ننداره: 'د پنځمې مېرمنې په هیله' فلم

- Author, کریم حیدري
- دنده, افغان سناریو لیکونکی
په افغانستان کې هر کال د ګوتو په شمېر هنري فلمونه جوړېږي. ''د پنځمې ښځې په هیله''، د هغه فلم نوم دی چې تېره شپه په کابل کې د فلم مینه والو ته وړاندې شو.
دا فلم افغاني دود او ناخوالې انځوروي. د دې فلم نندارې ته د افغان سینما استازي، مینه وال او چارواکي راغلي وو.
دغه فلم د کابل د استقلال لیسې په تالار کې د ''آلتین '' فلم شرکت له خوا نندارې ته وړاندې شو.
دا فلم د افغانستان شمال په لیرې پرتو سیمو کې جوړ شوی، چې څه باندې یو میلیون امریکایي ډالر لګښت یې د افغان سوداګرو لخوا ورکول شوی.
د فلم پانګونې او پروډیسر مراد حمیدي وايي:
''په ډېرو سختو شرایطو کې د بلخ او فاریاب ولایتونو کې دا فلم ثبت شوی. بهرني او کورني هنرمندان دلته له موږ سره یوځای وو. د ایډیټ کارونه مو د هندستان په ممبۍ ښار کې ترسره کړل.''
د فلم کیسه د یوه شتمن سړي په ژوند راڅرخي چې څلور مېرمنې لري او غواړي پنځم واده هم وکړي. دا فلم تر اوسه په ګڼ شمېر نړیوال فیستوالونو کې شامل شوی، او د امریکا د بوسټن فلم په فیستوال کې د ۲۶۰۰ فلمونو په منځ کې د څلورو غوره فلمونو څخه یو دی.
د دې ترڅنګ داسې هڅې روانې دي چې دا فلم د اوسکار نړیوال سینمایي فیستوال ته د ګډون په موخه په راتلونکي کال کې وړاندې شي.
د فلم لوبغاړی، لیکوال او جوړوونکی صدیق عابدي د پردیو له سینما تقلید غندي:


''موږ باید په ښکلي، هنري او اکاډیمیک ډول دودونه د سینما پردې ته راولو، او د افغانستان موضوع په سینما کې ښکاره کړو. ددې پرځای چې پردیو فلمونو ته حیران شو، ښه به وي چې پخپلو مټو او کمال سره فلمونه جوړ کړو. ''
ننداره کوونکي د فلم په لیدو خوښ معلومېدل.
افغان سینما په تېرو دیارلسو کلو توانېدلې چې نړۍ ته خپل ظرفیت وښيي، خو بیا ځینې نور فلمونه هم جوړ شوي چې د لیدو ارزښت نه لري.
د پنځمې مېرمنې په هیله فلم ته د چارواکو لخوا فلم جوړونکي او پروډیسرانو ته ستاینلیکونه او جایزې ورکړل شوې.








