پر افغان سینما د غوايي د اومې کودتا سیوری

.

د عکس سرچینه، WPFG

د عکس تشریح، افغان سینما په ۶۰ لسیزه کې پام وړ پرمختګ کړی و
    • Author, کریم حیدري
    • دنده, د تیاتر او سینما کره کتونکی

د فلم جوړونې صنعت د افغانستان په دودیزه او مذهبي ټولنه کې ځان ته ځای پرانیستی و. یو شمېر هنروالو د تیاتر له صحنې د سینما هنر ته مخه کړه.

د سینما په ډګر کې د علمي زدکړو اسانتیا نه وه. د هند، ایران، ترکیې او لوېدېځې سینما یو شمېر افغان ځوانانو ته الهام ورکړ.

په ۱۳۵۰ لمریزه لسیزه کې سینما د هنر د نورو څانګو ترڅنګ وځلېده.

یو شمېر فلمونه جوړ شول. لیدونکو خپل کلتور په هینداره کې ولید او د ویاړ شمال یې په اوربل ولګېد.

د غوایي اومې کودتا دا وړوکی خوځښت په خپل ترتیب پراخ کړ.

څرنګه چې لېنن ویلي وو؛ په هنرونو کې سینما غوره ده، نو هنر د نظام په منګولو کې ونښت.

د تولید کچه پراخه شوه. د سینما مسلکي زدکړو بورسونه پخواني شوروي اتحاد او د وارسا تړون غړو هېوادونو ته زیات شول.

ګڼ شمېر فلم جوړوونکو په دې لړۍ کې زدکړې وکړې.

د نړۍ له سینما سره اشنا شول، د ټولنې او سینما په تړاو پوه شول او ورسره د افغانستان سینما په غوړېدو شوه.

د فلم جوړوونکو په وړاندې یوازینۍ خو تباکوونکې ستونزه د سانسور وه.

.
د عکس تشریح، لطیف احمدې افغان فلم جوړوونکی چې په ۶۰ لسیزه کې یې ډېر شمېر فلمونه جوړ کړي دي.

حفیظ الله امین فلم جوړاوه

حکومت سینما د تبلیغاتو وسیله ګڼله. هرې هنري پنځونې باید "انقلاب" ستایلی وای. د شوروي پلوه واکمنۍ په پنځلسو کلنو کې له سینما سره چلند یو شان نه و.

د نورمحمد تره‌کي په حکومت کې هغه فلمونه چې نندارې ته چمتو و، په کلکه وڅارل شول.

د غلام عشق فلم چې توریالي شفق جوړ کړی و، د یو خوار بزګر کیسه وه چې د خان په لور میینیږي.

د ټولنیز توپیر له امله بزګر هلک کلی پرېږدي او ښار ته ځي.

د خلقیانو نیوکه دا وه چې بزګر ځوان باید پاڅون کړی وای او خپله ميینه یې باید په ولسي زور خپله کړې وای.

د حفیظ الله امین په لنډ مهاله واکمنۍ کې د حکومت ځواک زور واخیست.

ګڼ شمېر پوځیان، د پوهنتون زدکوونکي او عام وګړي ترې تم شول.

د افغان فلم جوړوونکي صدیق برمک په وینا یو ځل امین غوښتل د ثور انقلاب په نوم فلم جوړ کړي.

سناریو ده پخپله لیکلې وه.

داؤد فاراني یې د فلم جوړوونکي په توګه ګمارلی و.

د فلم د یوې صحنې لپاره په کار وه چې د خلق سور بیرغ د ارګ له ماڼۍ کښته شي او پر ځای یې د داؤد خان تور، سور، زرغون بیرغ اوچت شي.

جېټ الوتکې هم د ارګ پر سر الوتې.

ارګ ته څېرمه په پښتونستان واټ کې خلک له دې خبر نه وو.

هغوی انګېرلې وه چې د خلقیانو واکمني نسکوره شوه او د داؤد خان حکومت راستون شو.

خلکو شور او چیغې پیل کړې.

شاوخوا دوه زره خلک د انقلاب ضد پاڅون په تور ونیول شول.

