ایتیوپیا د تیګرې مساله کې د مداخلې نه کولو غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Reuters
د ایتیوپیا لومړي وزیر ابي احمد له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ټیګرې په لانجه کې دې لاسوهنه نه کوي، مګر هغه وخت چې حکومت مرسته وغواړي.
مخکې له دې چې د ایتیوپیا پوځ د شمالي تیګرای پر مرکز د برید ګواښ وکړي، ملګرو ملتونو هلته د احتمالي جنګي جرمونو په پېښېدو اندېښنه ښودلې ده.
د ایتیوپیا مرکزي حکومت او په ټیګرای کې د نورو ځواکونو ترمنځ کابو درې اونۍ جګړه روانه ده.
په دې جګړه کې سلګونه کسان وژل شوي او لسګونه زره تښتېدلي دي.
مرستندویو ټولنو وېره ښودلې چې هلته به روانه جګړه بشري ناورین رامنځ ته کړي چې په ختیځه افریقا کې د ترینګلتیا لامل کېدای شي.
یوه ورځ مخکې د ایتیوپیا پوځ ویلي وو، چې د ټیګرې مرکز میکیلي خوا ته مخکې تللي. هلته کابو ۵۰۰ زره وګړي اوسېږي.
د تېرې یکشنبې په ورځو د ایتیوپیا لومړي وزیر ابي احمد د ټیګرای ځواکونو د ۷۲ ساعته خبرداري ختمېدو په اړه ویلي وو، چې دغه ځواکونه دې تسلیم شي ځکه چې "دوی په داسې برخه کې دي، چې بېرته نه شي راستنېدلی".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
خو په ټیګرای کې ځواکونو ویلي، جګړې ته دوام ورکوي. ددغې ډلې مشر دبرسیون جبرمیکاییل ویلي "زموږ د سیمې د اداره کولو له حق نه د دفاع لپاره مرګ ته هم چمتو یو".
په ورته وخت کې، د ایتیوپیا د دولت له خوا ګومارل شوې د بشري حقونو جرګه ګۍ د ټیګرای د ځوانانو یوه ډله تورنه کړې ده چې د روانې میاشتې لومړیو کې د ۶۰۰ ولسي وګړو د وژنې مسئوله ده.
د بښنې نړیوال سازمان په لومړي ځل د مای کادرا سیمه کې د وژنو رپوټ ورکړ، خو دا یې ثابته نه کړای شوه چې ددې وژنو تر شا څوک وو او څومره کسان وژل شوي وو.
د ټیګرای د ولس د ازادۍ جبهې- چې پر ټیګرای واکمن او یو سیاسي ګوند دی- په دې وژنو کې لاس لرل رد کړي او د وژنو د خپلواکې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.
هلته تاوتریخوالی وروسته تر هغه پیل شو، چې په ایتیوپیا کې مرکزي حکومت یاده جبهه په ناقانونه ټاکنو او د وسلو ترلاسه کولو پخاطر پر پوځي اډې په برید تورنه کړې وه.

د عکس سرچینه، Reuters
په ځواب کې یې ښاغلي ابي- چې د نوبل د سولې جایزه یې هم ګټلې-په ټیګرای کې د ولس د ازادۍ جبهې پر ضد پوځي عملیات وکړل او دوی یې خاین وبلل.
خو یاده جبهه مرکزي حکومت ناقانونه بولي او وايي چې ابي د هېواد د اداره کولو وړتیا نه لري.









