د هند خپلواکۍ په هکله د فلمي ممثلې څرګندونو ناندرۍ راپورته کړې

راناوت

د عکس سرچینه، Getty Images

له بریتانیا د هند خپلواکۍ ترلاسه کولو په هکله د هندۍ ممثلې کنګنا راناوت څرګندونو په دې هېواد کې پراخې ناندرۍ راپورته کړې دي.

نوموړې پر پنجشنبه ویلي:

''په ۱۹۴۷ کې تر لاسه شوې خپلواکي بهیک (خیرات) و او اصلي خپلواکي په ۲۰۱۴ کال کې ترلاسه شوه. ''

اغلې راناوت چې د لومړي وزیر نرېندرا مودي کلکه ملاتړې ده، څرګنده اشاره یې په ۲۰۱۴ کال ټولټاکنو کې د لومړي وزیر مودي بریا ته وه.

پر خواله رسنیو ځینې کسانو نوموړې د دې څرګندونو له کبله د خپلواکۍ مبارزینو ته په سپکاوي تورونه کړې، خو ځینې نورو بیا د هغې ملاتړ کړی کړی.

د هند مرکزي اپوزیسیون کانګریس ګوند د نوموړې څرګندونې 'بې احساسه ' بللې دي.

پارلمان غړي انند شرما د نوموړې څرګندونې 'حیرانونکې او پاروونکې ' بللې او د هند له ولسمشره یې غوښتې چې له ممثلې پدما شري په نامه هغه څلورمه درجه معتبره ملکي جایزه بېرته واخلي، چې دا وروستیو کې ورکړل شوې وه.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د عام ادمي ګوند پریتي مېنن په ممبۍ کې چې اغلې راناوت پکې مېشت ده، شکایت کړی چې د دې څرګندونو له کبله باید د کنګناراناوت پر ضد د بغاوت قضیه ثبت کړي.

د لومړي وزیر نرېندرا مودي د بهارتیه جنتا ګوند یوه پارلمان غړي ورون ګاندي هم پر نوموړې نیوکې کړې.

راناوت د پاروونکو څرګندونو لپاره شهرت لري، چې پر خواله رسنیو بحث تودوي.

له دې مخکې نوموړې په بالیووډ کې پر خپلو همکارو هنرمندانو د خپلوۍ پالنې، مخدره موادو کاروونې او جنسي ځورونو تورونه پورې کړي وو.

کنګنا راناوت په یو شمېر فلمونو کې کامیاب تمثیل کړی او شهرت یې موندلی، خو دا وروستیو کې یو شمېر هغو فلمونو ډېر عاید نه دی ترلاسه کړی، چې دې پکې رول درلود.

له دې مخکې په فلمونو کې نویو کسانو ته د رول ورکولو بدل کې د فلم چمتو کوونکو کسانو له لوري د جنسي اړیکو غوښتنې په هکله د اغلې راناوت نیوکې ډېرې ستایل شوې وې.

نوموړې له دې کبله هم ډېره ستایل شوې، چې له یوه کوچني ښاره بالیووډ ته راغله، کامیابه شوه او بیا د هند په فلمي صنعت کې د پلارګنۍ پالنې مروج دود پر وړاندې ودرېده.