یوې هندي الاصله بریتانوۍ د فلم لپاره پښتو زده کړې
یوې هندۍ الاصلې بریتانوۍ په فلم کې د لوبېدو لپاره پښتو ژبه زده کړې ده.
نریجه نایک د انګلستان له مخکښ پوهنتون کېمبرېج نه د بانکي پانګونې نه فارغه شوې خو خپل مسلک یې پرې ایښی او فلمونو ته یې مخه کړې.
په مخدره توکو یوه نوي جوړ شوي فلم کې نوموړې د یوې افغانې رول لوبولی.