شاه رخ خان د خپلې لور او زوی په هکله څه وايي؟

آریان خان اپنے والدین کے ہمراہ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، شاه رخ خان وايي، لور یې رول لوبولو او زوی یې فلم جوړولو سره مینه لري.
    • Author, نصرت جهان
    • دنده, بي بي سي لندن

د بالیووډ د وتلي ستوري شاه رخ خان زوی ارین خان لا پخوا ویلي چې هغه رول لوبولو سره نه، بلکې فلم جوړلو سره ډېره لېوالتیا لري.

خو مسله دا ده چې هغه خپل کار له ډایرېکټرۍ پیلول غواړي.

ویل کېږي، د شاه رخ خان پر پخواني ملګري کرن جوهر خپلوانو تېره میاشت تور پورې کړی چې راتلونکي فلم تخت کې یې ارین خپل مرستیال ډایرېکټر ګومارلی دی.

څه مهال مخکې شاه رخ خان هم یوه مرکه کې وویل، چې ارین د فلم جوړولو زدکړې کوي، خو لور یې سوهانا له رول لوبولو سره مینه لري.

کرن جوہر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کرن جوهر د خپلو ملګرو د بچیانو په کار ګومارلو کې مشهور دی.

خو شاه رخ خان دا هم وویل، چې ارین خان به هغه مهال فلم جوړوونکی شي، چې زدکړې بشپړې کړي.

تخت د څو ستورو فلم دی، چې رنویر سینګ، کرینه کپور، عالیه بټ، وکي کوشل، جهانوي کپور او انیل کپور هم پکې لوبېږي.

څومره چې د کرن جوهر خبره ده، نوموړی په کار کې د خپلو ملګرو د بچیانو شاملولو له مخې اول نمبر بلل کېږي، هغه که عالیه بټ یا د چنکي پانډې لور عنایه پانډې ده.

هغه ستوري چې سرطان یې مات کړ

عرفان خان

د عکس سرچینه، NBCUNIVERSAL

د عکس تشریح، عرفان خان

د بالیووډ ستورې سونالي بیندري او عرفان خان د سرطان په څېر مرګونې ناروغۍ تر ماتولو وروسته بیا د خپل ورځني ژوند په لور روان شول.

عرفان خان تېره اونۍ له امریکا هند ته ستون شو او اوس خبره دا ده چې هغه هندي میډیم فلم لپاره شتوټېنګ پیلوي.

عرفان خان یوه پوسټ کې له خلکو او مینوالو مننه کړې او ویلي یې دي چې د دوی دوعا یې ستونزمن وخت کې حوصله زیاتوله.

سونالی بیندرے

د عکس سرچینه، SONALI BENDRE/ FACEBOOK

د عکس تشریح، سونالي وايي، یوه شېبه یې هم دې سوچ ته ځای ور نه کړ چې سرطان به یې مړه کړي.

له بلې خوا سونالي بېندري هم له سرطان درملنې وروسته خپل انځورونه خپاره کړي دي.

هغې ویلي چې سرطان یې پوره معده کې خپور شوی و او نیویارک کې ډاکټرانو ورته وویل د بچېدو ۳۰ سلنه چانس یې شته.

خو زیاتوي چې له دې سره سره خپله او مېړه یې هیله من و او یوه شېبه یې هم دا فکر ونه کړ چې له دې مرګونې ناروغۍ به مړه شي.