د ایتیوپیا د پوځ مشر د خپل ساتونکي په ډزو ووژل شو

د عکس سرچینه، ETHIOPIAN TV
د ایتیوپیا د لومړي وزیر ابي احمد دفتر ویلي، د پوځ مشر د خپل ساتونکي په ډزو وژل شوی دی.
پېښه د حبشې (ایتیووپیا) پلازمېنه ادیسه ابابا کې شوې ده.
لومړي وزیر ویلي، جنرال سیاري میکونین او یو بل افسرد هېواد شمال امهره سیمه کې د ادارې پرضد د کودتا د هڅې مخنیوي کې مداخله کوله، چې دواړه وژل شوي.
خبري رسنیو د لومړي وزیر د ویاند له خولې ویلي، د پوځ د مشر ساتونکي ډزې کړې دي.
په ډزو کې د امهره ولایت مشر او د هغه سلاکار هم وژل شوي دي.
د ایتیوپیا تلوېزیون ویلي، د امهره ولایت چارواکی امباچو مکونن او د هغه سلاکار د شنبې په ورځ په خپلو دفترونو کې ویشتل شوي، چې په وینا یې د کودتا تر شا پوځ کې د یوه پړکمشر لاس و.
لومړي وزیر پر تلوېزیون په پوځي جامو کې وویل: "د امهره ولایت مرکز کې برید ځینې چارواکي ووژل".
حکومت څه موده وړاندې په سیمه کې د "کودتا د هڅې" خبر ورکړی و. رپوټونه وايي په هېواد کې انټرنېټ کار نه کوي.
د امهره مرکز "بحر دار" کې مېشتو وګړو ویلي، د ډزو غږونه یې اورېدلي دي. د امریکا سفارت ویلي، د اتیوپیا پلازمېنه کې د ډزو د غږونو په اړه رپوټ ورکړل شوی.
ابي تېر کال ټاکنو کې لومړی وزیر شو، چې واک ته تر رسېدو وروسته یې د سیاسي بندیانو د ځورولو د لړۍ ختمولو، پر سیاسي ګوندونو د بندیز لیرې کولو او د بشري حقونو په سرغړونه د تورنو چارواکو د محاکمه کولو ویلي وو.
ملګري ملتونه وايي، واک ته د ښاغلي ابي تر رسېدو وروسته توکمیز تاوتریخوالی ډېر شوی چې له کبله یې ۲٫۴ میلیون ایتیوپیایان خپلو مېنو پرېښودو ته اړایستل شوي.
ابي ویلي، دپوځ مشر جنرال سیاري میکونین د "بهرنیو اجرتي قاتلانو" د برید قرباني شوی، خو نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د عکس سرچینه، Reuters
دی زیاتوي، په امهره کې پر ځینو نورو چارواکو هم د غونډې پرمهال خپلو ملګرو ډزې کړې دي.
د ابي ویاند وړاندې ویلي وو، د کودتا سمبالوونکو غوښتل په امهره کې د سیمه ییز حکومت مشر امباچیو میکونین له واکه لیرې کړي، چې پوځ یې مخه ونیوه.
په امهره کې واکمن ګوند په یوه خبرپاڼه کې یو پخوانی امنیتي چارواکی، چې د ابي له واکمنېدو سره له بنده خوشی شوی، د تاوتریخوالي د پېښو په پیلولو تورن کړی.
رویټرز خبري اژانس په بحر دار کې د یوه استاد له خولې ویلي، ډزې څلور ګړۍ روانې وې:
"په پیل کې مې ګومان کاوه چې ګني عادي پېښه ده چې بیا وروسته مې د درنو وسلو غږونه واورېدل".










