فریده: د جنسي غلامۍ فلم کې مې ولې رول ولوباوه؟

د عکس سرچینه، LOVE SONIA
د اوسکار جایزې ګټونکي فلم سلیم ډاګ ملینیر سره مشهوره شوې هنرمنه فریده پنټو یوه نوي فلم کې کار کوي، چې د سېکس لپاره د قاچاق شویو نجونو په هکله جوړ دی.
دا په لو سونیا(مینه سونیا) فلم کې د رشمي رول لوبوي، چې ممبيي کې د مینځې( جنسي غلامې) په توګه کار کوي.
دا فلم په ریښتونو پېښو ولاړ دی او د ژغورل شوې نجلۍ کیسه ده.
دې فلم کې لوبغاړې فریده پنټو وايي، سلیم ډاګ ملینیر وروسته دې فلم کې رول لوبولو سره د مینې ښکار شوه.
"دې فلم جوړولو لس کاله وخت ونیو، د دې فلم متن یا سکرپټ مې ۲۰۰۸ کال کې ووایه، زه هغه وخت له دې کیسې ډېره اغېزمنه شوم هغه مهال امریکا کې د ماشومانو ورکېدو مسله وه. کله به چې کوم کس ورکېده، نو سوچ به دې کاوه چې اخر هغه چرته ځي. هغه چرته لېږل شوی دی. هغه چرته پلورل کېږي".

فریده پنټو وايي، دا فلم به تر هغه د حالاتو سره روان او بازار لري چې تر څو د دې نوي عصر غلامي ختمه شوې نه وي:
"د هنرمنې په توګه د رشمي رول لوبول راته یو خوب او خیال ښکاري. ته د هر ډول ښځې رول لوبولی شې".
د فلم ډایرېکټر تبرېز نوراني وايي، که څه هم دغه فلم هند کې ښه ونه چلېد، خو لږ تر لږه یې دغه هېواد کې پر دغه مسله خبرې پیل کړې:
"خلک اوس پر دې غږېږي او دا بحثونه زیاتېږي".

هند کې د ورځې ۲۷۰ ښځې او نجونې ورکېږي، همدا وجه وه چې تبرېز نوراني یې فلم جوړولو ته وهڅاوه.
د دغه فلم بله لوبغاړې رچا چډا وايي، هند کې د نجونو قاچاق یوه لویه مسله ده:
"تاسو هر ځای د ورکو شویو نجونو پوسټر لیدلی شئ.هغه که د بس تمځی وي، مارکېټ یا د پټلۍ تمځی. دې شي ډایریکټراغېزمن کړ، پلټنه یې وکړه او فلم یې ولیک"ه.
خپله تبرېز نوراني هم وايي، فکر یې نه کاوه چې لس کاله مخکې هند کې داسې فلم خپور شوی وی.








