عامر خان ولې بښنه غوښتې؟

ټګز اف هندوستان

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، کترینه کیف هم دغه فلم کې د عامر خان تر څنګ رول لوبولی دی

که څه هم د مشهورو هندي فلمي ستورو عامر خان او امیتاب بچن نوي فلم 'ټګز اف هندوستان ' ۱۵ میلیونه روپۍ ګټلې، خو فلمي ماهرین یې، ناکام فلم بولي.

د دغه فلم ډېرو لیدونکو ویلي، دوی سره د عامر خان په نامه ټګي برګي شوې.

دغه حالت عامر خان اړ کړ چې خبرې غونډه راوبولي او ښاغلي خان دغه خبري غونډه کې د فلم ناکامۍ له کبله له خپلو مینه والو بښنه وغوښته.

ټکز اف هندوستان

د عکس سرچینه، THUGS OF HINDOSTAN

عامر خان وايي، د فلم ناکامۍ لپاره ځان پړ بولي، ځکه په وینا یې هغسې چې مینه والو یې تمه درلوده، فلم یې هنري تنده ماته نه کړه.

له دې مخکې داسې هم ویل شوي و، چې عامرخان د دغه فلم له ګټې خپله برخه نه اخلي.

ټګز اف هندوستان د ۱۹ مې پېړۍ د ټګانو او جنګیالیو پر یوه کیسه راڅرخي.

فلم کې د جنګیالیو یوه ډله چې د مشر رول یې۷۶ کلن امیتاب بچن او فاطمه ثنا شیخ لوبولی دی او د هند برتانوي واکمنو پر لویو سمندري کښتیو بریدونه کوي.

دغه راز بل مهم رول عامر خان لوبولی چې د ټګ یا غله کریکټر دی، سترګې یې تورې دي، مسخرو ته ورته کالي یې اغیستي او د فلم تر پایه کله د یوه لوري او کله د بل لوري پلوي کوي، خو پای کې برتانویانو ته ماتې ورکولو کې د امیتاب بچن د ډلې ملګرتیا کوي.

د مشهورو فلمي ستورو له شتوالي سره هم ټګز اف هندوستان ناکام بلل شوی

د عکس سرچینه، THUGS OF HINDOSTAN

د عکس تشریح، د مشهورو فلمي ستورو له شتوالي سره هم ټګز اف هندوستان ناکام بلل شوی

لیدونکي د فلم کیسې ته له یوه انګلیسي ناول سره تړاو ورکوي چې ۱۸۳۹ کال کې فلیپ مېډووس ټیلر لیکلی.

هغه ناول د امیر علي نومي یوه ټګ پر کیسه راڅرخي چې د هغه مهال هند لویو لارو اوږدو کې به یې شتمن مساپر د ټګۍ برګۍ په وسیله لوټل او په ورته مهال به یې د هند برتانوي واکمنو ته هم جاسوسي کوله.