تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په برتانیا کې د نوح (ع) بېړۍ
د برتانیا اپسویچ ښار په سمندرغاړه کې یو لوی موزیم د نوح (ع) پیغمبر د بېړۍ په بڼه جوړ شوی، چې د ځینو کسانو انځورونه پکې جوړ شوي دي. د دې بېړۍ اوږدوالی ۷۰ متره دی، چې لرګینې مجسمې پکې لګول شوې دي.
د دغه موزیم یو څارونکی آډ پیټر وايي، دا بېړۍ چې په ۳ میلیون یورو جوړه شوې ده، د زیارت کوونکو لپاره یوه ښه "کلتوري تجربه" ده، خو دیني نه ده.
په موزیم کې تجسمي کیسې هم شته: د ادم او حواء کیسه، د قابیل او هابیل کیسه. همدا راز پکې ۱۲ متره لوړه د "ژوند ونه" هم اېښودل شوې.
دجوړښت له مخې تر ډېره طبیعي توکي پکې کارول شوي، د بېړۍ مساحت ۲۰۰ مربع متره دی.
هالنډي ډرامه وال پیټر وايي: "موږ د څیزونو د تشریح لپاره سکرین نه لرو، بلکې غواړو خلک یې په سترګو وویني. نو په بېړۍ کې چکر وهل یو ډول عاطفي تجربه ده."
دی زیاتوي: "ژوند د کیسو یوه ګډوله ده، که پر ژوند پوه شو، نور ژوند راته اسانېدلی شي."
پیټر په ۲۰۱۰ کال دا بېړۍ وپېله او ټیک ۵ میاشتې ۵۰ تجربه لرونکو کسانو کار پکې وکړ، اټکل دی چې د نوح پیغمبر د اصلي بېړۍ نیمايي اندازه لري.
پیټر وايي، ددغه موزیم په جوړولو یې له خپل ځانه لګښت کړی او له هېچا یې مالي مرسته نه ده اخیستې.
دا بېړۍ به درې میاشتې په اپسویچ سمندرغاړه کې نندارې ته پاتې وي او د اونۍ اوو ورځو کې به پرانیستی وي.