په برتانیا کې د نوح (ع) بېړۍ

دا په نړۍ کې له لویو تجسمي موزیمونو دی

د عکس سرچینه، Bigship BV

د عکس تشریح، دا په نړۍ کې له لویو تجسمي موزیمونو دی

د برتانیا اپسویچ ښار په سمندرغاړه کې یو لوی موزیم د نوح (ع) پیغمبر د بېړۍ په بڼه جوړ شوی، چې د ځینو کسانو انځورونه پکې جوړ شوي دي. د دې بېړۍ اوږدوالی ۷۰ متره دی، چې لرګینې مجسمې پکې لګول شوې دي.

د دغه موزیم یو څارونکی آډ پیټر وايي، دا بېړۍ چې په ۳ میلیون یورو جوړه شوې ده، د زیارت کوونکو لپاره یوه ښه "کلتوري تجربه" ده، خو دیني نه ده.

په موزیم کې تجسمي کیسې هم شته: د ادم او حواء کیسه، د قابیل او هابیل کیسه. همدا راز پکې ۱۲ متره لوړه د "ژوند ونه" هم اېښودل شوې.

دجوړښت له مخې تر ډېره طبیعي توکي پکې کارول شوي، د بېړۍ مساحت ۲۰۰ مربع متره دی.

هالنډي ډرامه وال پیټر وايي: "موږ د څیزونو د تشریح لپاره سکرین نه لرو، بلکې غواړو خلک یې په سترګو وویني. نو په بېړۍ کې چکر وهل یو ډول عاطفي تجربه ده."

په موزیم کې د "سپېڅلي کتاب" د کیسو پربنسټ ځینې صحنې جوړې شوې دي

د عکس سرچینه، Bigship BV

د عکس تشریح، په موزیم کې د "سپېڅلي کتاب" د کیسو پربنسټ ځینې صحنې جوړې شوې دي
د بېړۍ په زړه کې د "ژوند ونه" هم جوړه شوې، چې ۱۲ متره ده

د عکس سرچینه، Bigship BV

د عکس تشریح، د بېړۍ په زړه کې د "ژوند ونه" هم جوړه شوې، چې ۱۲ متره ده

دی زیاتوي: "ژوند د کیسو یوه ګډوله ده، که پر ژوند پوه شو، نور ژوند راته اسانېدلی شي."

پیټر په ۲۰۱۰ کال دا بېړۍ وپېله او ټیک ۵ میاشتې ۵۰ تجربه لرونکو کسانو کار پکې وکړ، اټکل دی چې د نوح پیغمبر د اصلي بېړۍ نیمايي اندازه لري.

د موسی علیه السلام د کیسې یوه برخه هم په موزیم کې انځور شوې ده
د عکس تشریح، د موسی علیه السلام د کیسې یوه برخه هم په موزیم کې انځور شوې ده

پیټر وايي، ددغه موزیم په جوړولو یې له خپل ځانه لګښت کړی او له هېچا یې مالي مرسته نه ده اخیستې.

دا بېړۍ به درې میاشتې په اپسویچ سمندرغاړه کې نندارې ته پاتې وي او د اونۍ اوو ورځو کې به پرانیستی وي.

دا د نوح پیغمبر د اصلي بېړۍ په بڼه لګرینه ده
د عکس تشریح، دا د نوح پیغمبر د اصلي بېړۍ په بڼه لګرینه ده