تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شاه رخ خان د خپلې لور او زوی په هکله څه وايي؟
- Author, نصرت جهان
- دنده, بي بي سي لندن
د بالیووډ د وتلي ستوري شاه رخ خان زوی ارین خان لا پخوا ویلي چې هغه رول لوبولو سره نه، بلکې فلم جوړلو سره ډېره لېوالتیا لري.
خو مسله دا ده چې هغه خپل کار له ډایرېکټرۍ پیلول غواړي.
ویل کېږي، د شاه رخ خان پر پخواني ملګري کرن جوهر خپلوانو تېره میاشت تور پورې کړی چې راتلونکي فلم تخت کې یې ارین خپل مرستیال ډایرېکټر ګومارلی دی.
څه مهال مخکې شاه رخ خان هم یوه مرکه کې وویل، چې ارین د فلم جوړولو زدکړې کوي، خو لور یې سوهانا له رول لوبولو سره مینه لري.
خو شاه رخ خان دا هم وویل، چې ارین خان به هغه مهال فلم جوړوونکی شي، چې زدکړې بشپړې کړي.
تخت د څو ستورو فلم دی، چې رنویر سینګ، کرینه کپور، عالیه بټ، وکي کوشل، جهانوي کپور او انیل کپور هم پکې لوبېږي.
څومره چې د کرن جوهر خبره ده، نوموړی په کار کې د خپلو ملګرو د بچیانو شاملولو له مخې اول نمبر بلل کېږي، هغه که عالیه بټ یا د چنکي پانډې لور عنایه پانډې ده.
هغه ستوري چې سرطان یې مات کړ
د بالیووډ ستورې سونالي بیندري او عرفان خان د سرطان په څېر مرګونې ناروغۍ تر ماتولو وروسته بیا د خپل ورځني ژوند په لور روان شول.
عرفان خان تېره اونۍ له امریکا هند ته ستون شو او اوس خبره دا ده چې هغه هندي میډیم فلم لپاره شتوټېنګ پیلوي.
عرفان خان یوه پوسټ کې له خلکو او مینوالو مننه کړې او ویلي یې دي چې د دوی دوعا یې ستونزمن وخت کې حوصله زیاتوله.
له بلې خوا سونالي بېندري هم له سرطان درملنې وروسته خپل انځورونه خپاره کړي دي.
هغې ویلي چې سرطان یې پوره معده کې خپور شوی و او نیویارک کې ډاکټرانو ورته وویل د بچېدو ۳۰ سلنه چانس یې شته.
خو زیاتوي چې له دې سره سره خپله او مېړه یې هیله من و او یوه شېبه یې هم دا فکر ونه کړ چې له دې مرګونې ناروغۍ به مړه شي.