ننداره کالم: شادګل بیا راځي

    • Author, کریم حیدري
    • دنده, افغان سناریو لیکونکی

د سینما په ډګر کې ځینې فلمونه په ناڅاپي توګه انګازې پاروي، لیدونکي حیرانوي او نه یوازې د فلم په مینه والو، په ټولنه کې هم تل پاتې اغیزه پریږدي.

بل خوا ګڼ شمیر فلمونه یا ناکامیږي او یاهم ډیره لږ موده د خلکو په ذهنونو کې ځای نیسي.

دا پیښې د تصادف له مخې منځ ته نه راځي. د سینما هنر د نورو هنرونو په شان د یو فرد هڅه او استعداد نه جوته وي.

واحد نظري

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د افغانستان پیاوړی فلم جوړونکی واحد نظري چې د کونډې زوی سریال یې جوړ کړی یو ځل بیا پاتې پخواني یاران او یو څو نوي ملګري سره را غونډ کړي دي.

د یو فلم په جوړونه کې ګڼ شمیر خلک فعاله برخه اخلي. فلم په ډله ایزه ونډه جوړیږي. کله چې په ډله کې یو کس یا څو وګړي د نورو سره هم غږي نه وي او یا په خپل کار کې پاتې راشي نو د ټولې ډلې زیار او خوارۍ بې مالګې او خونده شي.

خو د کونډې زوی هغه سینمایي سریال دی چې ټول ابعاد په کې لکه د ساعت ماشین په منظم ډول پکار شوي او بې له شکه د افغانستان په سینما کې یې بې ساری ځای غوره کړی.

دا سریال که څه هم څلوریشت کاله مخکې د سینما لیدونکو ته وړاندې شو خو تر اوسه هم د خلکو په ذهن کې خپل موقف خوندي ساتلی.

شادګل خو به نه وې!

د دې سریال مرکزې کرکټر شادګل د افغاني ټولنې یوه برخه ګرځیدلې. کله چې یو څوک ساده عمل وکړي، نو ورته وایي شادګل خو به نه وې.

د افغانستان پیاوړی فلم جوړونکی واحد نظري چې د کونډې زوی سریال یې جوړ کړی یو ځل بیا پاتې پخواني یاران او یو څو نوي ملګري سره را غونډ کړي او د دې تاریخي اثر د نویو برخو جوړولو ته په ټینګ عزم ملا تړلې.

دا ځل پخپله واحد نظري، کاتب پاڅون، جلال نوراني، پیرمحمد کاروان، وفا سمندر او کریم حیدري په لیکنه بوخت دي او د فلم سناریو یې هم نژدې پایلې ته رسولې.

مقصودي د دې نوښت هرکلی کوي او د لیکنې په غونډو کې فعاله برخه اخلي

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، مقصودي د دې نوښت هرکلی کوي او د لیکنې په غونډو کې فعاله برخه اخلي

ممنون مقصودي به یو ځل بیا د سریال مرکزي کرکټر شادګل ولوبوي، او پر خپل دې کار ویاړي:

''که چېرې خلک ما ومني، زه چمتو یم چې په ډېر ویاړ سره دا رول ولوبوم.''

مقصودي د دې نوښت هرکلی کوي او د لیکنې په غونډو کې فعاله برخه اخلي، خپلې نیوکې او وړاندیزونه له نورو سره شریکوي او په دې باور دې چې پر ده سربېره، د هېواد ګڼ شمېر تمثیل کوونکي او کمیډي څېرې به په دې سریال کې ونډه واخلي.

د فلم جوړونې چارې به د واحد نظري پر غاړه وي.

نوموړی د پروژې د تنظیم مدیریت هم تر دې دمه په غاړه لري. نظري وایي ''دوستانو په ډیره مینه د دې سریال هرکلی کړی او ژمن دي چې خپله همکاري ثابته کړي''.

واحد نظري چې د فلم جوړونې زده کړې یې په بلغاریا کې سرته رسولې او تر اوسه یې ګڼ شمېر پېژندل شوي فلمونه جوړ کړي.

نوموړی د افغان سینما او تیاتر ټولنې <link type="page"><caption> AfghanAct </caption><url href="http://www.afghanact.com/" platform="highweb"/></link>بنسټګر هم دی.

ممنون مقصودي به یو ځل بیا د سریال مرکزي کرکټر شادګل ولوبوي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، ممنون مقصودي به یو ځل بیا د سریال مرکزي کرکټر شادګل ولوبوي.

د کونډې زوی سریال د نویو برخو د جوړولو لپاره نظري له ځینو تخنیکي شبکو او وګړو سره خبرې کړي او د هغوی د همکارۍ تړون یې ترلاسه کړی.

د خصوصي سکټور لخوا د مالي همکارۍ ژمنې شوې، خو اوس هڅې روانې دي چې د ښه کیفیت لپاره پانګه وشي. ښایي دولتي ادارې او یاهم بهرني کلتوري څانګې د دې کار لپاره لېوالتیا وښي.

د دې سریال له جوړولو سره به د افغانستان ویجاړه سینما د بیارغونې پر لور وخوځېږي او د بهرنیو سریالونو د غوښتنې کچه به ټیټه شي.