هند: د مودي په اړه نوي فلم جنجال جوړ کړی

وېوېک اوبرای د لومړي وزیر نرېندرا مودي په رول کې کار کړی.

د عکس سرچینه، The India Today Group/Getty Images

د عکس تشریح، د سینما ستوري وېوېک اوبرای د لومړي وزیر نرېندرا مودي په رول کې کار کړی.

په هند کې د اوسني لومړي وزیر نرېندرا مودي ژوند او سیاسي هڅو په اړه نوی جوړ شوی فلم چې ژر به نندارې ته وړاندې شي بحث پاروونکی شوی.

یوې لنډې ویډیو کې د کشمیر له واورو ډکو غرونو کې د بیرق د رپېدا د اواز تر څنګ یو دروند غږ راپورته کېږي چې وايي "هند به له ترهګرۍ ونه وېرېږي". دا سړی د غره سر ته د سرتېرو د ختلو مشري کوي چې وروسته د وسله والو له خوا تر سخت برید لاندې راځي.

دغه کس د هند د اوسني لومړي وزیر نرېندرا مودي په رول کې کار کړی او په دوه نیم دقیقه يي ټرېلر یا د فلم لنډې ویډیو کې دا تر ټولو ډېر په یاد پاتې کېدونکې او تر راتلونکو ټاکنو وړاندې سیاسي بحث پاروونکې صحنه ده.

بشپړ فلم وړاندې تر دې چې په هند کې رایه ورکونه پیل شي، د اپرېل پر پنځمه نندارې ته وړاندې کېږي. دې فلم د مخالف ګانګرېس ګوند توند غبرګون راپارولی او دا د واکمن بي جې پي ګوند بربنډ سیاسي خوځښت بولي.

واکمن ګوند پکې ښکېل نه دی خو فلمي ستوری ویوېک اوبېرای چې د لومړي وزیر مودي رول یې لوبولی د هغه ښکاره ملاتړی دی. د میاشتې په پیل کې د فلم د ټرېلر خپرېدو پرمهال هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې د بې جې پي ګوند شعار تکرار کړ چې "مودي هې تو ممکن هې" معنا چې مودي وي نو شونې ده.

د فلم په ویاړ غونډه کې د بي جې پي لوړپوړي سیاسي مشرانو هم ګډون درلود، خو د لومړي وزیر نرېندرا مودي فلم پروډیوسرانو د هند د ټاکنو کمیسیون ته ویلي چې یوازې د دوی خپلې پانګې کارول شوي.

سره له دې چې د فلم لیکوال او پروډیوسر سندیپ سنګ وايي چې فلم یې سیاسي موخه نه لري، خو نیوکګر یې ورسره نه مني.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې فلم نیوکګر راجا سن وايي د فلم وخت ډېر مشکوک دی. دی وايي دا چې د فلم شوټنګ په جنورۍ کې پیل شو او اپرېل میاشت کې نندارې ته وړاندې کېږي هغه هم تر ټاکنو وړاندې، دا د لومړي وزیر مودي په ګټه تمامېږي.

د بالیووډ ځینې مشهورې څېرې د لومړي وزیر مودي سره سلفي عکس کې.

د عکس سرچینه، Instagram/ Karan Johar

د عکس تشریح، د بالیووډ ځینې مشهورې څېرې د لومړي وزیر مودي سره سلفي عکس کې.

په فلم کې چې د ښاغلي مودي د ټول ژوند کیسه پکې شته، له ماشومتوب او "چای والا" څخه تر لومړي وزیر کېدو، د نیوکګرو په اند تر ټولو ځوروونکې صحنه یې هغه ده چې په ۲۰۰۲ کال کې د ګجرات په مظاهرو کې نرېندرا مودي خواشیني ښکاري، ځکه په هغو مظاهرو کې تر ۱۰۰۰ ډېر خلک ووژل شول چې ډېری یې مسلمانان ول.

مظاهرې د مودي تر نظر لاندې ترسره شوې او په دې تورن شو چې د درولو لپاره یې کافي هڅې ونه کړې. په لوېديځ کې هم د ده پر وړاندې نظر بدل شوی و او یوځل خو امریکا ویزه ورنکړه. خو ۶۸ کلن مودي تل ویلي چې کوم ناسم کار یې نه دی کړی.

د سینما ستوري وېوېک اوبرای د لومړي وزیر نرېندرا مودي په رول کې کار کړی.

د عکس سرچینه، PM Narendra Modi Facebook

د عکس تشریح، د "لومړي وزیر نرېندرا مودي" فلم تر ټاکنو وړاندې د اپرېل پر پنځمه نندارې ته وړاندې کېږي.

په هند کې سینما له لسیزو راهیسې هغو مسلو ته د خلکو د پام ور اړولو لپاره تولید درلودلی چې ښايي ملي ګټې وبلل شي او یا دا چې د ټولنې د اصلاح لپاره خلکو ته لارښوونه وکړي.

بالیووډ سینما تر دې وړاندې هم د ځینو هندي سیاسي شخصیتونو په اړه فلمونه جوړ کړي چې دا یې ښايي یو له تر ټولو ډېرو بحث پاروونکو وي.