور.

لکه څنګه چې ډېر خلک د ځان په اړه سم قضاوت نه شي کولی او تر دوی ډېر ورته نژدې کسان یې په عادتونو ښه بلد وي، ښايي ډېر خلک په دې هم پوه نه وي چې تکیه کلام لري، خو پام یې نه دی. چې ورته ووایې بیا به یې مني هم نه.

تکیه کلام کارول، ګڼ لاملونه درلودلی شي، اروایي، دودیز، سیمه ییز او شخصي.

ښاغلی عظیمي وايي، د دې ترڅنګ چې تکیه کلام کارول عادت ګرځي " ترشا يې ځینې اروایي او لاشعوري لاملونه پراته دي. ځینې یې کېدای شي چلند او دود او فرهنګ پورې اړه ولري."

بل لامل یې هغه دی چې هر انسان ورسره مخ کېږي او ښاغلی عظیمي وايي " د حافظې کمزوري د تکیه کلام کارولو یو لوی لامل دی. له تاسې یوه کلمه، یوه جمله یوه خبره هېرېږي او تاسې تکیه کلام کاروئ چې تشه ډکه کړئ."

تکیه کلام که د کلمې قصدي کارول

کله نا کله دا ډېره ګرانه وي چې ثابته کړئ یو لفظ، کلمه یا عبارت د یوه کس تکیه کلام وي.

ولسمشرغني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د ولسمشرغني ویناوې ډېری مهال بحث پاروونکې شوې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ځانګړې کلمې او عبارتونه ډېر کاروي، لکه خاصتاً، چارچوکاټ، واضح، په اساسي شکل او یو څو نور. خو چې د ښاغلي غني اکاډیمیک شخصیت په پام کې ونیسئ او دا چې په نورو ژبو د غږېدو پرمهال عین شی انګلیسي او دري‌ ژبو ته هم ژباړي، کولی شو ووایو چې دا یې د سیاسي‌-اقتصادي-ټولنیز لیدلوري د بیان او یا د یوه مشخص مفهوم رسولو په پار غوره کړي.

د دې ترڅنګ یې یو کمساری متل هم غوره کړی، چې هر وخت یې ډېر جذباتي او په اطمینان وايي، خو تر اوسه یې، له نازک تلفظي ازمایښته بریالی وتلی. که ژبپوهنیز بحث یې پرېږدو په عام ډول داسې ویل کېږي چې؛ 'که این کوې که بین کوې دا پټی به شین کوې' خو ولسمشرغني یو الفبايي توری پرې اضافه کوي چې هم یې د مفهوم له پلوه بدلوي او هم اورېدونکي ته ستونزمن کېږي چې پوه شي څه یې وویل.

هره مکرره خبره هم تکیه کلام نه شو بللی. ځینې مهال که یوه کلمه یا عبارت هرڅومره تکراري‌ هم وي، بې مفهومه نه وي او ښايي متکلم قصدي څو څو ځلې کارولې وي.

عبدالله عبدالله

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ښاغلی عبدالله "مردم افغانستان" یعنې د 'افغانستان خلک' ډېر کاروي.

اوسمهال د افغانستان د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله "مردم افغانستان" یعنې د 'افغانستان خلک' ډېر کاروي.

ښه بېلګه یې دا ده چې د ولسمشرغني او ډاکترعبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې لاسلیک پرمهال وینا کې ښاغلي عبدالله، سربېره پر نورو جملو، لږترلږه مخکې له دې چې یوه جمله یې په اصطلاح د ټکي په اېښودو پای ته ورسېږي، ۵ ځلې مردم افغانستان وویل.‌

ښاغلی همت وايي د نورو لاملونو ترڅنګ، ځینې تکیه کلامونه داسې دي چې د یوه چا له عمر، هویت او ټولنیز موقف او وظیفې سره تړلي دي.

دی وایي 'د باسواد او بې سواد، د ښاري او کلیوال او د عام او سیاستوال تکیه کلام سره توپیر لري.'

ارواپوه شرف الدین عظیمي بیا وايي د افغانانو ترمنځ روغتیايي مسلې هم ځینې مواردو کې د تکیه کلام کارولو لامل کېږي.

دی وایي په ډېرو افغان ' کشرانو او مشرانو کې د تمرکز یا ډېر فعالیت ستونزه او ذهني اختلال' شته. په دې معنا چې سم تمرکز نه شئ کولی او کېدای شي پر داسې یوه لفظ یا کلمې تکیه وکړئ وارله مخه مو په فکر کې شته.

ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ساینسپوهان وايي په ماشومتوب کې ستونزې او فشارونه پر پاتې ټول ژوند اغېز کولی شي.

د افغانستان په لوېدیځ او جنوب لوېدیځ کې او په بلوچستان کې چې پښتانه دي، ترمنځ یې د بالا، سر دې خلاص شو، ښه نو، وادې ورېدل، بس نو او ګڼ شمېر نور تکیه کلامونه کارېږي.

په شمالي ولایتونو کې لکه څنګه چې زما همکار نجیب الله پاڅون وايي، ته وايه ښه، وروره جانه، ته او سخي، یقین مې نه شي، څه سر دې ګرځوم، وروره منه، وروره ګله او داسې نور ډېر کارېږي.

او څه چې تکیه کلام بللی نه شو خو عین وظیفه ترسره کوی، د 'ععععع' کول دي. 'عععع' کول د خبرو پر مهال هر ډول تشه ډکولی شي. ډېر کسان یې نه مني‌ چې 'عععع' کوي، خو که خپل غږ ثبت کړي وابه یې وري چې څومره 'عععع' کوي.‌

کوم ډول تکیه کلام عیب دی

که د هر چا وي، تکیه کلام تر هغه وخت عیب نه دی چې د یوې جملې او وینا پر مفهوم او معنا اغېز ونه لري. خو داسې ډېرې بېلګې شته چې یوه تکیه کلام پوره مجلس خوابدی کړی دی.

