د هندي سینما پښتون ستوری قادرخان کاناډا کې ومړ

قادر خان یوه مرکه کې ویلي و، د افغانستان پلازمېنه کابل کې پيدا شوی، خو اصلي ټاټوبی يې کندهار دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، قادر خان یوه مرکه کې ویلي و، د افغانستان پلازمېنه کابل کې پيدا شوی، خو اصلي ټاټوبی يې کندهار دی

د هندي سینما مشهور ستوری قادرخان د کاناډا یوه روغتون کې ومړ. د نوموړي زوی سرفراز خان د پلار مړینه تایید کړې ده.

سرفراز خان بي بي سي ته وویل:

'زما پلار نور له موږ سره نه شته. '

قادرخان نه یوازې خورا مشهور ممثل و، بلکې د ۸۱ فلمونو لپاره یې مکالمې او سیناریوګانې هم لیکلې وې.

قادرخان له څه مودې راهیسې ناروغ و او څو ځله یې پر خواله رسنیو د مړینې ګنګوسې خپرې شوې.

ځینې مشهورو فلمي ستورو د قادرخان لپاره د ښو هیلو څرګندونه وکړه.

قادرخان ۱۹۷۳ کال کې د راجیش کهنه له 'داغ ' نومي فلم سره بالیووډ ته داخل شو او له ۳۰۰ ډېرو فلمونو کې یې تمثیل وکړ.

له هدیرې تر بالیووډه

په بمبۍ کې یې د کور تر څنګ یې د یهودانو هدیره وه، نیمه شپه به یو زلمی په دغه هدیره کې لیدل کېده، چې فلمي ډایلاګ یا مکالمې به یې ویلې. یوه شپه همداسې ریاضت کېده چې د بتۍ رڼا شوه. یوه سړي پوښتنه وکړه:

' دا نیمه شپه هدیره کې څه کوې؟ '

زلمي وویل:

'د ورځې چې مې لیک لوست کې هره جمله خوښه شي، د شپې یې دلته تکراروم. '

اشرف خان نومي هغه سړي فلمونو سره سروکار درلود، له زلمي یې وپوښتل:

' تیاتر کې تمثیل کوې؟ '

قادرخان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، قادرخان د تمثیل تر څنګ فلمي سیناریو هم لیکله

هغه زلمی قادرخان و، چې له هغه ځایه پیل شوي فلمي سفر یې بیا تر لسیزو پورې دوام وکړ.

خو د قادرخان د ژوند سفر له خورا ډېرو ستړو ستونزو ډک و.

نوموړي خپله یوه مرکه کې ویلي وو، کابل کې یې له زېږېدو مخکې کې درې مشران وروڼه مړه شوي وو او له هغه وروسته یې مور پلار مجبور کړی و، چې هند ته کډوال شي.

قادرخان وايي، پلار یې پېسې نه درلودې او د ممبۍ په کماټي پوره نومې یوه خواره سیمه کې یې ژوند پیل کړ. د مور پلار تر منځ له طلاق وروسته د قادرخان پلار په یوه ځايي جومات کې ملا امام و او قادرخان به ویل، له دوه کلنۍ تر ځوانۍ پورې یې عمر له یوه سکه او یوه ناسکه پلار سره په سخته بیوزلۍ کې تېر کړ.

قادرخان ۱۹۷۷ کې د 'مقدر کا سکندر ' نومي فلم لپاره سیناریو ولیکله او کټ مټ په دغه فلم کې امیتاب بچن د مور له مړینې وروسته د شپې په هدیره کې ژاړي او هلته یو فقیر ورته نصیحت کوي.

ممبۍ کې چې هغه مهال بمبۍ و، ژر د قادرخان مور او پلار تر منځ طلاق وشو او له ناسکه پلار سره د قارد خان ماشومتوب او زلمیتوب په بیوزلۍ کې تېر شول.

قارد خان له بیوزلۍ سره هم ملکي انجنیرنګ کې دیپلومه وکړه او د ممبۍ یوه کالج کې یې د استاد په توګه دنده پیل کړه.

قادرخان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، قادرخان له ۱۹۷۳ کاله فلمي سفر پیل کړ

کالج کې د تمثیل یوه سیالۍ کې قادرخان ته جایزه ورکړل شوه او د یوه فلم ډایلاګ لیکلو دنده ورته وسپارل شوه.

نوموړي ته هغه مهال ۱۵۰۰ روپۍ حق الزحمه ورکړل شوې وه.

قادرخان د فلمي مصروفیتونو تر څنګ عثمانیه پوهنتون کې د عربي ژبې زده کړه وکړه او دیني چارو کې بوخت شو.

قادرخان د عمر وروستۍ شپې ورځې له اولادونو سره کاناډا کې تېرې کړې او له کابله پیل کړی اوږد سفر یې په همدغه هېواد کې پای ته ورسېد.