چینايۍ پېغلې ولې عامر خان حیران کړ؟

عامر خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، چینايي نجلۍ دغه سندره داسې حال کې وايي، چې عامر خان خپله هم هلته ناست لیدل کېږي.

د چین شنکیانګ سیمې یوې پېغلې هغه سندره پر ځايي خواله رسنۍ 'ویبو ' ډېره لاس پر لاسه کېږي چې په هندي ژبه یې ویلې.

په ویډیو کې دغه نجلۍ داسې حال کې لیدله کېږي چې د بالیووډ ستوري عامر خان د فلم 'سیکرټ سپر سټار ' نومي فلم یوه سندره 'می نچدي پیرا ' سندره بولي.

چینايي نجلۍ دغه سندره داسې حال کې وايي، چې عامر خان خپله هم هلته ناست لیدل کېږي.

نوموړی دا وروستیو کې د خپل نوي فلم 'ټهګز اف هندوستان ' تبلغاتي کمپاین لپاره چین ته تللی دی.

عامر خان د د دغې نجلۍ د هنر ستاینه کوي او وايي 'دا خورا مشکله سندره ده، خو تا ډېره ښه وویله. ' له دې وروسته نجلۍ عامر خان ته یوه خولۍ ډالۍ کوي چې د ځايي نارینه وو کلتوري دود بلل کېږي.

دغه ویډیويي کلیپ د دسمبر میاشتې پر اتلسمه نېټه خپور شوی او تر اوسه پورې زرګونو کسانو لیدلې او یا یې له نورو سره شریک کړی دی.

چین

د عکس سرچینه، WEIBO

ټهګز اف هندوستان په چین کې د دسمبر پر ۲۸ مه نندارې ته وړاندې کېږي او عامر خان به یې د مشهورولو لپاره تر لسو ورځو پورې کمپاین کوي.

د خواله رسنۍ جیهو له لارې عامر خان د چینایانو مننه کړې او په وینا یې د چین خلکو مینې یې په زړه کې ځای نیولی.