قادر خان بېرته فلمونو ته مخه کړې

د هندي سينما وتلی لوبغاړی قادر خان به له ۱۱ کاله ځنډ وروسته يو ځل بيا د سيمنا پر پرده ښکاره شي.
څو ورځې وړاندې اميتابچن پر خپل ټوېټر پاڼه، باليوډ ته د قادرخان د بېرته راتلو خبر ورکړی و.
د روغتيايي مشکلاتو له کبله قادر خان له سينما لرې و او نه يې شوای کولی په فلمونو کې کار وکړي، خو اوس يې روغتيا ښه شوې او فلمونو ته بېرته راستون شوی دی.
اوس مهال قادر خان په يوه فلم چې "دماغ کا دهي" نومېږي کار کوي.
د قادر خان په وينا په کابل کې پيدا شوی او اصلي ټاټوبی يې کندهار دی، وایي يو کلن و، چې له خپلې کورنۍ سره ممبايي ته راغلی و.
دی وايي پلار يې د کندهار او مور يې د کوټې ده او په قوم کاکړ يا ترين دی.
قادر خان وايي پوليتخنيک يې لوستی او هېڅ پلان يې نه و، چې فلمونه ته دې لاړ شي.
قادر خان په ۲۰۰۴ کال کې له سلمان خان سره په يوه فلم کې له کارکولو وروسته د ناروغۍ له امله له فلمونو ګوښه والی غوره کړی و.
فلمونو ته د بېرته راتلو په اړه قادر خان وويل "ما، ماشومانو ته درس ورکاوه، د عربي په ښوولو بوخت وم، خو اوس بېرته فلمونو ته راغلم."
قادر خان اوس ۷۹ کاله عمر لري، روغتيا يې ډېره ښه نه ده او په ښه ډول سره خبرې نشي کولای.


دی وايي دا نوی فلم يې ډېر ښه او پاک دی "زه بيا له داسې مکالمو سره راغلم د کومو له امله چې خلک قادر خان پېژني."
د قادر خان په نوي فلم کې اوم پوري هم شته چې د فلم د کاميابۍ په اړه اندېښمن دی او وايي په دغه فلم کې "خانان" نشته.
دی وايي د دې فلم لپاره به د سينما مخ ته کتارو نه وي ولاړ خو هر څوک چې د فلم کتو ته راشي خواشينې به بېرته نه ځي، ځکه دوی پر فلم ډېر زيار ايستلی دی.
يو وخت قادر خان د منفي کردارونو له امله مشهور و، خو بيا یي کومېډي او خندوونکی رول لوبول پيل کړل چې په هغه کې يې هم ډېر مينه وال لرل.
داسې ويلي کېږي تر اوسه قادر خان په شاوخوا ۸۰۰ فلمونو کې کار کړی دی.
په ۱۹۸۲ کال کې قادر خان ته په يوه فلم کې د ښو مکالمو او په بل فلم کې د کومېډۍ په برخه کې اېوارډ ور کړل شوی و.









