د بي بي سي "رحیم داد" او وتلی ټوکمار اصف جلالي مړه شول

د عکس سرچینه، Social Media/ BBC
افغانستان کې دوو وتلو هنرمندانو اصف جلالي او اسدالله تاجزي چې د بي بي سي د تعلیمي پروژې 'نوي کور نوي ژوند' ډرامې د دري برخې د لوبغاړي رحیم داد په نامه هم مشهور و، له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
نامتو کمیډین (ټوکمار) اصف جلالي نن د زړه د درېدو له کبله په کابل کې ومړ او د نوي کور نوي ژوند ډرامې رحیم داد (اسدالله تاجزي) تېره شپه د تنفسي ستونزو له کبله سا ورکړه.
د هنر مینه وال وایي، د دغو هنرمندانو مړینه به د ډارامې او تیاتر لپاره لوی زیان دی.
اصف جلالي چې په کاکا اصف هم مشهور و د چهارشنبې په ورځ کابل کې د زړه د درېدو له امله ومړ.
آصف جلالي په تېرو دو لسیزو کې د افغانستان په بېلابېلو ټلویزیونو کې د ټوکمار رول لوبولی او په یوشمېر فلمونو او ډرامو کې یې هم کار کړی دی.

هغه د برهان الدین رباني د حکومت پر مهال ډرامو کې کار پیل کړ او د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ دهنو سیمه کې زیږېدلی و.
همکاران یې وایي چې جلالي في البدیهه ټوکي و او د مرګ پر مهال شاوخوا ۵۰ کلن و.
افغان ممثل عبدالله صاحب زاده چې ښاغلی جلالي د مجاهدینو د دورې له وخته پېژني او هغه سره یې په ګڼو ډرامو کې کار کړی دی، وایي، د ښاغلي جلالي مړینه د افغانستان تیاتر او سینما ته لویه تشه ده.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي جلالي مړینه د هنر په ډګر کې لویه تشه یاده کړې ده.
په همدې ورځ کابل کې د یوه بل مشهور هنرمند اسدالله تاجزي چې د بي بي سي نوي کور نوي ژوند ډرامه کې یې د رحیم داد په نوم کار کاوه، د مړینې خبر هم خپور شو.

رحیم داد د مړینې پر مهال ۷۸ کلن و او د مړینې لامل یې هم تنفسي ستونزې یادې شوې دي. هغه له میخانیکي لیسې فارغ شوی و او په پوهنې ننداره کې د میخانیک په توګه وګمارل شو.
ښاغلي تاجزي وروسته په ملي ټلویزیون کې د هنرمند په توګه کار پیل کړ او له دې سره یې ۲۲ کاله د بي بي سي دري نوي کور نوي ژوند ډرامه کې د رحیم داد رول ولوباوه.
د رحیم داد جنازه نن د کابل په بالا حصار سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.
په افغانستان کې طنز په ۱۳۴۷ کال "ترجمان" مجلې په چاپولو پیل شوی دی.
وروسته د افغانستان په رادیو کې د "میرزا قلم" په نامه پروګرام پیل شو، چې ډېر مینه وال یې لرل.