د ببرک کارمل د واکمنۍ او د شوروي پوځیانو په راتګ سره بیا هم فلمونه د لیکنې له پړاوه د فلم تر جوړېدو پورې د حکومت لخوا په کلکه څارل کېدل.

د روسانو په پرېکړه فلم د نندارې اجازه درلوده.

انجنیر لطیف احمدي د افغان فلم د رئیس په توګه ټاکل شوی و، هغه اداره چې دولتي فلمونه پکې جوړېدل.

ښاغلي احمدي په دې موده کې یو شمېر فلمونه پخپله پنځونه او د حکومت په سپارښت جوړ کړل.

دی وایي، د نوموړي یو فلم چې (فرار) نومېده، نهه میاشتې د سانسور کمېټې تر څنګل لاندې کړی و.

په دې فلم کې یوه کورنۍ د کډوالۍ تکل کوي او په لاره کې له کږلېچونو سره مخامخېږي.

مجید سربلند چې هغه مهال د لومړي وزیر مرستیال و، د ګوند او کابینې غړي یوې ناستې ته وبلل چې د فلم د نه خپرېدو لامل مالوم کړي.

د سانسور کمېټې په ځواب کې وویل چې د روسانو په اند د حکومت ځواک په دې فلم کې کمزوری ښودل شوی.

وروسته له هغې چې سربلند او ملګرو یې فلم ولید، سربلند خپلو ملګرو ته وویل "دې فلم جوړوونکي واقعیت بیان کړی او موږ یې مخه نیولې. سبا ورځ چې تور او سپین مالوم شي تاسې به ده او ملت ته څه ځواب لری؟"

.
د عکس تشریح، صدیق برمک چې د ګولډن ګلوب جایزې یوازینی افغان ګټونکی دی

انجنیر لطیف وایي، ښاغلي سربلند وار له واره د فرار فلم پنځه زره کاپیو امر ورکړ. فرار فلم په تاشکند کې د سویلي امریکا، افریقا او اسیا د ۱۹۸۰ کال په فیسټیوال کې ښه وځلېد.

ورسره د شوروي اتحاد د سینما لخوا د افغانستان سینما او کارکوونکو ته تخنیکي او روزنیزې مرستې پیل شوې.

کله چې نجیب الله واک ته ورسېد او د ملي پخلاینې غږ یې وکړ، د هنر وزرونه پرانیستل شول.

هغه فلم جوړوونکي چې له بهرنیو زدکړو راستنه شوي وو، له نوي فکر سره په فلم جوړولو پیل وکړ. صدیق برمک چې د ګولډن ګلوب جایزې یوازینی افغان ګټونکی دی، په هغه وخت کې د بېګانه په نامه فلم جوړ کړ.

د ریالیزم تل ته یې ځان له نورو نیژدې کړ. وروسته بیا واحد نظري د کونډې زوی سریال جوړ کړ چې د هغه مرکزي کرکټر شات ګل په افغانه ټولنه کې متل شو.

.
د عکس تشریح، د روسیې فرهنګي مرکز اوسنی مشر نیکراسوف ویاچیسلاوف

د روسیې فرهنګي مرکز اوسنی مشر نیکراسوف ویاچیسلاوف چې لومړی ځل افغانستان ته په ۱۹۸۲ کال کې د ځوانانو ګوند د سلاکار په توګه راغلی و او تر اوسه یې ۶۵ ځله افغانستان ته سفر کړی، سینما یوه اغېزناکه وسیله بولي.

نوموړي له افغان فلم څخه د خوځنده سینما توکي د فاریاب ولایت مرکز میمنې ته یوړل: "له خوځنده سینما سره به کلیو او بانډو ته تلو چې خلک حکومت پلوي کړو. د خلکو فلمونه خوښېدل او اغېز یې پرې کاوه."

ښاغلی ویاچیسلاوف وایي په هنر کې د دولت لاسوهنه د افغانستان د هوساینې په موخه وه: "موږ غوښتل افغانان په خپل تاریخ او دود وویاړي."

د کریم حیدري نورې لیکنې دلته ولولئ