فاریاب

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، په فاریاب ولایت کې ویناوال ولسوال وویل "په اجازه مو، موږ خو پښتو غږېږو والي صاحب، چې مېلمانه مو په حساب پوه شي".

په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې یو لوړپوړی پلاوی فاریاب ولایت ته تللی و او هلته د ولایتي چارواکو په ګډون غونډې ته یوه ولسوال وینا کوله.

دا به وڅېړو چې د ده تکیه کلام چې ٫به حساب٫ یعنې ٫په حساب٫ دی، څومره د ده د وینا مفهوم بدلولی شي.

ده په دري ژبه خبرې کولې چې پښتو یې ده "په اجازه مو، موږ خو پښتو غږېږو والي صاحب، چې مېلمانه مو په حساب پوه شي". دلته د ٫حساب٫ کلمه داسې مفهوم ورکوي لکه یو څوک چې له پټې مسلې خبروې او یا دا چې له چا سره د ښو او بدو حسابي کوې.

بیا یې وویل "موږ له خپلو مېلمنو منندوی یو چې په حساب د فاریاب ولایت ته یې تشریف راوړی"، دلته داسې مفهوم ورکوي لکه، ګواکې د فاریاب ولایت ته راغلي، په داسې حال کې چې همالته عملاً ورته مخامخ ناست دي.‌

حمدالله

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د لوړپوړي پلاوي مشري کوله چې فاریاب ته تللی و.

تاسې څه فکر کوئ چې لامل به یې څه و چې د دې ولسوال صاحب خبرې د ٫حساب، له لاسه بې کتابه شوې؟

د ښاغلي عظیمي له دې تیورۍ سره موافق یاست؟ چې وایي "ځینې خلک ضعیف وي او سمې خبرې نه شي کولی نو تکیه کلام ډېر کاروي."

خو که دې ټکي ته پام وشي چې ولسوال د خبرو په سر کې وویل چې "موږ خو پښتو غږېږو والي صاحب، چې مېلمانه مو په حساب پوه شي".

دلته ده اصلاً غوښتل ووايي چې، زما ژبه خو پښتو ده خو د مېلمنو لپاره پرې نه غږېږم، دري‌ ژبه وایم چې پوه شي.

نو دا د هغې تیورۍ یوه ښه بېلګه ده چې وایي، په داسې ژبه غږېدل چې پرې حاکم نه یاست او د دې اندېښنه درسره وي چې د غږېدا پر مهال به غلط شئ هم، د تکیه کلام د ډېر کارولو لامل ګرځي.

ښاغلی عظیمي وايي "پښتانه چې په ډېرو مواردو کې په خپله ژبې د زدکړې موقع نه لري او په نورو ژبو زدکړه کوي، لا ډېرې ستونزې ګالي. ځکه که په دري، فارسي او انګلیسي زدکړه کوي او بیا په پښتو وینا کوي او یا مرکه، اړ به وي چې له هغې ژبې ژباړه وکړي چې زدکړې یې پرې کړې، نو له دې سره په خپل مغز کې له بلې ژبې خپلې مورنۍ ژبې ته ژباړه کوي او اړ کېږي پر تکیه کلام ډډه ولګوي."

پاینده څرګند
د عکس تشریح، هغه تکیه کلامونه چې په دې مطلب کې یې بېلګې نه شم وړاندې کولی خو ډاډه یم چې ګڼ شمېر کسانو اورېدلي، له ادبه لېرې یو شمېر ډېرې رکیکې او زشتې کلمې دي‌ چې اصلاً ښکنځل دي خو په تکیه کلام بدل شوي.

ښايي تر دې دمه یاد شوي لاملونه وي چې د پښتنو ترمنځ تکیه کلامونه خورا ډېر دي او د ښاغلي همت په وینا یو شمېر یې د استاد محمدګُل نوري په زیار راټول شوي دي.

په تلو تلو کې به، د تکیه کلام 'مکیه' کلام، بحث 'محث'، راټول کړو. دا ډول یې چې عین کلمه غبرګېږي او صرف یو توری یې بدلېږي، ښايي بېخي د ډېرو خلکو عادت 'مادت' وي.

وروستۍ تکیه

هغه تکیه کلامونه چې په دې مطلب کې یې بېلګې نه شم وړاندې کولی خو ډاډه یم چې ګڼ شمېر کسانو اورېدلي، له ادبه لرې یو شمېر ډېرې رکیکې او زشتې کلیمې دي‌ چې اصلاً ښکنځل دي خو په تکیه کلام بدل شوي.

مثالونه یې شته چې دا ډول تکیه کلامونه ان د شخړې او جګړې لامل شوي.

ځینې ان ناموسي‌ ښکنځل دي چې د افغانانو په شان دودیزې او نازک مزاجه ټولنه کې د دښمنۍ لامل کېدای شي.

نو پر ځای به وي چې ووایو داسې تکیه کلامونه چې انسان بد ښيي، موقف او شخصیت ته یې تاوان اړوي او تر ټولو مهمه دا چې نور سپکوي او توهینوي، باید ونه کارول شي.

خو ښه به وي چې داسې تکیه کلام عیب او کمزوري ونه ګڼو چې د جملې پر مفهوم منفي‌ اغېز نه لري، خو په مرسته یې د لا ښه لفظ لټولو ته وخت خپلوو.

په دري ژبه کې یو متل دی چې وايي، "دېر آید درست آید " معنا ځنډ دې په کې وي خو چې سم وي.

Presentational grey line

د دې لړۍ نور رپوټونه: