پردي واده کې د شاه رخ خان اتڼ؟

د عکس سرچینه، AFP
- Author, نصرت جهان
- دنده, بي بي سي لندن
روانه اونۍ د دیپیکا پاډوکون او رنویر سینګ له واده وروسته لږ تر لږه د عشق یوه پټه کیسه نه یوازې برالا شوه، بلکې د مینو په یو ځای کېدو سره په وصال پای ته هم ورسېده.
خو بالیووډ کې نورې ورته کیسې هم شته.
یوه بله کیسه د فلمي ممثلې پریانکا چوپړه او د هغې بهرني ملګري نیک جونز تر منځ ده، چې ښايي د دسمبر دویمه اونۍ کې برالا شي او پاتې کېږي درېیمه او څلورمه کیسه چې د رنبیر کپور- عالیه بټ، ارجن کپور او ملایکه اروړه خان تر منځ دي.
دغه کیسې به تر کله پټې پاتې شي، وخت به یې وښيي.
خبریالانو د پریانکا د واده پوښتنه د مشهور فلمي ستوري شاه رخ خان مخ ته هم کېښوده، خو هغه خبره په دیپلوماتیک انداز پر ټوکه بدله کړه او د هندي ژبې یو متل یې تېر کړ، چې مفهوم یې په پردي واده کې د اتڼ کولو معانا ورکوي.

د عکس سرچینه، AFP
نوموړي د خپل نوي فلم 'زیرو ' د تبلیغاتي کمپاین پر مهال په دې اړه خبریالانو ته مشوره ورکړه، چې باید خپله په پریانکا پسې د ځواب لپاره وګرځي.
بل لور ته د عامر خان او امیتاب بچن د نوي فلم 'ټهګز اف هندوستان ' په باب ویل کېږي چې سخت ناکام دی او د فلم نندارچیانو نه دی خوښ کړی، خو بیا هم دغه فلم وکولای شول د څه باندې شل میلیونو روپیو کاروبار وکړي.
داسې رپوټونه هم شته چې ګواکې عامر خان د دغه فلم له ګټې خپله برخه نه اخلي، خو د خواله رسنیو کاروونکي نه یوازې پر فلم نیوکې کوي، بلکې د فلم پر ممثلینو هم اعتراضونه کوي.
د خواله رسنیو ځینې کاروونکي وايي، د ټهګز اف هندوستان فلم له لارې چې د نامه مانا یې د هندوستان ټګان ده، له دوی سره ټګي برګي شوې.
شاه رخ په خپلو خبرو کې پر دغې موضوع هم وغږېد او یو ډول یې د خپل نژدې ملګري عامر خان دفاع وکړه. شاه رخ د بېلګې په توګه خپل یو فلم یاد کړ 'جب هري میټ سیجل ' چې ګواکې ناکام شوی و.
له ټهګز اف هندوستان سره څه کېږي او یا شاه رخ خان چې اوس د خپل فلم زیرو لپاره تبلیغاتي کمپاین کوي، څومره به د فلم نندارچیانو خوښ شي؟ دا دواړه پوښتنې به وخت ځواب کړي.
دغه فلم کې له شاه رخ خان سره انوشکا شرما رول لوبولی دی او دې سره په فلمي نړۍ کې د انوشکا لس کاله هم بشپړ شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
انوشکا لومړی فلم هم له شاه رخ خان سره یو ځای جوړ کړی و، چې 'رب نې بنادي جوړې ' نومېده او لس کاله وروسته په زیرو نومي فلم کې له شاه رخ سره بیا یو ځای لیدل کېږي.
د انوشکا په اړه ویل کېږي چې نه یوازې ډېر زیار او زحمت کوي، بلکې بې کچې وړتیا هم لري او په نوي فلم کې یې هم رول خورا مهم دي.








