د فلمونو نوې بڼې ته د افغان فلم جوړونکو مخه

د عکس سرچینه، films
- Author, کریم حیدري
- دنده, لندن
د سینما هنر له څه باندې یوې پېړۍ راهیسې خلک خپلې غېږې ته رابللې. کله یې تخیل له اسمان سره نښنولی، ځیني وخت یې هم د ژوند ښکلا او بدرنګي په ړنه هېنداره کې انځور کړې. د کلتور انګازې خپرې کړي او د ښایست شپېلۍ غږولې.
په سر کې سینما پرته له یو څو تور او سپین خوځېدونکي او بې غږه انځورونو بل شی نه و. نن د ګرافیکي او درۍ اړخیزې ټکنالوژۍ په مرسته سینما نوې بڼه غوره کړې.
دا پرمختګ له ډېرو هسکو ژورو وروسته منځ ته راغلی.
ځینې وخت د ژوند ناخوالو او ټولنیزو ستونزو د سینما نوی سبک زېږولی.
د دې ښه بېلګه د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال او له جګړې وروسته د ایټالیا سینما ده.
کله چې پر خلکو د باروتو باران اورېده، غم هره سینه شلولې وه، لوږې او بې وزلۍ د خندا پرځای ژړا او نارې اورولې، یو څو فلم جوړونکو د فلم په ژبه د وضعیت بیان ته ودانګل. خو د موسیلني رژیم له خوا یې مخنیوی وشو.
له جګړې وروسته فلم جوړونکي د ویجاړو سینماګانو او سټدیوګانو راپورته شول او د فلم کمره یې عامو وګړو ته سمه کړه.
دا هغه وخت و چې د نوي ریالیزم سبک وزېږده او نړۍ ورته ګوته په غاښ شوه.

د عکس سرچینه، films
دوی د خلکو ریښتینی ژوند پرته له مبالغې یا پټونې ښودولو ته ملا وتړله. له همدې امله یې د فلمي ستورو پرځای عام خلک په انځور کې راوستل چې له ریالیزم یا ريښتینوالي نه هېڅ توپیر و نه لري. دا هغه وخت و چې د نوي ریالیزم سبک وزيږيده.
د سینما لرغون پوهان یې د ایټالیا د سینما زرین عصر بولي.
دې لړۍ څو لسیزې دوام وکړ او په ګڼ شمېر هېوادونو کې فلم جوړونکو په دې سبک فلمونه جوړ کړل او د خپل هېواد سینما یې نړۍ ته ور وپېژنده.
په وروستیو څو کلو کې افغان فلم جوړونکو هم د خپل هېواد ناخوالو ته په کتو سره د نوي ریالیزم په بڼه فلم جوړونه پیل کړه.
چې د هېوادوالو ټولنیزې ستونزې د پردې پرمخ راولي.
ځینو د نړۍ معتبرو فیسټوالونه ته هم لار ومونده او وستایل شول.
افغان فلم جوړونکي ابوذر امیني هم د" نوې پرېښتې" په نوم خپل لنډ هنري فلم پنځو اروپایي فیسټوالونه ته وړاندې کړی او څو جایزې یې هم اخیستي.
دا فلم دا اوونۍ د امستردام په فلمي فیسټوال کې نندارې ته وړاندې شو.
ترڅنګ یې یو بل افغانی فلم هم وښودل شو چې یوسف بره کي د" سرګردانه مینه" په نامه جوړ کړی.

د عکس سرچینه، film
"سرګردانه مينه" د یوې دولس کلنې افغانې نجلۍ کیسه ده چې د کابل پر سړکونو توکي خرڅوي، د خپل ناروغ نیکه پالنه کوي او معتاد پلار زغمي.
د "نوې پریښتې" فلم د یوې کډوالې کورنۍ ژوند ته کتنه کوي چې په ترکیه کې اوسيږي. دوه تنکي ماشومان علی او محمد د فلم مرکزي رول لوبوي. دا دوه وروڼه د یوې ترکۍ لېرې په بدل کې د خلکو بوټان رنګوي او ګټل شوې پېسې خپلې مور ته ورکوي.
مور یې پېسې دوه ځایه کوي، یوه برخه د کور د کرایې لپاره، نورې د اروپا تګ ته د لګښت په موخه. ماشومان په دې خیال کې دي چې د خپل اکا په شان د مدیترانې له سمندرګي به یوه ورځ واوړي، که څه هم مالومه نه ده چې اکا یې اوښتی او که د سمندر څپو د نهنګنانو خولې ته ورکړی.
د دې فلم کیسه ساده خو ژوره ده. صحنې په ډېرې وړتیا سره یو له بل سره نښلول شوي.
ماشومان د لویانو په څېر له بې وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي، خو بیاهم خپل معصومیت، وېره او خوبونه ورسره ملګري دي.
دوی په ګټه پسې وتلي خو همزولي یې پر بایسکلونو لوبې کوي.

د عکس سرچینه، films
نیک محمد نظري او دراب نظري په خپل کار کې ښه ځلېدلي. ډایرکټر انځورونه ښه مونتاژ کړي او په ځیرکۍ سره یې کمره کارولې ده.
خو یوازینۍ ستونزه په کې دا ده چې د پلار کرکټر د ماشومانو او تر شا پیاوړی نه دی.
که په داستان کې کرکټر مهم نه وي نو شتون ته یې اړتیا نشته.
د ځوان افغان فلم جوړونکو ډېری شمېر له هېواده بهر د سینما هنر لوستلی، ځینې د کوربه هېواد له فلمونو اغیزمن شوي چې د دوی په کارونو کې یې اغېز لیدل کېږي.
خو د نوې پریښتې فلم ځان ته سبک لري. که د افغان فلم جوړونکو په منځ کې یو څو نور په دې معیار فلمونه جوړ کړي، ډېر ژر به د افغانستان سینما نړیوال بازار ته لار پېدا کړي.








