د تیګرای شخړه: ایتیوپیا النجاشي تاریخي جومات رغوي

سیمه وال اټکل کوي چې د نجاشي جومات افریقا کې تر ټولو لرغونی جومات دی

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، سیمه وال اټکل کوي چې د النجاشي جومات افریقا کې تر ټولو لرغونی جومات دی

د ایتیوپیا حکومت د هغه جومات ترمیمولو ژمنه کړې چې څو پېړۍ لرغونتوب لري او تېره میاشت د دغه هېواد شمال تیګرای سیمه کې د جګړې پرمهال زیانمن شوی دی.

رپوټونه وايي، "النجاشي جومات" بمبار کې زیانمن شوی، ګنبذه او د اذان مناره یې هم زیانمنه شوې ده.

حکومت وايي، جومات ته څېرمه یوه کلیسا هم جګړه کې زیانمنه شوې چې د ترمیمولو هوډ یې لري.

سیمه ییز خلک وايي، النجاشي جومات افریقا ته کډه شویو لومړنیو مسلمانانو د اسلام د پیغمبر په وخت کې جوړ کړی.

د اسلام لومړیو کې ځینې مسلمانان حبشې ته کډوال شول، چې هغه وخت دا سیمه د اکسوم مملکت په نامه یادېده.

ځايي مسلمانان باوري دي چې هلته په ړنګو شویو قبرونو کې ۱۵ تابعین ښخ شوي دي.

دوی دا هم وايي، دا جومات په افریقا کې له لومړنیو جوماتونو ګڼل کېږي، خو ځینې نور بیا وايي چې افریقا کې تر ټولو لرغونی جومات مصر کې دی.

دا جومات ووکرو ښار ته څېرمه پروت دی، چې د ایتیوپیا له پلازمېنې ادیسه ابابا شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره واټن لري.

جومات ته څه ور شوي؟

ترکیه د جومات ترمیمولو کې برخه اخلي
د عکس تشریح، ترکیه د جومات ترمیمولو کې برخه اخلي

یوې غیر انتفاعي (له افریقا سره د اروپا بهرنی پروګرام) نومې ټولنې چې دفتر یې بلجیم کې دی، ویلي "د ډسمبر پر ۱۸مه، پر النجاشي جومات بمبار وشو او بیا ایتیوپیايي او ایریتیریايي ځواکونو ولوټه".

دا ټولنه زیاتوي "د ټیګرای سرچینې وايي، هغه کسان وژل شوي چې د جومات ساتلو هڅه یې کوله".

تر اوسه حکومت د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي. د ایتیوبيا او ایریتریا حکومتونو په تیګرای کې د خپلو ځواکونو موجودیت رد کړی.

د اییوپیا حکومتي تلوېزیون د دوشنیې په ورځ د ځايي خلکو له خولې ویلي، د تیګرای د ازادۍ ولسي جبهې ځواکونو د جومات شاوخوا خندقونه کیندلي، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.

حکومت په تیګرای کې پر رسنیو ټینګ بندیزونه لګولي، چې د دا ډول خبرونو تاییدول یوڅه ګران ښکاري او هلته د مرستندویانو پر ورتګ هم محدودیتونه دي.

له بي بي سي سره خبرو کې د ایتیوپیا د میراث ساتې ټولنې مرستیال مشر ابیباو ایالو ویلي، یوه ډله استول شوې چې تر ترمیم پیلېدو مخکې هلته جومات او کلیسا ته د اوښتي زیان جاج واخلي.

دی وايي "دا ځایونه یوازې عبادتځي نه دي، بلکې د ایتیوپیا میراث هم دی".

د تیګرای په اړه پنځه شیان

باور دی چې اکسوم د سبا د ملکې توراتي ځای دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، باور دی چې اکسوم د سبا د ملکې توراتي ځای دی
  • په دې سیمه کې پېړۍ پخوا د "اکسوم" په نامه مملکت و. ویل کېږي دا د لرغونې نړۍ یو لوی تمدن ګڼل کېده، چې یو مهال یې د روم او فارس تر امپراتوریو قوي دولت درلود.
  • د اکسوم ښار پاتې برخې د ملګرو ملتونو د میراثونو نوملړ کې شاملې شوې دي. د دې سیمې تاریخي لرغونتوب تر لومړۍ او دیارلسمې میلادۍ پېړۍ پورې رسېږي، چې ځینې کلاګانې، د پاچاهانو مقبرې، کلیساوې او د پاچاهانو تابوتونه پکې شامل دي.
  • د تیګرای ډېری وګړي ایتیوپیايي ارتودوکس مسیحیان دي، چې نسل یې تر ۱۶۰۰ میلادي کال پورې رسېږي.
  • په سیمه کې رسمي ژبه "تیګریني" ده، په دې سامي ژبه په ټوله نړۍ کې تر اوو میلیونو لږ وګړي خبرې کوي.
  • د سیمې اصلي حاصلات شړشم دي، چې امریکا، چین او ځینو نورو هېوادونو ته صادرېږي.